پښتو ادب · شاعران
ړنا مومند
د ړنا مومند پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
راشه !بشپړ شعر ولولئ
راشه !
ړنا مومند
چاویلی راغی پسرلی بیا به ګلونه راوړي
رنګه رنګه به زما مینی ته رنګونه راوړي
زړه په ټوپو شو او ل ځانه سره وموسکیده
وچو خیالونو ته زما به بارانونه راوړي؟
چاویلی غم به رانه لاړشی او پردی به شی بیا
د حسن خال به می مین شی لیونۍ به شی بیا
اغیار دمینی به له مونږه فاصلی غوره کړي
سپرلیه وګوره په زړه باندی سوری به شی بیا
چاویلی هیلی به میلمه دزړه په کور کی ښکاري
بیابه ګلونه د الفت زمونږ په لور کی ښکاري
زمونږ دکلی ماشومان په کټه کټه خاندي
نشې د هیلو به د زړنو په هر شور کی ښکاري
سپرلیه څومره ښکلی،ښکلی یی زه ځار شم درنه
په مینه مینه کی ښاغلئ یی زه ځار شم درنه
ګرانه وطنه هیریدل دی زه ګناه بولمه
ته خو زما دزړګي کلی یی زه ځار شم درنه
راشه اشنا چی سره وخاندو نغمئ ووایو
دخپل وطن دآبادی نن ترانئ ووایو
ترخه ترخه وختونه پریږدو د پرون په اوږو
له سره نوۍ بیا غزلی څه خوږئ ووایو
سپرلې به مونږ ته نوی نویی ارمانونه راوړي
ژوندون هرومره نن نوی تدبیرونه راوړي
راشه چې لاړ شو میکدی د اشنایانو ته نن
ساقی د ژوند به په نڅا باندی جامونه راوړي
راشه جانانه چې سپرلو ته هرکلی ووایو
لاسونه پورته کړو ګلو ته هرکلی ووایو
شوڼډو ته رنګ د موسکا ورکړو مینه ښکل کړو په مخ
تازه ژوندون او هللهلو ته هرکلۍ ووایو
سختی فیصلیبشپړ شعر ولولئ
سختی فیصلی
ړنا مومند
زړه کی فاصلی ترمنځه راغللی
ماتی چی وعدی ترمنځه راغللی
مینه او وصال کی ورته وګوره
شوڼډو کی پلمی ترمنځه راغللی
خدای خبر چی وچی لمدی سترګی شی
اوښکو کی ویالی ترمنځه راغللی
نن به د بیلتون تیاری ملګری کړم
ګرانه شوګیری تر منځه راغللی
مینی نه معنی دمینی تللی ده
داسی زمانی ترمنځه راغللی
تاخوزړه په ماباندی سپارلی وو
ولی مو دوکی ترمنځه راغللی
خدای خبر چی دایاری ځای ونیسی
خوله کی چی ګیلی ترمنځه راغللی
سترګی می منکری ستا له مینی شوی
سختی فیصلی ترمنځه راغللی