د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سردارولي ملاخیل

د سردارولي ملاخیل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سردارولي ملاخیل

ادامي سترګي
راواړوه خماري په نازياره نامي سترګي
شهلابادامي سترګي
دحکمت په رنجوتوري زړونه يوسي دلبري کا
ښکاره کېماګري کا
په کتو کي خاوري زرکړي ورته کړي سلامي سترګي
شهلابادامي سترګي
دنرګس دغنچوګل چي له ګرېوانه سربالاکي
له سترګودي حياکي
هغه دي چي رنګ زردوتاته ګوري مړامي سترګي
شهلابادامي سترګي
پراطلس دئ زمادسترګوستادپښونقش ونګار
هرڅوک دي طلبګار
محموددي قدمبوس هم دايازغلامي سترګي
شهلابادامي سترګي
دسروګلوپه پيالوکي ميوناب دميني زيب کا
داستاچشماني زيب کا
فردوسي حوري ښايستې دي اوکه ستاخوشفامي سترګي
شهلابادامي سترګي
اې دوسته! ستادسترګوپه روى رب پيداګړې سترګي
چي وويني ستاسترګي
نوځکه ګلبيدارويني ددوست ګرامي سترګي
شهلابادامي سترګي