پښتو ادب · شاعران
عبدالظاهر قلموال
د عبدالظاهر قلموال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عبدالظاهر قلموال
چي مي له څنګه سره ورو تېره سوې
ظالمي څنګه په نخرو تېره سوې
تاخو مي ونه کړو خاطر دهيلو
ته وا دمړو تر قبرو تېره سوې
زما دقاتل جلاد په لاس کي چړې
داتلانو پر سرو تېره سوې
څنګه زما دمرګ په نيت چورلکي
دپښتونخوا تر دنګو غرو تېره سوې
مجلسبشپړ شعر ولولئ
مجلس
عبدالظاهر قلموال
ټوله ياران يوگوره
موږ يوله بله سره ښه پېژنو
هودومره
چي
دتن وينه سره نه سپموو
خوشريک حال به يو له بله سره هيڅ نه وايو
خوهغه څومره ښه ويل کړي دي
چي هر
مجلس په امانت سره دى