د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالرشید هاوند

د عبدالرشید هاوند پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

4 خپاره شوي شعرونه

دګوشتې سیمهبشپړ شعر ولولئ

دګوشتې سیمه

عبدالرشید هاوند

دګوشتې سیمه

پسرلۍ ؤغرونه شنه وه مځکي شنې
دغرود پاسه سپینې څپري وي پرتې
دهیبته څخه دنګ سپین غرولاړؤ
توري تیګې یی پرسپین مخ بریښیدې
توښ پورته تلی له قهره وآسمان ته
خښم ګرزیدی پرسیمه د ګوشتې
خبرنه ؤ چه دخروښ سبب به څه وي؟
زموږ پرمځکه ددښمن وي څوپوستې
دا خبر د زلزلي پشاني خپور سو
یوآواز سو ټول ملت اوټولي خولې
زموږخلګ که پخپل منځوکي وران وي
دوی یوموټ سي پرد ښمن کوي حملې
دګوشتي څه په دفاع کي غیرتي سول
ورپه یاد یی کړل دپلارماتي ګونډې
دزمریانوپه غړومبویی میدان پریښود
په یوه شبخون یی ماتي سوي پوستې
چه قاسم ، ابوالقاسم ددی لښکروي
سیخ به لاري ته را واوړي قا فلې
چه ظالم دبوس قوت په زورنشه وي
ای «هاونده» پایښت نه لري نشې
هاوند ۱۳/۲/۱۳۹۲

دمار چ م داتمې پیغامبشپړ شعر ولولئ

دمار چ م داتمې پیغام

عبدالرشید هاوند

ښځه انسانه ده ، حق دانسا ن لری
دنارینه ؤ پشان همداسی ځان لری
دا زموږ لوراو همدا خورده زموږ
داچه زانګو زنګوي سپیڅلې مورده زموږ
داد دمینې سمبول دمحبت آغاز دی
مقام یی ستردي ددې اوستریی نازدی
دامودخیال اوخوبو ښایسته تصویردی
دژوند دبافت دتارو نازک زنځیر دی
د نارینه سره ژوند،چه مسا وی وی د د ی
دحق پرسریی ولی، لویه خواری وی ددی؟
دادقومی بد یو ، لوقربا نی او بد له
دا په لفظی جګړوکی دبد ویلوطعنه
دا دغیرت پرنا مه سخته جزأ و ینی
داپه سنګسارمحکومه سخته سزاوینی
زړو دودوپه قرنو زندانی کړی ده دا
د روا جو زنځیرو ټینګه تړلې د ه دا
که څوک ددی په حق کی خپل ږغ اوچت کړی
با عز ته به ځا ن ، په لوی لاس بی پت کړی
ړا نده په عقل یی نا قص العقله بولي
هم د فساد منبع هم یی کم اصله بولی
دا د څلور د یوا لوعمری قیدی د ه پا ته
دلوی جانې په شانی په پوښکی ځی بازارته
په قربانۍ دخپل ژوندختمي جګړي کړی
ورک د قومی بد یو ورکي دعو ي کړی
صرف په نام دناموس له حقه پاته ده
داسارت دا بها نه اوس ددی خواته ده
نیمۍ بشر، نیمه نړۍ ، جوړه لدی څخه ده
د ټول جهان آ با دی ، نیمۍ له دی څخه ده
حقیره یی مه بولۍ دا ، ډیر عزت منه ده
په حوصله او زغم کی دا ، ډیرقدرمنه ده
د د ی ترپښولا ند ی چه جنت ځای لری
سکون ددی دغیږي نه بل کوم ځای لری
احترام یی خود کړی«هاوند»ډیرصفتونه لری
د نا رینه ؤ په شا ن د ا سی حقو نه لری

