پښتو ادب · شاعران
سيد حبيب افغان
د سيد حبيب افغان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
مړې سترګېبشپړ شعر ولولئ
مړې سترګې
سيد حبيب افغان
مونږ يو عشقان عشقان پيژنو
روغ او ليونيان په ګريوان پيژنو
سترګې به يې سرې سترغلي غټ غټ وي
ټوله شپه شبګير نه خفګان پيژنو
مړې سترګې لري او مړه کاته کوي
دا يې وي ادا پرې جانان پيژنو
دوه ياران چې کله هم يو ځاى ګوري
ډير شي پريشان رقيبان پيژنو
هسې د صبا نعرې چرګانو سره مه وهه
مونږ هم مسلمان يو اذان پيژنو
زمونږه په جړا چې چا خندلي دي
ويښ يو ويده نه دښمنان پيژنو
څوک به يې زړګى کړي د حبيب ټکور
ټول دي غمازان اشنايان پيژنو