پښتو ادب · شاعران
حکمت سروش
د حکمت سروش پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
10 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
حکمت سروش
چې ستا د تګ له حادثې نه تېر شوم
له څومره لویې صدمې نه تېر شوم
نور مې په دې کیسو ماغزه نه خورمه
د ښه او بد له فلسفې نه تېر شوم
نن مې په خپله ځوانۍ وکړ غرور
ور ومې نه کتل هغې نه تېر شوم
بیا د ماضي په کیفیت کې ورک یم
بیا له یوې خړې کوڅې نه تېر شوم
زه د خپل زړه، د درزا ږغ اورمه
چې ستا د ګل وجود وږمې نه تېر شوم
نظمبشپړ شعر ولولئ
نظم
حکمت سروش
د دې دور عجيبه غوندې انسان دى
نه پوهيږي چې پر كومه خوا روان دى
لا يې داړې سرې په وينو دې د مځكې
اوس په لټه د نيولو د اسمان دى
د فطرت رنګينۍ وژني خوشاليږي
د نبات له قتله هيڅ نه ستړى كيږي
د سيمټو بلا ګانې ور روانې
د ځنګل لمنه ورځ په ورځ ټوليږي
د ګلاب له وينو ځان ته عطر جوړ كړي
ښكار ته لاړ شي پر هوسيو محشر جوړ كړي
ډېر بې ژبې ځناور له چړو تېر كړي
دى خوشاله وي، ګډيږي، اختر جوړ كړي
په هوا كې په هوا چې څه مرغان دي
د انسان له الوتكو پرېشان دي
سمندر كې د كبانو كور ور ړنګ كړي
دوى په تېښته او اوبتلي ور روان دي
له وختونو د ثبات پر سر جنګيږي
دا ټوم پر اوږو سپور پسې ګرځيږي
د بشر د حفاظت لپاره ې غواړي
د وسلې له اختراع نه ستړى كيږي
د دې خپل فكر تاوان ته يې پام نشته
د راتلونكې وخت انسان ته يې پام نشته
د ګوګل په سترګه ټوله جهان ګوري
خو په څنګ كې و جانان ته يې پام نشته
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
حکمت سروش
اخته د مينې په لوى شر كړي جانان
سړى پاګل په يو
نظر كړي جانان
كله خپه شي كله موسك شي راته
كله مې خاورې كله زر كړي جانان
زما په مينه پورې څومره
خاندي
ما سره دا ظلم اكثر كړي جانان
څوك به يې پوى كړي په سندرو زما
څوك به زما په حال خبر كړي جانان
پټ
په ژړا شي، اوښكې ژر وچې كړي
سروش چې ياد هر مازيګر كړي جانان
نوى غزلبشپړ شعر ولولئ
نوى غزل
حکمت سروش
بيا د چا لار كې ناست يم چا ته انتظار يمه زه
څومره مصروف مې دى
جانان څومره وزګار يمه زه
چېرته چې ګل د ژوندانه د مرګ په پښو كې پروت وي
د هاغه كلي ده هغه د هاغه ښار يمه زه
اوس به د عشق او غريبۍ پيټي كړم څنګه پورته؟
ملا مې ده ماته دخپل ژوند د اوږو بار يمه زه
دلته د د ډېرو ښكلو، خاورې د قدم يمه زه
دلته د ډېرو، د نازكو غاړو هار يمه زه
ما لېونى همداسې پرېږدى بېخودۍ كې ښه يم
له ځانه
وډار شم چې كومه ورځ هوښيار يمه زه
شپه او شاعربشپړ شعر ولولئ
شپه او شاعر
حکمت سروش
شپه او شاعر
په شپږم پوړ كې
يوه كوټه
ده
توره تياره ده
او برېښنا مړه ده
يو شاعر ناست دى
چاپېر غمونه
سګرېټ په خوله كې
كړكۍ نه كښته
و ښار ته ګوري
په ببر سر
كې
وهي لاسونه
كوټه تياره ده
له لوګو ډكه
كوتۍ ته ګوري
چې سګرېټ شته
دي؟
زړه يې ډاډه شي
كوتۍ كې اوس هم
څو سګرېټ پاته
***
كابل ځلېږي
اسمان ته ګوري
ستوري بل_ بل كا
د شاعر زړه كې ،بلا خپګان دى
څه مايوسي ده
ډېره غصه ده
كوټه تياره ده...
