پښتو ادب · شاعران
ذبيح الله شاکر
د ذبيح الله شاکر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزل / ذبيح الله شاکربشپړ شعر ولولئ
غزل / ذبيح الله شاکر
ذبيح الله شاکر
غزل
ذبيح الله شاکر
زه يم پرخه ته ګلاب يې
زه پياله يم ته شراب يې
زه سندره يم د مينې
ته نغمه يې ته رباب يې
زه يم څاڅکی ستا د اوښکو
ته څپه څپه درياب يې
خامخا در نژدې کيږم
که ګنا ه يې که ثواب يې
هره پاڼه به دې لولم
د غني بابا کتاب يې
ته چې نه يې زه سوال يم
ته چې راشې ته ځواب يې
دا يو ته يې ای شاکره!
چې په زړه باندې کباب يې