پښتو ادب · شاعران
بریال نایاب
د بریال نایاب پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
7 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
بریال نایاب
ستا د زلفو بندیوان یمه آشنا راځه راځه
له خپل ژوند سره اوس وران یمه آشنا راځه راځه
دلته زړونه لکه وږی ریبل کیږی
لکه وږی اوس خزان یمه آشنا راځه راځه
د راتلو موده دې هیڅ نه رارسیږي
انتظار سره حیران یمه آشنا راځه راځه
د ژوندون لاره اوږده ده نه لنډیږي
په یوازې تیریدو پښیمان یمه آشنا راځه راځه
هره شپه مې زړه نری نری خوږیږي
ستا له درد سره مهمان یمه آشنا راځه راځه
ټوله شپه لکه ماشوم راته ګوڼیږی
ستا غمونو ته خپلوان یمه آشنا راځه راځه
تا پخپله دي ویلی چې له خپلو ګیله کیږی
ټوله شپه ویښ په میدان یمه آشنا راځه راځه
د سپوږمۍ او ستورو مینه مې لیدلې
ستاد مینې په ارمان یمه آشنا راځه راځه
زه نایاب دجنون ستوری شوم اسمان کې
ځکه سر څیرې ګریوان یمه آشنا راځه راځه
اکتوبر-۰۹-۲۰۱۳ شپه ۱۰ بجې
د دیوال سیوریته څیرمهبشپړ شعر ولولئ
د دیوال سیوریته څیرمه
بریال نایاب
د ټوپک سره لګیایم
ډیر کلونه شو چې تانه ګټه اخلم
په تا ورور وژنم ظالمه
خپله خور کړم هلته کونډه
خپله مور کړم دلته بوره
د بچي غم ته یې کینوم
خپل وړوکی ورور یتیم کړم
خپل معصومه خور یتیمه
له خپل کوره ژوند بهر کړم
ستا ظالم ټوپک په لومه
د خپل ورور سینه کړم نښه
ستا ګولۍ سرې پکې خښې
زما بدبخته لاس مات نشو
زما ګولۍ هم سړه نشوه
ماد خپلې مور په اوښکو
هره شپه د ژوند اوبه کړه
زما ټوپک هم ترې موړ نشو
زما د خپل ورور په وژلو
ډیر کلونه داسې تیرشول
د ژوندون بلا وختونه داسې تیرشول
چې ما خپل کور نړولی
خپل وجود مې ربړولی
ما د کونډې ښیرا وړی
د یتیم سوز مې اخیستی
خو دا ټول داستا له لاسه
اې ناځوانه اې زوی مړیه
تاته وایمه ټوپکه
د نړۍ قامونه واړه په آرام دي
ستا له غیږې نه چې لرې په نفرت دي
ستا پرځای یې چې قلم دئ غوره کړی
د ژوندون ریښتینی راز یې پیدا کړی
تنها زه بدبخت در پاتې
لاتر اوسه در سره یم
نن مې هوډ کړی ظالمه
چې تا لرې غورځومه
آرام ژوند به پیلومه
د خپل کشر ورور سرې اوښکې
پخپل لاس ورپاکومه
د وړې ګلالۍ خور مې
بس پوښتنه به کومه
هغه کونډه به هم پوښتم
خپل وجود ټکورومه
زما دمور داتړمې اوښکې
نن له سره وچومه
د یوبل په لور چې ورشو
داسې ژوند آغازومه
چې له ویرې په امان وي
ژوند ته بل رنګ وربخښمه
سپتمبر-۱۱-۲۰۱۳
لیونئبشپړ شعر ولولئ
لیونئ
بریال نایاب
روغ لیونی شوی یم داڅه چل دئ
ژوند نه په تنګ شوی یم دا څه چل دئ
خدایه د جانان په غیږکې خوب غواړم
ژوندنه چې ورک شوی یم داڅه چل دئ
ها راته د نن صبا وعدې کوي
زه یې ملنګ شوی یم داڅه چل دئ
خدای خبر هغه به هم نارامه وي
زه یې لیونی شوی یم داڅه چل دئ
ستوری د آسمان په غیږکې خوب کوي
