د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سید صابر شاه صابر

د سید صابر شاه صابر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

د ستر لیکوال ارواښاد زرملوال په یادبشپړ شعر ولولئ

د ستر لیکوال ارواښاد زرملوال په یاد

سید صابر شاه صابر

د پښتو د تاریخونو کولمبس وو
خاموشۍ کې د جمود غږ د جرس وو
دتاریخ د ګنجلکو لوی بهیر وو
د پښتو په موجوده حالت زهیر وو
اف په تلو یې د خوشحال درخو شه خواره
آه په مرګ یې تمامي پښتو شوه خواره
... لره بره پښتونخوا پرې ویاړېدله
چې له زړه پرې ژړېدله ما لېدله
څه تور سپور ماتم جوړ کړی دغه کال وو
د (اعظم) نه پس لوی غم د (زرملوال) وو
هلته غم په (جبارخیل) او (فدایي) دی
دلته درد کې یې (صابر) هم سودايي دی