د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ډاکټر لطيف ياد

د ډاکټر لطيف ياد پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

پر پنجوائې ژړابشپړ شعر ولولئ

پر پنجوائې ژړا

ډاکټر لطيف ياد

دپنجوايې پر غمجنې پيښې باندې ژړا
------------------------------
ای زما دکندهار شهيد ما شومه
ای زما پښتنې خورې
ای زما کند هارۍ مورې
بلو سګرو کړی هوډ دی
چې نه ځوان پر يږدي
نه زوړ
دوی راغلي
چې پښتو او پښتون ورک کړي
ډله ايزه کړي مر ګونه
هم مو ځوان وژني هم زوړ
پر ودونو پر ويرونو
رحم نکړي
داشين سترګي
دابې رحمه ځناور
خو پوه نه دي
چې دا خاوره
دپتمنو افغانانو
دغوريانو ،دسوريانو
ابداليانو ،هو تکيانو
دا د کروړ زمري وطن دی
دا ټا ټوبی داکبر دی
څوک چې دې وطن ته ګوري
په خير نو ستر ګو باندې
د هغوی ستر ګې وتلي
خولې يې وازې، جينګې داړې
داغرور به دې خدای مات که بلو سګره
ښکيلاکګره