پښتو ادب · شاعران
شېرحسن کمالزی
د شېرحسن کمالزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
غزل -- شېرحسن کمالزیبشپړ شعر ولولئ
غزل -- شېرحسن کمالزی
شېرحسن کمالزی
غزل
شېرحسن کمالزی
داسې نه ده چې هرچا ته پاتې کيږي
دا دنيا به يو الله ته پاتې کيږي
واړه کلي په دروغو وي وران کړي
چې خبره څو رښتيا ته پاتې کيږي
د غيرت تمه له هغو خلکو مه کړئ
چې د ننګ ميدان کې شاته پاتې کيږي
چې حالات داسې ترينګلي غوندې ښکاري
دا وطن به بيا ملاته پاتې کيږي
د يار دوه سترګې کشمير مخ يې کابل دى
اننګي يې پښتونخوا ته پاتې کيږي
د سپين ږيرو علامې راباندې راغلې
د نن کار رانه سبا ته پاتې کيږي
چې ښايست به دې له څه سره تشبه کړم
ګلابونه دې ښکلا ته پاتې کيږي
دا خو سر ماښام لاړو کمالزيه!
تا خو وېلې چې بېګا ته پاتې کيږي
د شېرحسن کمالزي نوی ښايسته غزلبشپړ شعر ولولئ
د شېرحسن کمالزي نوی ښايسته غزل
شېرحسن کمالزی
غزل
شېرحسن کمالزی
يوځل موړمې په مرګ نشو بيامې وژني
ښه پوهېږمه چې نن سبا مې وژني
باور وکړه ياره ستا ښکلا مې وژني
په دې پوه يمه چې خامخا مې وژني
خبر نه يم چې په څه ګنا مې وژني
اوس رښتيا شوه په رښتيا رښتيا مې وژني
چې مې دوست و هم مې يار و هم ملګری
خلکه راشئ همغه اشنا مې وژني
ځه ريباره ورته ډېر نصحت وکړه
که همداسې خوی کوي په چا مې وژني
بس همدومره مې ګناه ده چې پښتون يم
يا شړي مې له وطنه يا مې وژني
غم چې هغه شپه مړ نه کړم کمالزيه
اوس نو ته ووايه څه بلا مې وژني