کراچی- پاکستان

ځان کتنهبشپړ شعر ولولئ

ځان کتنه

عبدالرشید هاوند

لار دعقل مو بیځا یه احساساتو ورکه کړي د ه
ځان مو هیروی ، دښمن ګټه راڅه وړ ي د ه
چه ملکونه قدم اخلی تغیرمومی وړاندی کیږی
موږ په ګمان د ترقی کی سمه لاره چپه کړي ده

چه نیکونوموانګریز له خپل وطنه د ی شړ لۍ
دا موږ ولي طلایی حلقه و ځانته ا چو لي ده؟
چه جنډ ۍ د شجا عت مو هر ي لور ي ته ر پیږ ي
افسوس داچه فرش دکورمووچه مځکه ګرزیدلي ده

په توندۍ سره چه پورته پردښمن باندی تیشه کړو
سم نښان راڅه خطاسی خپله پښه موپه وهلي ده
دملنګۍکچکول په غاړه ژونداسان راته ښکاریږی
همیشه دغه کاسه په پردۍ پښه نسکوره سوي د ه

دقاضی دسوټک ضرب چه دظالم پرککرۍ و ی
زموږهیوادکی دانصاف ککرۍ چاورماته کړي ده؟
خپله خاوره کی دقوم،ژبی،اودین ګنهکاران یو
ا تفاق زمو ږ پر نفاق وی ،کږ ه لاره مو نیولي ده

که خدمت دخپلو خلګو عبادت د حق تعالی وی
نوبیا ولی دخدای لاره مو په سرو وینو لړلي د ه؟
داسلام په ښو خبرو ټیکه دار را څخه جوړ سی
ورور وژنه کی زموږ شمله پرمځکه را لویدلي ده

بی تدبیره شملورو ز موږ بیړۍ ده غرقه کړ ی
په کوڅوکی دغیرت موبیګانه ؤ لارموندلي ده

د کلونو پوخ مزاج صرف په بیان کله بدلیږ ی ؟
دزاړه نهال میوه بیاپه کوم ځای کی چا خوړلي ده؟

خدمتګاره قیادت چه په سالم سیسټم کی راسی
د ملی ګټو دپاره ، «هاوند» دا چا ره لید لي ده

ناتوانه افکا ربشپړ شعر ولولئ

ناتوانه افکا ر

عبدالرشید هاوند

د خرمستو دنیا ګۍ کي د ښو بد و ضمیر نسته
د بد مستو په نړ ۍ کي بیله میو بل پیر نسته

دنړۍ په شورماشورکی دسکون اواز ورک سوي
د فریاد په لوړاهنګ کی د ږ غو نو تو پیر نسته

د انصاف او عدالت نارو غوږ ونه کاڼه کړي
زموږدخلګو هیلي ورکي با انصافه پیګیر نسته

دازمان عجب تیریږی بی پرواپه پخپل رفتارکی
هم مکان پرمخ روان دۍ له هیچا نه یی ویرنسته

که هر څونه د ظالم د ظلمه وژاړم زارۍ کړ م
زماژړا ده ته دعاشی دخلاصون مواکسیرنسته

چه هیوادموددیبانودجګړو میدان جوړ سوۍ
خپل وطن ابادوی زموږ په اوړوکی خمیرنسته

جنګ دبل سره کوی زما هیواد را خرابه کړی
ددي ډول ډرامی په ټول تاریخ کی نظیرنسته

که زنځیرداسارت موپه تاریخ کی وي مات کړۍ
لا هم بندیان یو لاس او پښو کي زنځیر نسته

دمیږی په ګام قدم کی دسیالۍ به څه مزه وي خلګ ولاړه اسمانوته لا په موږ کی تغیر نسته
د غربت ټکه پر موږ ده له اسمانه را لوید لي ازلي موتندۍ توروی هروخت وایو تقدیرنسته
معنوی دنیاته ګوره دروحونوجنګ جګړی دي ز موږ ملا په خبر نه دۍ چه اثر د تقریر نسته
د اوهامو په تسکین کله ارام راځی «هاونده» دشرارت په دي جهان کی چاویل چه شریرنسته

کراچی