د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سخی انتظار

د سخی انتظار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

2 خپاره شوي شعرونه

پښتونستان څنګه شو ؟؟بشپړ شعر ولولئ

پښتونستان څنګه شو ؟؟

سخی انتظار

 

 چه جیلخانو کښی وو بندیان هغه مشران څنګه شو؟
 هیڅ نپوهیږم چه محکوم پښتونستان څنګه شو؟
 باغوان ویده دی که احساس او جذبه اوده ده
 ویجاړ کارونه ددی ښکلی ګلستان څنګه شو؟
 ارث او وصیت مودی هیر شوی د نیکونو څله؟
 د ننګ غږونه د ښاغلی خوشحال خان څنګه شو؟
 روښانیان څه شول، مومند او ابدالیان چیری دی؟
 وحدت د کوز او بر تر منځ د لوی افغان څنګه شو؟
 یا تاثیر نشته په وینا کښی یا غوږونه نشته
 حماسی شعر او مضامین د ملنګ جان څنګه شو؟
 راته بیان کړه ((انتظاره)) کم و کیف د ټولو
 چه انتظار یي دخوږ زړګی درمان څنګه شو؟

 

ښه جمالبشپړ شعر ولولئ

ښه جمال

سخی انتظار

 

 په سپین مخ باندی دی مه ږده زیاتی خال
 بی له خاله خدای درکړی ښه جمال
 هیڅ حاجت نشته چه ځان هسی سینګار کړی
 ته لری د زرونو ښکار سره کمال
 انتظاره ته لږ شربت د شونډو ورکړه
 چه په دی امید کښی ګرځی سربدال