شاعر كړپى د ګړۍ اوري
د ګړۍ هر ټك
شېبې تېرېږ
ي
خو شپه اوږده ده
نه سبا كېږي
بيا شوې وريادې
د نن خبرې
او د نن پېښه
شاعر نه چا وړى زړګى دى
يو څه يې خپل دى ډېر يې پردى
دى
نن ټوله ورځ په انتظار و
د چا لپاره د چا په لار كې
شاعر ته نن وو، كوم چا ويلي
چې نورې بيلې دي زموږ لارې
نوى كوژدن مې خارج ته بيايي
زما هم خوښه چې كابل پرېږدم
كابل خو ځاى، د ژوندون نه دى
هره شېبه وي راسره وېره
چې اوس به ژوند څوك رانه واخلي
بيا شوې وريادې
د نن خبرې
او د نن پېښه
ها څو كلونه
ها
ټول غمونه
***
شاعر موسكى شو
&nbs
p; كوتۍ ته ګوري
چې سګرېټ شته دي؟ وۍ! دا څه وشول؟
زړه يې نارام شو
كوتۍ خالي ده
د شاعر سترګې له اوښكو ډكې
د شاعر اوښكې زنې ته راغلې
شاعر موسكى دى
اوس يې و غوږ ته
&nbs
p; د ګړۍ ټك_ټك
داسې رسېږي
ته چې واسم چورلكې ولي
د پښتنو خلكو كورونه
شنبه د ١٣٨٦ لمريز کال د زمري ۱۹
نوى غزلبشپړ شعر ولولئ
نوى غزل
حکمت سروش
څومره پرېشان يم پرېشان، بېله جانان
ژوند شه خاورې، خاورې شه جهان، بېله جانان
يار چې وي زړه وايي بس له هر سړي نه ځار شم
سم لكه بلا شي هر انسان، بېله جانان
فكر د ژوندون او مرګ به څنګه را پيدا شي
فرق نه لري ګټه او تاوان، بېله جانان
ستا په راتلو سم د پسرلي غوندې ښايسته شم
شم لكه د ژمي بيابان، بېله جانان
مړ وم خو بيا هم يوه سړي ته
انتظار وم
هاغه دي يو _يو راغله ياران، بېله جانان
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
حکمت سروش
د مينې زور دى ليونى شومه زه
ايله پر لار ايله سړى شومه زه
كاڼى وم خوښ وم د چا نه وم په كار
دردونو مات كړمه غمى شومه زه
ما ته دې نوې دنيا څه راكړي؟
بس
يو انسان نه شوم هر شى شومه زه
په ما كې څه دې زه پرې نه پوهېږم
چا ته لوګى د چا
زړګى شومه زه
ګل مخې ياره تا ته ډېر نژدې شوم
ځكه و ټولو ته اغزى شومه زه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
حکمت سروش
نور له ژونده ستړى يم
سم دم لكه مړى يم
بيا د چا قاتل نظر
خپل ځان سره وړى يم
داسې آواره نه وم
مينې داسې كړى يم
دې د نفرت خاوره كې
يو د مينې زړى يم
ته چې نه يې هيڅ نه يم
ستا په سر پياوړى يم
انارګلبشپړ شعر ولولئ
انارګل
حکمت سروش
انارګل
انار ګل نه خاندي اوس
اوس يې له سره وجوده مينه ښكلا نه ورېږي
اوس د پخوا په شانې موږ ته
په خندا نه ګوري
ځكه له موږ څخه اوس ډېر خفه دى
دې ته حيران دى چې دا ولې د دې سيمې خلك
دا څو كلونه كېږي
زما راتګ نه په سندرو نه خوښيو لم
انځني
بس چې زه وغوړېږم
د ښه راغلي خاطر مې داسې وكړي
چې د خپل ورور په وينو
زما وجود ومينځي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
حکمت سروش
غزل
يار خو نن هر څه منل
خداى مې دعا ومنل
څوك تر چا قربان شي، ما
مخكي تر عشق نه منل
ستا لاره د فكر لار
زما لاره د زړه منل
ميني كړم يو وخت داسې
بد مې هم په ښه منل
ځار غرور له مينې نور
بس د پښتانه منل