پښتو ادب · شاعران
بشیر احمد فیضان
د بشیر احمد فیضان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
بشیر احمد فیضان
ستوري دي او حسن یې تاثیر لري
دا خلک پښتو وایي ضمیر لري
دې انقلابي ژبی ته لږ غوندي
پام په کار دی دا ژبه تقدیر لري
دلته د نفاق یوه انګېزه پرېږدي
وایي ورته دا خوی د کافر لري
ماته د ستومان افغانستان هیله
مه لوله ! پوهېږم چي فقیر لري
خپل خلک یي ستورو ته تشبح کړله
دا فیضان عجب غوندي تعبیر لري .