پښتو ادب · شاعران
تواب ترابي
د تواب ترابي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
4 خپاره شوي شعرونه
غزل-تواب ترابيبشپړ شعر ولولئ
غزل-تواب ترابي
تواب ترابي
غزل
تواب ترابي
ځــان رانــه ســاتـي دومـره دلـبـر لـرى
څومره چې دَ زمکې نه دے نمر لرى
ستـا سـو دَ کــور ور مې لـرى ؤلېـدو
پــرېښــودلـــو ما هــم دَ کــور ور لــرى
مـا ورتـــه کتــل دومــره غصـۀ شـولـــه
ښــۀ ده چــې ئـې خــوا نــه ؤ کـمــر لـرى
بـې لـمـا او تـا هېڅ څــوک خـبـر نـۀ وو
ورسـېــــــدو څنـګـــــه دا خـبـــــر لـــــرى
ستا پۀ شان مې څوک پۀ زړګي ښۀ لږي
ورســـي کـــۀ ډېـــــر زمـــــا نــــظـــــر لــــرى
داسې ښکارې ته وے بس دے ځمه خو
مـۀ وايــــه دَ تـــلـــــــو لا دے سحـــر لـــرى
دومــره انتظار بـه تــــواب څنګــــه کـــړي
يـــاره ستـــا وعـــــده خــو مـازيګـــر لـــرى
دَ مور مينهبشپړ شعر ولولئ
دَ مور مينه
تواب ترابي
مـرګ دَ مـرګ نصيب شـه دا ئې څـۀ ؤکــړل
مـيـنــــه بــــه دَ مــــور اوس چـــرتـــه ګــورمــه
زۀ ورته لـه هـر څــــۀ هـــر څــــۀ ګـــران وومـــه
شـپــــه ورځ خــدمـتــــونـــه ئـې زمـــا کـــــړي
څومره فاصلې کـــه مېنـځ کښې رامــو شي
څنګـه خپلـــه مـــور بــه مــانـــه هـېــره کــړي
کلـــــه چـې سـېـــزنـــۍ کښـې ئـې تــړلــم بـــه
څــــو ځلــــه کتـلـــــه او سپـــــړدلـــــه بـــه ئــې
سوچ بــه ئې کـــولـــو دا چـې خـــوږ نــــۀ شي
چـرتــــه کښـې پـــه دې بـــانــــدې بچـے زمـــا
سترګې پـــه ژړا چـې بـــه مـې ســـرې شولـې
زر بــــه پــــه رانجــــو ئې رالــه تـــورې کـــړې
جوخـت بــــه ئـې سينــې پـــــورې نېـولے ووم
زۀ وومــــــــه آرام دَ خپــلې مــــــــــور دَ زړۀ
ډېر زيات شڼشڼي ، جامې ، پېزار ،ټـوپـۍ
کله چې بـــه هــــم پــــلار مـــالــــه راوړل نــــو
مــــور بــه مـې وې نــه ، زمــا بچـي لـــه بـــــه
دا راوړې او دا او هــــــم بـــــه دا راوړې
کلـــــه چـــې بـــــه هـــــم زۀ پــــه ژړا شـــومـــــه
زړۀ بــــــــــه دردولـــــــــو ورلــــــــــه دې ژړا
زر بـــه ئې ځــانـګـــــو کښـې واچـــــولــمـــــــه
لاس په ځانګــولــــو بــــه ئـې ستــــړے شــــو
کلـــه چې خپـــــاړې مـــا شـــروع کــــړې نــــو
مــور لــــه خـــوشحـالـي مـې دَدُنيـــا وه دا
کلـــــه چــې اولــــــه قــــــــدم واخسـت مـــــــا
ډېـــر خـــواږه کـکــــوړي ئـې پـخـکــــــړي وو
کلــــه چـــې ډوډۍ تـــــه ما نــــانــــۍ ؤوې
دغه شان پـے پـے بــــه مـې جــــامـــو تـــــه وې
مور بـه مـې خـوشحـالـــه شــوه وئيـل بـه ئې
څــــــــۀ ښکلـي خـبـــــرې مــې بـچــے کـــــــوي
آه ! زما دَ خُــلــــې چـــې بــــه ئـې واورېــــــدو
کلک بـه ئـې پــه غـېـــــږه کښې زۀ اونـيــــؤم
ښکل بـه ئې کړم ويـل بـه ئـې شـه چـپ بچے
اوس به درله خپل بــــابـــا مــامــــۍ راوړي
کلـــــه چـــې بــــــه زۀ لــــــه کــــــوره ؤوتــــم
مـــــــا پســـې بـــــه ډېـــــره نـــاقـــــــلاره وه
شـل منختــــې زړۀ کښــې بـــــه منـــلــې ئــې
لاس پــــــه دُعـــــا رب تـــــه بــــــه ولاړه وه
