پښتو ادب · شاعران
سخي سرور مياخېل
د سخي سرور مياخېل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سخي سرور مياخېل
اوښکه وم شبنم په څير د لمر غېړه کې ولويدم
پرخه پر ګلونو د سحر
غيږه کې ولويدم
شين به شم زرغون په شم څه خاوروکې که پريوتم
ګل به دلاله شم د پرهر غيږه کې ولويدم
پيعلې په مې وټومبي کمڅيو کې سم
سور به شم
سور ګلاب په څير د مازديګر غېږه کې ولويدم
مات ومه منګی وم د کلال په لاس جوړ شوی وم
جنګ د پيعلو مينو ؤ ګودر غيږه کې ولويدم
ستا د مخ ښايست ټول کاينات په لړزا راوستل
زه خړ پړ پښتون
وم د خيبر غيږه کې ولويدم
هسې اسمانونو نه راپريوتم يو ستوری وم
پريوتم پر ځمکه د دلبر غيږه کې ولويدم
مينه مينه وايم مياخېل چېرې په هوا کې وم
ټکنده غرمه وه د تور غر غيږه کې ولويدم