د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالاصر نالان

د عبدالاصر نالان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

بختوره لیلابشپړ شعر ولولئ

بختوره لیلا

عبدالاصر نالان

زما په خیال هم جادوګره ښکاري
د کلي پيغلو کې کوتره ښکاري
په انتظار مې سترګې وخوږيدې
راته بې غمه بختوره ښکاري
د کلي پېغلې مې ليدې روانې
زما لیلا نن بې ګودره ښکاري
چه نن ترېنه بوسه وغوښته“نالان”
کوږ سر روانه مراوره ښکاري

خوست