د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عزت الله (ناتوان)

د عزت الله (ناتوان) پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

3 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عزت الله (ناتوان)

له پره دو هیر یمه دستا له ستر گو هم ولویدم
له تیاری پټ ووم درڼا له سترگو هم ولویدم
زه لکه غشی له لیندی نه بی هدفه لا ړم
زه لکه اښکه داشنا له ستر گوهم ولویدم
دژوندون دوه سکنی ورونه په نظر نه رازی
له باران لری دهوا له سترگو هم ولویم
درقیب کاڼی دناتوان په سر اوس نه لگیږي
چی ښکلو هیر کړم دهوا له ستر هم ولویدم

نظمبشپړ شعر ولولئ

نظم

عزت الله (ناتوان)

دتیاری په شانته توره
سرترپایه ژامه ژامه
له دی ژامو نه سری وینی
راروانی
څڅیدی به
انسانان په خوله کی اخلی
خره په هار وی دهډونو
جسدونه هری خواته
تیت پراته وی په لکونو
له
سیند پوری خواته غونډی
غونډکۍ وي دسرونو
هری خواته خاموشی وه
یوی خواته آواز نه وو
بس د ژامو خره په
هار وو
صرف شخوندونه وو دژامو
آیتونه به می ویلی
چفه ول را چفه ول می
**
** **
دتیاری په شانته توره
سر تر پایه ژامه ژامه
راروانه زماخواته
وحشتناکه
نا ارامه
دسرو وینو په ارمان وه
داد سرو زخمونو تږې
زه یې پورته په هواکړم
زه یې وخوړم له لوږی
دادتوری
شپی خاموشه
خاموشی کړله ما ماته
یوه چیغه می له خولی نه
دبلا په خوله کی لاړه
مور می زرله خوبه جیګ
کړم
په بار بار یې دمه ولم
چی دا چیغی کړم کراری
لکه مار یې دمه ولم
په تندی یی ښکله ولم
په جار جار یې
دمه ولم
هسی نه چی څوک را ویښ شی
په کرار یې دمه ولم
را بیدا شوم په کرار شوم
مور پوښتنه رانه وکړه

** ** **
دتیاری په شانته توره
سرتر پایه ژامه ژامه
له دی ژامونه سری
وینی
راروانی څڅیدی به
انسانان په خوله کی اخلی
خره په پهار وی دهډونو
جسدونه هری خواته
تیت پراته
وی په لکونو
له سیند پوری خواته غونډی
غونډکۍ وی دسرونو
مور می اوښکی کړلی پاکی
بیایی اوښکی شوی روانی
په کوټه کی یوڅونجونی
رابیداری شوی حیرانی
په ژړایی شروع وکړه
ویریدلی غریبانی
مور می بیا
اوښکی کړی پاکی
واړه نجونی یی للوکړې
تریدلی سری سری سترګی
راته توری په رنجوکړی
لاړه پاڅیده بهر شوه
یوه توره یی وماته
له ځونډیو ډکه راکړه
راته وې ویلې ځویه!
دابلا ګوره را درومی
لګ غیرت ځان کی
پیداکه
په دښمن جوړه بلواکه
** ** **
دتیاری په شانته توره
سرتر پایه ژامه
ژامه
څه وخت پس همداشان وشول
جنګ شروع شو له ماښامه
څوک له غره نه شول راکولی
څوک راولویدل له بام
ه
سری اوتوری بلاګانی
دروسانو په څیر راغلی
مونږه هم توره کړه ملاته
وحشت ناکه جنګ شروع شو
پدی جنګ
کی ډیر ښاغلی
څوک په نره شهیدان شول
څوک ژوندي پاتی غازیان شول
څوک له جنګ پاتی ناتوان شول
څوک په نره
شهیدان شول

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عزت الله (ناتوان)

اندیښنی وی اوغمونه ول ژړاوه
بس داښکو بارانونه ول ژړاوه

ها غه باد نه وو چی گرم لگیدلو
دیتیم سوی آهونه ول ژړاوه

دمظلوم گریوان په
اښکوباندی لوند وو
پربدن یی گزارونه ول ژړاوه

خره پهار وو دتنکیو اندامونو
ریبل شوی غبرگ
لاسونه ول ژړاوه

تنها زه نه وم دی غم کی ناتوانه!
پدی غم کی دیر قومونه ول ژړاوه