د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

داد محمد واصف

د داد محمد واصف پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

“سرتور” صاحب په یادبشپړ شعر ولولئ

“سرتور” صاحب په یاد

داد محمد واصف

د خدای بخښلي عبدالجلیل “سرتور” صاحب په یاد

په زړګي مې د غمونو انبار جوړ شو
د بېلتون په لاس مې زړه کې پرهار جوړ شو
نم د سترګو مې شېبه شېبه بهيږي
چې د ژوند په ورځو شپو مې دلدار موړ شو
خوږې شپې وې خو ترخې راباندې راغلې
په خوښۍ مې د ناترسو ناتار جوړ شو
په ښو بدو به له چا مشوره اخلو
په غمخور باندې مې زړه د اغېار سوړ شو
د ده پوهه، حوصله او خاص پاکي وه
چې په زړونو کې هر چاته نګار جوړ شو
معنوي پانګه بې نيازه رب ورکړې
تل د بدو به دې هر وخت امان غوښت
ستا پاکۍ ته په قدرت کې انکار جوړ شو
دا زموږ اخر ديدن د خدای رضاء ده
بې وسي ده چې سفر ته مې يار جوړ شو
دا سرتور زموږ د ټولو يو سرپوښ وو
رب دې مل شي اصلي کور کې يې قرار جوړ شو
خدای بخښلی رخصت اخلي روانیږي
د “واصف” په مخ د اوښکو کتار جوړ شو

حاجي داد محمد “واصف” کاموال
۱۳۹۰ لمریز کال د سلواغې څلورمه نیټه