پښتو ادب · شاعران
شاه سعود
د شاه سعود پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
غزل ( زړه مې مړ دی )بشپړ شعر ولولئ
غزل ( زړه مې مړ دی )
شاه سعود
زړه مې مړ دی مسیحا شه یوه سا راکړه جانانه
زه به غم د
ځمونږ د کلي بس به کله راځيبشپړ شعر ولولئ
ځمونږ د کلي بس به کله راځي
شاه سعود
ځمونږ د کلي بس به کله راځي
زه به ېې څومره انتظار کوم
ه
پکې به ځاې د ناستې وي او که نه
بېا به پېاده تر کوره لار کومه
مور به مې بېا رانه خفه غوندې وي
زما د سر به ېې
منلي وي څه
زما د خوښې په سبزو کې به ېې
راله په غوښه کې پخ کړي وي څه
څنګه چې ورشمه نو ښکل به مې کړي
بېا به ډوډۍ راسره سمه وخوري
خفګان به داسې را ظاهر کړي راته
لکه د نور کله به کمه وخږري
بېا به زما د برخې ټولې ګيلې
د چا پردۍ ښځې له زوېه وکړي
بېا به لمانځه لپاره نېت وتړي
هره سجده به لږه لوېه وکړي
د مور په دغه ناوېلې
ژبه
زه ښه پوهېږم خو مزه راکوي
د ټولې ستړې او ستومانه اونۍ
دغه یو څو شیبې دمه راکوي
بیا به زما د کټ په لنګه کښیني
د ورځو حال به ورته ووایمه
هره ګیله به یې دانه وانه شي
د ښار احوال به ورته ووایمه
بیا به هم
دیکې زما سترګې ورشي
او چې سبا شي بیا به ښار ته راځم
مور ته به وایم چې وختي به راشم
که خیر وي بیا چې بل
اتوار ته راځم
خو چې اوه ورځې مې تیرې شي نو
دا بل اتوار به مې هم دغسې وي
هم دغه فکر به اخستی یمه
او انتظار
به مې هم دغسې وي
چې دا د کلي بس به کله راځي
زه به یې څومره انتظار کومه
پکې به ځاې د ناستې وي او کنه
بیا به
پیاده تر کوره لار کومه