پښتو ادب · شاعران
فريدالله حسن زی خوست
د فريدالله حسن زی خوست پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
غزل - فريدالله حسن زی خوستبشپړ شعر ولولئ
غزل - فريدالله حسن زی خوست
فريدالله حسن زی خوست
غزل
ګرانه به شي هلته که تر کوره پورې ورسي
داد عشق کيسه مې که تر موره پورې ورسي
څنګه به بيا سترګې غړو خپلو پرديو کې
مينه مو اشنا که تر پيغوره پورې ورسي
زه هر څه ته ناست يم وايه ته څنګه يې ګران ا شنا
کله که خبره مو تر زوره پورې ورسي
پيغله پښتنه چې په تورخم کې ټپه ووايي
شور د مخبت يې تر لاهوره پورې ورسي
کله د فريد ته هم ونه ويل چې جارد شم
دغه يو ارمان به مې تر ګوره پورې ورسي
فريدالله حسن زی خوست
غزل فريدالله حسن زی خوستبشپړ شعر ولولئ
غزل فريدالله حسن زی خوست
فريدالله حسن زی خوست
غزل
فريدالله حسن زی خوست
ودې کړې دوکې په ژبه ګونګه شې
څه دې شوې وعدې په ژبه ګونګه شې
بيا به کفارې ونيسو معاف به شو
ماتې کړه روژې په ژبه ګونګه شې
شولو دې ځواب دې ژبې سر باندې
زده دې کړې قيصې په ژبه ګونګه شې
ځان درته بد نه ښکاري,چې بد وايې؟
پيغلې پښتنې په ژبه ګونګه شې
حير دی که ناوخت شو فريد رابه شي
ولې کړې ښيرې په ژبه ګونګه شې