د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عمر بورا زماني

د عمر بورا زماني پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

4 خپاره شوي شعرونه

سترګېبشپړ شعر ولولئ

سترګې

عمر بورا زماني

سترګې
 نه کوي جعفا سترګې
 مینه کې رښتیا سترګې

ستا سترګې زما سترګې
 ډکې له حیا سترګې

ګورو چې یو بل ته پرې
 ښکلی د ښکلا سترګې

په مینه چې غړېږي تل
 شوې زمونږ رڼا سترګې

زړونو کې چې لار کوي
 دا وي د وفا سترګې

کله بد کاته کوي
 سترګې د اشنا سترګې

سترګو کې دوا کوي
 سترګې مسیحا سترګې

سترګو کې مسکا کوي
 ستا سترګې شفا سترګې

پړق کوپ برښنا کوي
 حسینې او ځلا سترګې

ډېرې جادوګرې دي
 سپینې ستا صفا سترګې

سترګو کې جنګونه شو
 ما تې شوي د چا سترګې

باز لکه نظر لري
 ښکار کړي د بورا سترګې

 

 

سفربشپړ شعر ولولئ

سفر

عمر بورا زماني

سفر

لکه پاڼه د خزان یم

په سفر باندې روان یم

 

له شمال  سره پرواز کړم

د یو نوي ژوند اغاز کړم

 

له دنیا نه تش لاس لاړم

خپل عمل ته  روسته ژاړم

 

یا راتاو رانه ماران دي

یاخو هورې او غلمان دي

 

په عذاب کې دی برزخ یم

یا په اور کې د دوزخ یم

 

چار چاپیره سره ګلونه

یا لمبې دي سره اورونه

 

مست محفل کې د خوبانو

خمار اخلم له  لبانو

 

 

وږی تږی چې سوزېږم

نه په وېر ژړا خلاصېږم

 

لکه غرونه دا لمبې دي

چار چاپېره ترې پېرې دي

 

وحشتونه تورتمونه

د زقوم تریخ خوراکونه

 

عذابونه دې بدلېږي

نه کمېږي نه ختمېږي

 

غټ ماران لکه اوښونه

تیز او غټ غټ یې غاښونه

 

په خوړوکې یې دردونه

څلویښت کاله یې عذابونه

 

لکه   قچره لوی لړم

نشته د زهرو د دې دم

 

په هر ټک کې یې  دې زهرونه

څلویښت کاله یې  عذابونه

ولږه تنده دې زیاتېږي

خواړه تریخ دې نه تېرېږي

 

تېر وخت کله راستنېږي

اوس توبه کله قبلېږي

 

بې صبري کې مو تاوان کړو

اوس  ناکام مو امتحان کړو

 

مو نږ ه ظلم په خپل ځان کړو

چې ملګری مو شیطان کړو

 

بس خلاصون په خپل عمل دی

بورا ژوند سره مرګ مل دی

خيـــــالبشپړ شعر ولولئ

خيـــــال

عمر بورا زماني

خيـــــال
 د دې تورو شپو تيارو كې
 شوه سپوږمۍ په پلوشو كې
 زلفې پورته كړې له مخه
 لمر راوخته په شپو كې
ښكلې سترګوته مې راغله
چې وي نور په تجلو كې
بيا موسكۍ شوه غلې،غلې
شوه چې ماته په ليدو كې
ما يو سوال ورڅخه وكړ
شته طلسم ستا كتو كې
څنګه تاته په كتو شم
څنګ دې ښكيل كړم افسانو كې
څنګ دې رنګ كړم په رنګونو
څنګ دې جوړ كړم په لفظوكې
يا به ځان يو انځورګر كړم
تا به جوړ كړم په خيالو كې
يا به ځان يو ښه شاعر كړم
تاانځور كړم په شعرو كې
څه خو خيال څه حقيقت يې
چې دې ليكم په نظمو كې
يو احساس د تخيل يې
چې دې ليكم په دې شپو كې
ته په خيال كې (( بورا )) ښه يې

اشنا ستايه غزلو كې

لوی افغانستانبشپړ شعر ولولئ

لوی افغانستان

عمر بورا زماني

لوی افغانستان

راځي چې لوی افعانستان شوسره

په لر او بر کې یو افغان شوه سره

 

د احمد شه بابا راپاتې وطن

یوځل چې بیا یې وکداران شو سره

 

د خپل وطن د ابادۍ په خاطر

راشیً د صلې لوی کارون شوسره

 

فخرې افغان ارمان په ګور پوره کړو

د خپلې خاورې وارثان شوسره

 

په علم پوه لوی کارونه کېږي

راځې په دغه لار راوان شو سره

 

د بورا خوب به بیا تعبیر پیدا کړي

که بیا یو ځای په دې جهان شوسره