پښتو ادب · شاعران
حفیظ ملیار
د حفیظ ملیار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
31 خپاره شوي شعرونه
دننګرهار په ویرکېبشپړ شعر ولولئ
دننګرهار په ویرکې
حفیظ ملیار
ننګرهار د ګلو هاره ستا بچیان زخمی زخمی دي
ستا نیالګي زخمي زخمي دي ستا ګلان زخمي زخمي دي
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
شازلمیان په وینو رنګ ول لمبیدل په خپلو وینو
هره خوا سلګۍ سلګۍ وی شټیدل په خپلو وینو
نارنج مړاوی نرګس مړاوی بلبلان زخمي زخمي دی
ننګرهار دګلو هاره ستا بچیان زخمي زخمي دي
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
ځوانیمرګې جنازې وی هرې خواته وړل کیدلې
زمونږ ورونه زمونږ خویندی په هر لور به ژړیدلې
ځوان اوزوړ دپاته نشو ستاکوچنیان زخمي زخمي دی
ننګرهار دګلوهاره ستا بچیان زخمي زخمي دي
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
بدخشانه تر بولانه له کنړ تر کندهاره
ستابه کوم شهید وژاړم زماګرانه ننګرهاره
پکتیا زخمي زخمي ده هلمندیان زخمي زخمي دي
ننګرهار دګلو هاره ستابچیان زخمي زخمي دي
،،،،،،،،،،،،،،،،،،
په مظلومو افغانانو ادیری دی چې ډکیږی
ای افسوز دپردو جګ دی چې په مونږه تپل کیږي
مینه مړه ده عشق مړ دی عاشقان زخمي زخمي دی
ننګرهار دګلوهاره ستا بچیان زخمي زخمي دي
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
ای حفیظ ملیاره څه شول دادسولې پیغامونه
لا ترسو به خاوری کیږي ستا خواږه خواږه یادونه
شمعې مړې دي ډیوې مړې دي پتنګان زخمي زخمي دي
ننګرهار دګلو هاره ستابچیان زخمي زخمي دي
د افغانانو نصیببشپړ شعر ولولئ
د افغانانو نصیب
حفیظ ملیار
دراکټونوباران
هر خوا د اور لمبې
ځمکه لمبه
اسمان له تور دوده ډک
ګلاب ګلاب وطن مو
د ټوپکمار او د اغیار له لاسه
په کربلا بدل شوه
ځوانان مو وینو کې رنګ
کورونه وران او ویجاړ
میندی مو بوری شولې
پیغلي سرتوره شولی
ماشومان وچې شونډې
دیتیمانو سلګۍ
د مظلومانو ازار
دکڼډو رڼډو پریاد
دشهیدانو ارمان
ځمکه اسمان ژړوی
مکتب مو هم سوځیږي
ډیر له تعلیمه محروم
ګلبڼ زخمي زخمي دی
ګلان مو مړاوي مړاوي
بلبلان ټول مرور
په زړونو چاودی چاودی
شعر او غزل نه لري
دخپل په عشق کې ناکام
د غم سندرې وایی
مدام ماتم یادوي
پیغلې ګدر نه لري
پیغلې ټپې نه وایی
په خپلو نرمو ګوتو
جونې چمبې نه وهي
خلک داوښکو ملغلرونه تسبیح جوړوي
په څیرې څیرې ګریوان
خلک اهاړ یادوي
دشتې مو شاړې ښکاري
غاټول زخمي زړګي کې
تور تور داغونه لري
شپونکی شپیلۍ نه وهي
کاشکې الفت اومحبت ژوندی شي
کاشکې انصاف او صداقت ژوندی شي
کاشکې دسولې شمعې
یو ځلي بلې شي بیا
یوو بې ډیوې پتنګان
خاورې ایرې پتنګان
میکده ړنګه بنګه
خلک خمار خمار
دیو ساقې په طمع
په انتظار ولاړ
دلته عاشق نه مني
مینان خوار او زار
ډیر بی وطنه مهاجره ګرځې
شوو بې وطنه بې کفنه خلک
لکه زخمې اوبې وزره مرغۍ
یو سرګردانه ژوند دی
دافغانانو نصیب
د افغانان نصیب
25/11/2014
ارمانونه لرمبشپړ شعر ولولئ
ارمانونه لرم
حفیظ ملیار
د شاعر زړه یمه داغونه لرم
پټ په ځیګر کې خپل دردونه لرم
په خپلو وینو وینځل کیږمه زه
افغانستان یمه زخمونه لرم
ګل او بلبل مې تنده ماته نکړه
له شهیدانو ډک قبرونه لرم
په وچو شونډو کې مسکانه وینم
هره خوا څیری ګریوانونه لرم
کوم جادوګر مونږه نظره کړلو
د محبت پر ځای جنګونه لرم
زما د حسن شاعری ونشوه
حفیظ ملیاره ارمانونه لرم
زخمي افغانبشپړ شعر ولولئ
زخمي افغان
حفیظ ملیار
قوم اوبچي مې قتلوی وایی چي ولې ژاړې
زړه مې قلم قلم ریبې وایی چې ولې ژاړې
زخمي افغان یم ماخو ستارحم لیدلی ندی
ماله اټکه بیلوی وایی چې ولی ژاړی
کلی مو وران میندی مو بورې ځوانان خاوری ایرې
ما په هجران مجبوروی وايي چې ولې ژاړې