زې له خپلې غیږې لرې کړی یم داڅه چل دئ
درد دشپې راتلو سره زیاتیږي وای
زه یې له هغه نه بتر کړی یم داڅه چل دئ
مینه د خدای نوم ده دا په جار وایم
مینې دې جانانه ستی کړی یم داڅه چل دئ
بوټی چې اوبه نشی نو وچ شی بیا
مینې دې وچ کړي یم داڅه چل دئ
شپه نایاب په درد کې د یار تیره کړي
درد دې زهیر کړی یم داڅه چل دئ
نایاب
سپتمبر-۰۴-۲۰۱۳
شپه شوه پخه جانانهبشپړ شعر ولولئ
شپه شوه پخه جانانه
بریال نایاب
له چم ګاونډ ځینې زګروی راځي
داسې ښکاریږي مین درد کاږي
د مینې رنځ کاږي رنځور مین
د چاله درده به پټ پټ ژاړي
د کوم مین پر کور به
د چا د هجر شپه
بس میلمنه وی او ددغه میمله
میلمه پالنه به کړي
درنځ ستاینه به کړي
د خپل زخمی زړګی ټکور لټوی
د خپل جانان په تصویر
ځانته سکون ځانته آرام لټوی
که چیرې داسې پوهیدلی مین
چې مینه څه ده او اخر یی څه وی
نوده به کله هم د مین په نظر
هیڅ یو ګل مخی ته کتلی نه وای
چې اوس ځګر وی کاږی
شپه تر سهاره په رڼو تیروی
ښکاری مین د چا له درده ژاړی
د چا دمینې په سوز
ځان سوځوی او ژاړی
د کوم ګل مخی مخ ته
لکه پتنګ ستی کول غواړی
زما همدا ګومان ده
چې کوم مین به خپله مینه
پس له مودو وي په سفر لیږلې
له دغه ښاره لرې
د بل وطن پرلور
ښایې د تلو سره یې مراندې د زړه
خطا شکیدلی :ښکاری
د ژوند د مینی رنګ یې
په رنګ ګډیږی نه
په نیمه شپه کې ګرانه
د دوی څراغ بل وی
په توره چپه شپه کې
یو څوک له درده ډکې
د عشق سندرې وایې
خوږي خوږې سندرې
له الفت ډکې نیمی مړې سندرې
د ژوند انځور کاږي
لږیې تک تور کاږی
دابه ضرور د کوم مین د زړګی
د اسویلو تاثیروی
چې دلته کله کله
زموږ څراغونه مړه شی
یوه سړه سیلۍ را ولږیږی
د مسافرو په کیږدیو یو طوفان راولی
خودا سړه سیلۍ ؟
د یو مین د اسویلی شمال وي
دابه له درده ډک او د زړګی شمال وی
دابه له دره فریادونه کاږی
مینه به ستایی سره آهونه کاږي
نوځکه ګرانې له دې چم ګاونډه
په نیمه شپه دلته ځګروی راځي
08/26/2013
یکشنبه
تاسو ښه پیژنوبشپړ شعر ولولئ
تاسو ښه پیژنو
بریال نایاب
زموږ له ښاره رڼا مه وړئ تاسو ښه پیژنو
مونږ ددې کور خلک یو تاسو میلمانه پیژنو
راوړئ وحشت او دهشت مونږه لره
مونږسوله پال یو دا وحشت او دهشت نه پیژنو
خپل کورکې بله ډيوه غواړۍ زموږ ډیوه مړه کوئ
مونږ ستاسو وروڼه مسلمان یو ترور نه پیژنو
زمونږ پرسر مو له پردیو سره ډېرې معاملی کړیدی
راڅه نوربس کړه خپل حق راکړه خپل حق ښه پیژنو
ته یی د فیل په غوږ کې پروت دنیا بدلون موندلی
نړۍ نن مونږ ته حق راکړی چې حق وپیژنو
ته دې د خپل بچی ښوونځی سمسوروې مونږله اورونه راوړې
دا انسانیت دا اسلامیت که وی همدا مونږه نورنه پیژنو
د نایاب درد دخپل وطن درد ده
زه په جاروایم خپل غدار او اغیار ښه پیژنو
ما په کلدارو پلوری !بشپړ شعر ولولئ
ما په کلدارو پلوری !
