د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

خیال محمد کټوازی

د خدای بخښلي خیال محمد کټوازی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

درځمبشپړ شعر ولولئ

درځم

خدای بخښلي خیال محمد کټوازی

 دیـــــدن ته دې هـــېواده له جـــرګـو سره درځم
ســـتا غـــېږې ته د عــشق د ولولو ســره درځم
پـــوهېږمه چــــې لارې پــاټـــکونــو دې نیولې
زمـا جنت نــښانه لـــه خـــطرو سره سره درځم
دا غــرونه او ډاګــونه دې بـــاغــونه د ارم شه
بـلـبل دې یـم وطــنه لـــه نــغـــمــو سره درځم
د زړه په سر مې برېښې لکه ستورو د پېروونو
پـــه تا بــاندې مــــین یـــم لـه پښتو سره درځم
بېـلتون پــردېسي دې یم لــه غېږې نه ایســـتلی
په دې باندې کـــه پړ یم لــه تـوبــو سره درځم
د «خیال»د زړه د هــیلو د ساحل د غاړې ګله
د میـــنې په دریاب کـــې د لامــبو سره درځم