د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

شېرالرحمان بېتاب

د شېرالرحمان بېتاب پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

غزل / شېرالرحمان بېتاببشپړ شعر ولولئ

غزل / شېرالرحمان بېتاب

شېرالرحمان بېتاب

غزل

شېرالرحمان بېتاب

شکر ماتم خو يې له مرګه پس پر ما وکړو
چې ساه مې ووته قاتل بريد په ژاړه وکړو

نور مې د ژوند په دې خونخوار ښار کې څه نه کړي
د يو ظالم مخکې اقرار مې په رښتيا وکړو

ما چې تورتم کې خپل بې وسه شان څراغ روښان کړو
بغاوت څنګه په سپيڅلي نوم هوا وکړو

دومره د فکر له زندانه تښتېدلى ومه
ما انتها کې سوچ په خپلې ابتدا وکړو