زه چې پښتون یم غیرتي یم ګنهګار خو نه یم
په چلوول مې ختموی وایی چې ولې ژاړې
زه چې میرویس که احمد خان یاخوشالخان یادوم
ته مې له شانښه کوی وایی چې ولې ژاړې
افسوز افسوز چې زما ملا راته خپل ورور ماتوي
حفیظ ملیار پری ځوروی وایی چې ولې ژاړې
زخمي بدنبشپړ شعر ولولئ
زخمي بدن
حفیظ ملیار
چایی زړګی چایی ځیګر ټوټې کړ
چایی وزر چاورته سر ټوټې کړ
ګلاب ګلاب زخمي بدن یی ګورۍ
چاترینه لر چا ترینه بر ټوټې کړ
ورته به هروخت سپیلني دودیدل
دا جادو ګرو یی نظر ټوټې کړ
لا د بی رحمو پرې زړه نه یخیږي
چایی نښتر چا ترینه غر ټوټې کړ
حفیظ ملیاره ظلم نده څه ده
چئ له امو نه یی خیبر ټوټې کړ
رژیدلي سره ګلونهبشپړ شعر ولولئ
رژیدلي سره ګلونه
حفیظ ملیار
د زړ ګي واړه زخمونه مې شمیرلي
خپل غمجن غمجن یادونه مې شمیرلي
ته ویده وی تر سهاره درته ناس توم
ستا د مخ واړه خالونه مې شمیرلي
د امید ګلبڼ مې ټول له اغزو ډک دی
رژیدلي سره ګلونه مې شمیرلي
زما اوښکې ملغلرې پر مخ تللي
د ګریوان څیری تارونه مې شمیرلي
د ارمان کلي ته ځم ستړی ستومان یم ...
ځوانیمرګه قدمونه مې شمیرلي
له حفیظ ملیار نه خوب له سترګو تللی
انتظار کې سحرونه مې شمیرلي
افغان یمه زهبشپړ شعر ولولئ
افغان یمه زه
حفیظ ملیار
د حماسو د سنګر ځوان یم افغان یمه زه
ملی سرباز یم قهرمان یم افغان یمه زه
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
دا خپل وطن مې دی ګټلی د سر په وینو
ملي بیرغ مې لوړ ساتلی دسر په وینو
دغیرتونو لوی طوفان یم افغان یمه زه
ملي سرباز یم قهرمان یم افغان یمه زه
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
دلته ده ځاله دزمریانو زمریان اوسیږي
د ننګیالیو شازلمیانو زمریان اوسیږي
ګوری اتل د هرمیدان یم افغان یمه زه
ملي سرباز یم قهرمان یم افغان یمه زه
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
که هزاره پښتون ازبک دی دټولو کور دی
او که بلوچ ترکمن تاجک دی دټولوکور دی
زه یووجودیمه یو ځان یم افغان یمه زه
ملي سرباز یم قهرمان یم افغان یمه زه
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
د دې وطن اصیل بچیان دي حفیظ ملیاره
د لوړو لوړوغرو بازان دي حفیظ ملیاره
سر مې شه ځار ترینه قربان یم افغان یمه زه
ملي سرباز یم قهرمان یم افغان یمه زه
مهاجربشپړ شعر ولولئ
مهاجر
حفیظ ملیار
خوږ وطن سپرلی سپرلی درنه شی پاتې
لکه مور او یا زړګي درنه شي پاتې
ستا به څنګه نه یادیږي راته وا یه
چې حجرې سیتار منګی درنه شي پاتې
په ولله ماشوم زړګي دې په سلګو شي
که د خپل اویا پردی درنه شي پاتې
کلیوال او خپل همزولي تل یادیږي
د خپل پلار پوله پټی درنه ښي پاتې
د بام خوب داوړي شپه د ستورو لاندې
یخ شمال نری نری در نه شي پاتې
د حفیظ ملیار غزلې پسی ژاړي
د ګدر دنګ چنارګی درنه شي پاتې
نوی کالبشپړ شعر ولولئ
نوی کال
حفیظ ملیار
نوی کال نوی ژوندون
نوی خیال نوی مضمون
چې شو واړه مینه مینه
هر لیلا ته خپل مجنون
جوړ باران د محبت شې
شي ظالم دښمن زبون
نورې او ښکې تویی نشي
داسې نه لکه پرون
په دنیا د بشریت کې
وي د سولې کلک تړون
بی وطنه مهاجر مو
خپل وطن ته شي راستون
ای حفیظ ملیاره کاشکې
جنګ نه خلاص شي هر پښتون
انسان ښکلی دیبشپړ شعر ولولئ
انسان ښکلی دی
حفیظ ملیار
مینه منم وفا منم ماته انسان ښکلی دی
دانسانیت لباس کې والله چې جهان ښکلی دی
زه د بشر د ژوندن حق ته احترام لرمه
دورورولۍ او محبت داشین اسمان ښکلی دی
دمرګ اوژوبلې اوازمړوای صداقت وای هر خوا
په دا لڼډعمرکې د ژوندکول ارمان ښکلی دی
کاشکې چې جوړه شي په سوله کې دمینې دنیا
هرې لیلاته خواکې ناست دزړه جانان ښکلی دی
که دا نړۍ ګلاب ګلاب سپرلی سپرلی شي چیرته
حفیظ ملیار ته خودا خپل افغانستان ښکلی دی