د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سمیره کوچۍ

د سمیره کوچۍ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سمیره کوچۍ

زړونه يې نشته کوګلونه يې خالي پاتې دي

خدايه دا خلګ لا په کوم الفت ژوندي پاتې دي

دا ستا راتګ او تګ جانانه د ګلاب په شان دى

چې چيرته تلى کېنستلى يې ازغي پاتې دي

اوس يې تصوير په سترګو نه ږدم اوس يې نه ښکلوم

اوس يې نه ياد نه يې خيالونه ليوني پاتې دي

د دې خورو چيغو او هم د بهېدلو اوښکو

ټول حسابونه بس په سر د يو سړي پاتې دي

دغه رواج د دغه قوم سره تر اوسه مل دى

چې په کې ډېر پردي دوستان، دوستان پردي پاتې دي