سکول تـه ئې لـېــــږلـــــم راتــــه وې بـــــه ئــې
اووايــــه سبـــــق دا دې آرمـــــــان زمــــــــــا
دومره غټ ســـړے شــــه درنــــه جــــوړ بچے
راشې پـــــه دُنـيـــــا کښـې چـې پکار دَ چـــــا
سکول نه چې کالج تـــه شـوم او تلـم بــه نـــو
چالــه خېـــراتــي پېســـې بــــه ور ئې کـــــړې
” ډېر رش وي په ګاډو کښې“ وئيل بـــه ئې
ربــــه ! زوے مـې کـور تــه روغ راولې
کلـــــه چــې کالـــج نـــــه بـــــه زۀ راغــــلـمـــــه
ماتـه نــظــــر پــــاڼـــــه بــــه لـــوګــے ئې کـــــړه
دا غم بـــــه دَ مــــور ســـــره مـې هــــــــر وخـت
چــــا بـــــه مـــــې بچـے نـظــــــره کـــــــړے وي
اوس چې مـــا تـــــواب تعليـــم پــوره کــړلـــو
وخــت دَ خـــدمتـــونـــــو زمـــا راغلــــو نــــــو
ډېــر خفــه يـــــم مــــا ئـې خــــدمـت ؤنـکــــړو
مــــــــور مـې دَ دُنـيــــا نـــــه آرمـــــانـــي لاړه
مــــرګ دَ مــرګ نصيب شه دا ئې څۀ ؤکـړل
مينــــه بــــه دَ مــــور اوس چـــرتــــه ګـورمــــه
زړۀ سوانديبشپړ شعر ولولئ
زړۀ سواندي
تواب ترابي
زړۀ سواندي
پۀ لار روان ووم
ګڼه مې ؤلېدله
زۀ ښپۀ نېولے شومه
زړۀ مې يو ترک ؤخوړو
هم ئې درزا دَ حد نۀ زياته شوله
ما ؤوې يا الله !
تۀ خېر راپېښ کړې
هسې نۀ بيا چا دلته
څۀ دهماکه وي کړي
دَ بېګناؤ خلقو
غوښې جوړ بيا پۀ ونو
کښې بانډه شوي ښکاري
يا ئې پۀ وينو بيا شول
ټول دېوالونه رنګ بنګ
بيا شول دَ ډېرو دَ سر سوري فنا
هم شول واړه يتيمان
دَ چا دَ زړونو ټوکړې
پۀ کښې ټوکړې ټوکړې شول
ډېرو ته اوس به دلته
دَ خپل وجود دَ حصې
حصه مېلاؤ شي کۀ نه
خو
ورنزدے چې شومه
او ؤمې کتل
پاس دَ بجلۍ ستنه کښې
يوه کوتره چرته
وه بانډه شوي
او پړېده ډېر وخت نه
ډېر پښتانۀ ولاړ وو
دنګه وه ډېره دَ بجلۍ دا ستنه
نۀ ورته پاټکي وو
نۀ څۀ بله لار وه
چا درمپايۀ وه ايښودلي ورته
چا سره لاسو کښې وې لښتې اوږدې
خو بيا هم نۀ شو رسېدے ورته څوک
يو وې چې کرېن به ورله راولو نو
بل وې چې بې پېسو نۀ رابه نۀ شي
دريَم اواز ؤکړو
راټولې به کړو
دغه شان لږ ساعت پس
ئې ورله کرېن راؤغوښت
دغه کوتره کړه ازاده خلقو
زما دَ خُلې نۀ چغه ؤوتله
شکر دے ربه چې لا اوس هم شته دے
داسې زړۀ سواندي پښتانۀ دلته کښې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
تواب ترابي
لــکـــــه وي شـــمــــــع دَ رڼــــــــا دَ پـــــــاره
داســــې ئــــې تـــــه زمـــــادَســـــا دَپـــــاره
مـنـنــه ستــا چــې زمــونــږ قـــدر کـــوې
زړۀ کښـې څـوک قـدرلـري چـــــادَپــــاره
څـلـــه تپـــوس کـــوې دَ تـېــر وختــونـــو
ځـــائــې بـــۀ کــتــــو مــــې دَ ژړا دَ پــــــاره
منـمـــه تــــا قـسـمـې کــــړې يـــــم
خــــــو لــــــږ دروغ وايـــــم دَ رشــتـيــــا دَ پــــــاره
ظلمونـه ئې ؤکـړل خـوائـې يخـه نشوه
نــــورهـــم څــــۀ ګــــوري دَ ســزا دَ پـــــاره
عقل تنـدک ســره چــې مــخ شــو ښــه ده
خيـال بـۀ کــوؤمـــه نــــور دَ بـيــا دَپـــــاره
عـمـــر دې تــېـــر دَ بـدنــتــئ ســـره کـــړو
لــږ خـــو ســاتـــه څـــوک دَ دُعـــا دَپـــــاره
ته ئې چې دومره ننګ پرې نکړې ګني
تواب خـو هر څـۀ پرېږدي ستـا دَ پـــاره
٭٭٭٭٭٭٭
٢٠٠١_٨_١٨__ الرياض