پښتو ادب · شاعران
پرویز معروف
د پرویز معروف پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
یادګاربشپړ شعر ولولئ
یادګار
پرویز معروف
تیر به شي وختونه خو یادونه به یې وي
جوړ به شي زخمونه خو داغونه به یې وي
خاوری به شي هغه حنجرې چه حق آواز کړي
ډک له ولولو نه آوازونه به یې وي
درومي به هرومرو د ظلم شپې سحر ته
ډکه له ظلمته يادګارونه به یې وي
بیا به دغه وچې شونډې بیرته په موسکا شي
زره کې تر ابده وچ داغونه به يې وي
ډوب به شي معروف هم د عدم په سمندر کې
مات به یې قلم شي خو شعرونه به يې وي
۲۶/۳/۱۳۹۰ کابل