پښتو ادب · شاعران
عبدالصبور ساپی
د عبدالصبور ساپی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
6 خپاره شوي شعرونه
دسولې خبرېبشپړ شعر ولولئ
دسولې خبرې
عبدالصبور ساپی
کېږي نن په ژوند سولې د ارمان خبرې
څنګه خــوږېلــږېــږي دجــانــان خبرې
د ژوند پروت برکت دې امن په لمن کې
د ټوپک له خولې وځي بې امان خبرې
ځینې ځینې چې دټوپک غږوي شپېــلــۍ
سازوبازته جوړلوي پنجابیان خبرې
پــردي سـازونوته چې تاوېږي خم وچم
ډالــر پـه مستي نه کړي، د قرآن خبرې
د نوروله غلامي چې شي خلاص عاملان
الماس کوي په ځلا تل دځان خبرې
چې تاوېږي تورو زلفو ترسیورې لاندې
خوند کوي تل تیاروکې د سبحان خبرې
کاش شي جوړه همدا اوس دعشق ښکلې فضا
دمطرب وساقی و د خوبان خبرې
دنیایي نعمات خدای(ج) بنده ته سترآزمونکړ
چې په لټون کړي خوږې د مسلمان خبرې
لکه مار روان نه یو صراتلمستقیم
څنګه کړو روښان هستي اوایمان خبرې
په ټيټ سرئې چې ځولۍ نیولې پردوته
همداکوي په ویاړ معارف سوزان خبرې
جوړه نشوه کډله اوکنډواله مولاتراوس
چې ئې وکړې په کعبه بې درمان خبرې
د خدای غضب دې په داسې ظاهرنما شي
چې ایمان په تله کړي بې ایمان خبرې
عقل شوبدل په توره اوټوپک صبوره
خدایه خيرکړي ته څه شوې دقرآن خبرې
دا اختربشپړ شعر ولولئ
دا اختر
عبدالصبور ساپی
کورپه کور ده خوشالي چې اخترراغلی ده
واړه ځاړه خــوشـال چـې بختور راغلی ده
میندې په تـمـه ناستـې اخــتــرمــبـارکي ته
دسرو وینو سېلاب مسجد لـه در راغـلی ده
دا کومه مسلماني ده زمــوږ پـه مدینه کې؟
پر لمانځه ولاړسوربم ئې پـرسر راغلی ده
بې سزاء خوشال ده دا محال خپلـو کړونته
نمروت په شان خدای له قهربیخبرراغلی ده
پټومقصدوته جنګېږي ځنـې اسـلام په نوم
لوبغاړو جب ته بیا یو څـه ډالـر راغلی ده
څنګه بد نام شو اسلام داسـې مسلمانی کې
یورپ کې بندیز ښځـو په څادر راغلی ده
ملاصیب خـیـرده کــه زه یـم ناخبر له دینه
وایه ته دا فتوا د کـوم پیغــمبـر راغلی ده
خدایه! دې مسلماني نـه مـې تــوبه په داکار
چې اسلام سپینه جــامه کې لنډغرراغلی ده
چې پوهه نه وي ناپوهي نه پورته کېږي دا
جهالت لکه سیلاب زمــوږپه سرراغلی ده
داسلام هغــه ســـترعلـــم وتـمــدن نګورې
چــې جــاهلــو سـائــلو بـې هنر راغلی ده
خدایه تل ساته دجاهلو له انګاره زموږدین
نن په محـراب ممبرموڅه محشرراغلی ده
حــیــران یم صبــوره دځـینــو مسلماني ته
پــه عـمـل لـکـه شیـطـان معتـبرراغلی ده
آزادي څه ده ؟بشپړ شعر ولولئ
آزادي څه ده ؟
عبدالصبور ساپی
دآزادي اواستقلال خبرې
څنګه خوږې دي پښتونوال خبرې
نه ټيټه وي سرچاته دي مغروره
لوړه شمله کړي په میدان خبرې،
چې خپلواکي نه وي ژوندن به څه کی
شین خال پاس په جبین به څه کی
دپادشاهي په تخت ته
دهغه تاج مدیون به څه کی
تل اوسه شاهین د سردرو
وچت پروازکړه په لوړوغرو
نه مړزچې ګدېږي په لاسو،
چې نه غلام آزادي لري
مینه اوسیالي لري
نه مزدورخپلواکي لري
نه په ګلوکې مستي لري
دنوکروچاکربه څه وي آزادي
که ظاهرپادشاه کینولی په ټغرپردي،
منم چې له دښمنه نه لروخلاصون
قرارمونه ونن هم پرون
کله آمو چاپې اچوي
کله اباسین شي سیلابي
کله کنړسین کوي مستي
کله سیند آ غاړه موخوري
داتفاق موږ کې نشته نښانې
دنفاق لرولوړې نشانې،
نه راځي اندېښنه موږته ترسو
لاس مووږدنیولې ده بل ته دپیسو
بیاکَوؤدآزادۍ خبرې
په تشه ملا
داستقلال اوخپلواکۍ خبرې،
خپلواکي څه ده؟
آزادي څه ده؟
دواړوترمنځ دی څومره واټن
یو روح بل ئې دی بدن
بی له روح بدن څه کړې
که لعل یاقوتې وي هم په تن
تش کالبوت مړبدن.