بریال نایاب
زما ټول عمر دخپل کور په چوپړ
ثمر یی دا چې اوس مې بل ځای پلوری
وایی بابا چې ته په ښه ولور
باید واده شی داچې هرڅنګه وی
د کورنی ارزښت اوس هسی هم پیسو کې نغښتی
موږ پښتانه یو زلمی نشو کتی
زموږ رواج نده داننګ ده مونږ ته
چې د وواده لپاره
مونږه هلک وګورو
کلی او قام راپورې خاندې او ملنډی وهی
داخو د خدای خوښه چې څنګه به وی
که لیونی وی او که ګوډ او که شل
د خدای رضا ده ستا نصیب به داوی
ته دې د خپل بخت سره
خپله ژړاکوه مونږ څه کوی شو
خو داچې نن سبا پیسې لری
شخصیت هم لری
داسړیتوب نن له پیسو سره ده
دی چې زمونږ ډبل ولور پرې کوی
دا مالومیږی د ابرو او دعزت خاوند ده
نو بیا کتل او پښتل څه معنی وی
ما ورکوی زما ژوندون پلوری
مانه داحق اخلی چې څه ووایم
د ژوند ملګری راته دوی ټاکي
د خپل ولور لپاره ما په هر چا، پلوری
زما دمرګ او ژوندون په اړه
یوه لحظه هم فکر نکوی ، اهمیت نه ورکوی
ماپه کلدارو پلوری
د لوست نالوست موضوع ارزښت نلری
بس چې پیسې لری سړی به وی نو
زما کوژده کې بل څه نه وی
د ولور موضوع وی
زما د ژوند په مرۍ
غدی کړی خښې
زما آواز بندوی
زه پښتنه یم غږ کولای نشم
وایی کم اصله ده آواز یې لوړ شو
خودا انصاف هم راته نښکاری
چې خپل راتلونکی ژوندون
زه د پیسو په بدل وپلورم واده وکړمه
زه هم انسان یم ډیرې، هېلې لرم
د ژوند راتلونکی لرم
اتلس کاله مې دپلار په کور کې
درانه کارونه وکړل ستړې یمه
زما په آند واده آرام وی او سکون لپاره
چې زه هم ناوې شم آرام ووینم
لږڅه سکون وکړمه
د ژوند راتلونکی مې د مینې او الفت په غیږ کې
د خپل خاوند سره هوسا ووینم
د ژوند ملګری مې زه وګورم او ماوګوری
مونږ څه څاروی خونه یو
چې پلورل کیږو بیا راتلونکی لرو
د دوه جوړوو چې هم فکره نه وی
یوبل ونه پیژنی درک ونکړی
نوڅه راتلونکی او څه ژوند به لری
نو زه لدې ویرې نه
غواړم آواز اوچت کړم
چې زما په شان پدې وطن کې ډېرې
چې پلورل کیږی او خرڅلاو روان ده
آواز اوچت کړم او ددې ستر ناورین
مخه کړم ډبه آزادی خپله کړو
لږه شانتې ساه واخلو آرام وکړو
خوزما په څير ډیرې شوی خرڅې
او ماهم پلوري
نظمبشپړ شعر ولولئ
نظم
بریال نایاب
د ګلاب ګل په شان نازک جانانه
زه خودي هره شپه په خوب کى وينم
دګل په پاڼه د نښتر په څوکه
دسپوژمۍ مخ او هم د لمر په رڼا
ته خوزما دخوب تعبير يي آشنا
زما دژوند د رنګ تصوير يي اشنا
ته که له مانه لري والي غواړې
زما له زوند نه جدوالي غواړې
اوهم ددې دنيا
له تنک زوندون نه
دمينې غيږ نه لرې
په يو پردي ماحول کې
هلته دبل په غيږ کې
زما درقيب زما د حريف په غيږکې
نوته دخپل وجدان همدغه پريکړه
يو ځل آينې ته ورته
او پکې هرڅه د ژوندون وګوره
زماد ستړي زړګي
زما د غمجنو سترګو
ته خو دا حال وګوره
ښه ورته زير شه اشنا
لږيي په زور او لږ په زير
په قيل او قال وګوره
نوبيابه خپلې فيصلې ته ګرانې
زه هيله منيم
چې بدلون به ورکړې
او زما مات زړګي ته
لږ څه سکون به ورکړې
خو دا هرڅه به زما دمينې
يو خيالي تصوير وي