پښتو ادب · شاعران
زويا هيله بارګامی
د زويا هيله بارګامی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
3 خپاره شوي شعرونه
د پاڅون غږ له کونړونو خيژيبشپړ شعر ولولئ
د پاڅون غږ له کونړونو خيژي
زويا هيله بارګامی
ـ
کونړه بیا په تا یرغل شویدی
د پردو لاس دې بیاګریوان ته رسي
خړو کوڅو کې دې اورونه بل دي
لمبې یې ګوره چې اسمان ته رسي
راغی د کومې خوانه ړوند توغندی
ستا د مظلوم بچي په کور ولګید
یو یې کوډۍ ورله ویجاړه کړله
بل دهشتګرد ورباندې تور ولګید
د شین کمیس میرمن راولویدله
د تناره خواکې په وینو سره شوه
له تور پوړنی داسې خور شو
په کې انځور چې افغاني جنډه شوه
څه سوکړکان یې نړولي ؤ او
څه نیم پاخه په تناره پاتې شول
د شړومبو ډک دیګ د کارۍ لاندې ؤ
په نغري شفتل پراته پاتې شول
د کټ بازو پورې تړلې زانګو
په کې پرته څو میاشتنۍ ماشومه
ښکاري چې وږې ده شیدې غواړي
په چیغو ژاړي ګلالۍ ماشومه
لکه ګلونه رژیدلي پراته
د کوټې مخته دوه تنکي ماشومان
اوس نو راځه چې یې پوښتنه وکړو
چې دهشتګرد دي که بچي د افغان
آه لنګه غوا خو تروریسته نوه
چې ستا د بم پارچې مرداره کړله
بچی یې سرپښو ته تاو راتاو شو
ورته یې یوه یوه رمباړه کړله
له کروندې چې کروندګر راستون شو
بیل په اوږه لور په لاس ستړی ستومان
د وړې لور سلګۍ یې واوریدلې
د ویجاړکور په وره کې ودرید حیران
کاسه د صبر یې نسکوره شوله
لاړ چې د قوم ټول مشران راټول کړي
ورکړي جواب نور د دښمن د تیري
چې دا شیندلي افغانان راټول کړي
کونړه ! نن دې د سیند مستې څپې
د چا د ظلم تماشه کوی
د شور او زوږ آواز یې نه اورمه
ښکاري چې کومه فیصله کوي
سوي آهونه او ساړه اسویلي
له شنو درو او دنګو غرونوخیژي
د یرغلګرو کور به وسوزوي
د پاڅون غږ له کونړونو خیژي
ګرانې مورېبشپړ شعر ولولئ
ګرانې مورې
زويا هيله بارګامی
ای ؛ د غمونو په اوږدو لارو کې ستړې مورې
ای ؛ ددردونو سره
هر وخت لوبيدلې مورې
لوګی لوګی او صدقه د حوصيلې نه دې شم
په تنهايي کې غلې غلې ژ
ړيدلې مورې
د خوږاولادد جدايي زخم په زړه کې لرې
په نيمو شپو کې لکه شمع ويليدلې
مورې
ستا پښتني عظمت ته ډيره يم حيرانه پاتې
سترګوکې اوښکې خو په خوله يې خنديدلې مورې
خدای ج دې د سرسيوری زمونږ له سره مه کموه
هيلې خو تل ده بس همدغه دعا کړې مورې
09.11.2007
کابله پام کوه پاڅون ونکړېبشپړ شعر ولولئ
کابله پام کوه پاڅون ونکړې
زويا هيله بارګامی
د محترم ورور خالد هادې حيدري د ښکلي شعر په ملاتړ
کابله پام کوه پاڅون ونکړې
د پښتنې پيغلې سپير ه وربل لا
ستا د ګلونو
انتظار کوي
په دغه هيله چې به تاله درځي
د پرديسۍ شپې په انګار کوي
کابله پام چې وار خطا نکړې
نړۍ به ستا په حال خبره کړو
د دښمن خوب به نور پوره نشي
ستا ارمانونه به تر سره کړو
خو
ته اوس دومره حوصله وکړه
چې دې تنکي ځوانان په پښو ودريږي
يو څو ناپوهه پښتانه ويده دي
چې لږ راويښ شي په پښتو ودريږي
بيا د اسلام بيرغ به لاس کې واخلي
ددې دجال مقابله به وکړي
ټول په يوه
نيت او اواز به شي
يوه غښتلې فيصله به وکړي
خو نن لا وخت نه دې غوسه چې نشې
درنه لوګی شمه جنون
ونکړې
پخپل سوري سوري ټټر دې قسم
کابله پام کوه پاڅون ونکړې
زويا هيله بارګامی