دآزادي اواستقلال خبرې
مکړئ بیادملال خبرې
آزادۍ شوې یوه پلمه
ښونځونه موښېږي لمبه
هېڅوک غم دسبا نلري
خپل تیاروته بَلله رڼا نلري
جاهل دڅه پروانلري
ورانولوته دي ډېر
دآبادي څوک نشته په کعبه،
آزادي څه کړې!
چې واک دې نوي
په جب کې پیسه
په ملا کې ځواک دې نوي
نه عالم نه ډاکترنه انجنیر دې په کور
ټول عامي وجاهل کوي هرخوا شور
داکانونه معدنونه دخدای (ج) دا نعمتونه
تل به وی په گور
یا پردوپه لاس نسکور
اوسه ولاړاهریمن ته لاس په نام !
چې ېې مفلوس وډېرکمزور.
دجهان تجربه وګوره
لږتاریخ نه شه خبردارزړه توره
چابه ګټلی نه وای جهاني جنګ
که نه وای ښوونه اوروځنه ئې ترڅنګ
جوړبه چېرته ټانک ،اټوم اوراکټ وای!
په اول اودوهم جهاني جنګ.
ځکه تل کوي صبوردآزادي اواستقلال خبرې
ترڅنګې پرموږفرض دي
دښونې روځنې علم پوهې دامهال خبرې
دپسرلي ورځېبشپړ شعر ولولئ
دپسرلي ورځې
عبدالصبور ساپی
کله به راشي په وطن دپسرلي ورځې
لکه اخترونوبیا دخوشالي ورځې
پاتې شوي یوژونده ستانه څومره بېنوا
لاموونه پېژندې هستي ستا ژوندي ورځې
کربلاشو هر خوا چيغې وچتې هرځای
جوړې یزیدپه چړو کړې حسیني ورځې
لویه ستونځه دناخوالو ده زموږ همدا
پیدا نکړې قـــام له نفاق وفاقي ورځې
چې راچاڼ ټوله صواتنامه کړې دخوشال خان
سرټکونه وینې د قام بېتفاقي ورځې
ځوانۍ وخت ده هریوځوان ته درانیولو
دورومرجان موندل په سین طلايي ورځې
تېر شول بې قدره دځوانۍ څومره وختونه
په تېرعمر غواړي هربوډا دځواني ورځې
ارمان دڅه کړې چې دژونددې نه لیدانځور
اوس اوبوپر مخ ئې ګوره مجازي ورځې
ویاړو پاتې پلارنیکنه موږته یوه توره
قلم په توره رانوړې چا بري ورځې
له ټول جهانه چې راټول حُسن اونظر کړې
لیدلي چا دي بې مشال رڼائي ورځې
خدای پیداکړی پښتون کومې ګناه سزاء ته
لکه قارون ولــې نه موندي خیالي ورځې
ټول ماشومان تکنالوژۍ سره لوبېږي
پښتون ماشوم دغرکربوړونغري ورځې
له ګاونده چې بېرته پاتې غصه نه یم
غصه راځي پدې ورکړې موږشاهي ورځې
نشته غوږدآورېدونه سترګې دلیدو
څوک نه ويني جهان آئینه کې عیني ورځې
یوورځ به شي خلاص صبوره ټول داغمونونه
که یوسف په کويي راشي کارواني ورځې
چیغهبشپړ شعر ولولئ
چیغه
عبدالصبور ساپی
غواړم وژاړم
وچه شوې مې ژړاده
ګډه په ژوندراته بلاده
ځکه ناکام یوپه ژوند
ولږېد سرمې
جنون سره په جنګ
زړه دهرچا ورته تنګ
چې ټوپک موشوفرهنګ
لاس قلم نه پېژني
مینه دلبرنه پېژني
څوک ځان کم نګڼي
کمکي سرنه پېژني
شوي په شان دابوجهل
زمانی رنګ نه پېژني،
نن قلم تُوره تېره
په جهان کې ئې لمبه
زموږلاس کې چېرته شته
لروځکه ډېرڅه کم ،
سرلرو
سَرَنی موچېرته
ددې عصروزمان
