د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

خدمتګار مزدورزوی

د خدمتګار مزدورزوی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

2 خپاره شوي شعرونه

خدمتګاربشپړ شعر ولولئ

خدمتګار

خدمتګار مزدورزوی

 

 ژوندون می شته خو په ژوندیوکی شمار نه شومه
 روان دژوند د ستر کاروان په ستره لار نه شومه
 ځان رانه هیر شولو او نورو هم ونه پیژاندم
 دوستي می ونه کړه رقیب نه شوم اغیار نه شومه
 د آسمان لاندی په دی ښکلی ځمکه ګرځمه خو
 بی میوی بوټی شومه سروه او چنار نه شومه
 په خوله جانان جانان کووم خو جانان نه پیژنم
 دبڼ ګلونه بویوم خو زه مالیار نه شومه
 دپلار نیکه په نامه ویاړم خپل تاریخ یی بولم
 خو دنیکه نه شوم دځان نه شوم دپلار نه شومه
 مانه قبرونه دخپل پلار او نیکه دواړه ورک دي
 یوځای کوولوته ددی قبرو تیار نه شومه
 دپښتنو کالي اغوندم او لنګۍ هم تړمه
 پښتون به نه شم دپښتو که خدمتګار نه شومه

د خيبر غږبشپړ شعر ولولئ

د خيبر غږ

خدمتګار مزدورزوی

يو شې خورو او لروبر ورونو
ای د پامير او هندوکش بچيانو
د اباسند او د
امو په منځ کی
د مست هلمند او دکڼر زمريانو
د احمد شاه او غزنوی اولاده
د قندهار د ميرويس خان لمسيانو
د
اکبر خان وزير غيرت را واخلی
د خوشحال خان د لوړو غرو بازانو
د قطغن او بلخ ازبک تاجکو
نورستانيانو هزاره ځوانانو
ای بلوڅی ترکمن ګوجرو ورونو
د صوات بنير وزيرستان مشرانو
د کلی کور د ابادی لپاره
د خوار ولس د سوکلی لپاره
يو شي يووالی سره کور جوړ کړی
دا خپل ازاد وطن سمسور جوړ کړی

کمکی خيبر ننګرهار

١٣٧٩لمريز کال د زمری (اسد) ٢٨ د هيواد د سياسی استقلال د بيرته اخستلو د ٨١ کليزی
وياړ