مېړنی موچېرته
پیدا چې شي سر
وهوې سرخپل پرسر
خبرنیو څوک ده
زموږپه سر
چې له بې قلم غواړي
قلم زموږد سر
کوؤبیاموږارمان ورپسې
دوی ګوره خندان راپسې
ځکه دي ناخوالې
چې نشته پر سر سَرَنی موږته
دمینې لیونۍ موږته
لدې سره روان بیاپه مغه لار
توبه نه کړودکردګار
چې خدای مو کړي بیدار
روان په سمه لار
ترڅوشوپوموږ
دښمن له نیرنګ
چي زموږ سره په جنګ
نړېږي به نن وی که سبا
دغه بې ننګ
که قلم موشي فرهنګ،
اِی دکنړ سینه
وچت آوازداباسینه
غږدې رسي چيرته
غوږوترڅنګ
ځکه نشته سَرَنی
دیوې خولې سړی
موږته په نړی،
اِی زموږبخته
وچت شه له ناکامه تخته
کېده چناروپه سر
دنن رنګ زمانوپه سر
چې سیل ته ئې جهان
راشي تماشوپه سر
ویاړي پښتنوپه سر،
چې ګورمه جهانته
ژړاراځي ځانته
دا څه خیرولبشرشول زموږپه څنګ!
دزمان سره په جنګ
خلک په مخ درومي
دوی له ځانه پتنګ ،
چېرته چې بې رنګ وبې قلم ده
دیوات سره په جنګ ده
زموږپه برخه دابدرنګ ده
خلاص موکړې خدایه
له دې غم،
خلک ځان جوړول غواړي
زمان سره
دوی زمان جوړول غواړي
ځان سره
چېرته داسې کارکړی کوم خر
چې شوره کې کرلی دژوندکر
ښاېي په امید ده
نوبل تاج ورته په سرکړي
یاجنت له فیضه ئې مفتخرکړي
چې نه رنګ لري نه بوی
کم ځای به معطرکړي
چې ځان نه پېژني
بیاانسان نه پېژني
نهٔ ژوندپه زمان،
ای دمینې یاره
پرېږده دغه لاره
ځان کره خلاص ددې محنت ته
ورکړه لاس دمحبت ته
یوسرته تاج دعزت ته
ترڅوورک شی زموږ غم،
خیبرکه تاتره ده
دوزیرو که دېره ده
دبولان وچترال وترپامیره
دایوه چیغه خپره ده
اِی د احمدومیرویس بچو
اِی دباچاوصمدخان زمرو
دصبوردزړه ارمان ده
هرچاته ئې بیان ده
خپل پرسریوه رڼا راولئ
زرپګړیونه یوه پګړۍ آشنا راولئ
****
پام ساتهبشپړ شعر ولولئ
پام ساته
عبدالصبور ساپی
په لارســم زه چــې تــرپښــودګـل آزارنشي
ګوږ اوږ تګ عــادت ستا لکه دخــامارنشي
په چَپه لار چې تللي نوم نه نـې نشــان شته
صراتلمستقیم سره به ورک ستــامـزارنشي
چې تاویږې دتوروزلفو په کــجـــوخـــم کې
ځان ساته الوول زلفودرشن تارپـــه تارنشی
اغزي ګل سره یوځای کـردګل کړه هرځای
څوک وایي اغزي کرل به ستادپښوخارنشي
ناوړه اعمال چې مل شـــي درســره پــه لار
فرعون هملاري بــه تېــرنیـــل له ګذارنشي
رېښتينی عمـل رېښتـيــنی نیت سرګنده وی
کمیس کې ورک یوسف به تسل ددیدارنشي
بې خنډه نشــته لارچــې عـمل وي په ګفتار
دفرهاد له عزم بېستون به څنګه ګلذارنشـي
بـې عـمـله ویـنا زړه تـسکیـن نشي هرچاته
له نګین پرېوتی سلــطان به زړونـوهارنشي
پــه هــرنـــومــونشـان چـې کړي جامه بدله
پام ساته د دغو توروسپـییوصبورښکارنشي