پښتو ادب · شاعران
حميد احساس
د حميد احساس پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
5 خپاره شوي شعرونه
د غم ورځ ادبي ټوټه ::: حميد احساسبشپړ شعر ولولئ
د غم ورځ ادبي ټوټه ::: حميد احساس
حميد احساس
د غم ورځ
د مينانو نړۍ والی ورځي ته لا يو څو ورځې پاتې وی، چې هغې راته په خبرو خبرو کې دا خبره په غوږو راتیره کړه چې یو څو ورځې وروسته یوه داسی ورځ را راوانه دی چې هر مین به خپلې مینی ته د سوغات په توګه یو څه ورکوی، او ورسره ورسره یې د دې ورځې د لمانځلو مکمله تشریح هم راته وکړه، او بیا یې دا هم ورسره زیاته کړه ، چې ګوره دا ځلی مې چې بیا د تیر کال په څیر هیره نه کړې، دا ځلی به ضرور یو څه راته ډالۍ کوی، چې زما د زړه د تسلیت یوه برخه وګرځې .
که څه هم زه د دې ورځې په لمانځلو خو لا څه ، چې ورنه خبر هم نه وم، او بیا دا خبره راته ډیره جالبه ښکاره شوه، چې هغه د تیر کال راهسی مینه راسره لري، ا و زه ورنه ناخبره وم، او بیا یې په سترګو هم نه پوهیږم، نو په دی وخت کې ډیر وزوریدم ، اوله ځانه سره مې فکر وکړو چې دا زه څومره بې پروا انسان یم، چې د یو چا په سترګو کې مینه چې له ما سره یې لري، څنګه نه شمه درک کولې،پس له هغې مې دا خپل احساس راویښ کړو، او د دې ورځې د لمانځلو له پاره مې تیارۍ ونیو.
هغه ورځ چې د فبرورې له څوارلسمې نیټې سره یې سمون خوړو، یوه د سرو ګلونو ډکه ګلدسته مې ورته راونیوه، او د هغې د کور په لورې ورهی شوم، خو لا نیمې لاره به مې لنډه کړې نه وی، چې موبیل ته مې زنګ راغلو ، چې څرنګه مې د موبیل تڼې کیمنډله ، نو وار له واره یې په ډیر تت او ژړاغونې اواز راته وویل چې هغې د یوې ترافیکې پیښی له کبله همدا اوس خپله ساه په روغتون کې ورکړه ، او له دی دینا سره یې د تل لپاره مخه ښه وکړه .
حميد احساس
يوازې ادبې ټوټه // حمید احساسبشپړ شعر ولولئ
يوازې ادبې ټوټه // حمید احساس
حميد احساس
يوازې
هغه ورځ غوښتل مې چې ښار ته لاړ شم، زه هم د خپل پلان په مطابق د ښار پر لور ورهې شوم، د ښار له يو سر څخه تر بل سره پورې لاړم او راغلم، که څه هم په ښار کې ډيره ګڼه ګوڼه وه، او ډو ل ډو ل څيرې مې تر سترګو تيريدې، خو بيا هم په دی دومره ډيرو خلکو کې هم داسي يو څوک پيدا نه شو، چې هغه دی ما ته په خوږ نظر وګورې، او نه داسي څوک مې تر سترګو تير شو ل، چې هغه دی زما په زړه کې ځاي ونيسې.نو وروسته له دی زه په دی پوه شو م، چې د زړه په دومره لويه او پراخه نړۍ کې هم يواځې يو څوک اوسيدلې شي.
حميد احساس
۲۹/۱۰/۱۰ فنلو ښار هالنډ
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
حميد احساس
راليږونکی :Hameed Ihsas
د راليږونکي پته :h_ihsas@yahoo.com
نيټه : 26-05-2008
محترم الهام صيب سلامونه مې ومنه!
وروسته له سلامه ګرانه يوغزل درته ليکم،هيله ده چې راته خپور يې کړې٠مننه
غزل
ليونۍ بيا په څه خبره لاړه
بيګا چې داسې مروره لاړه
شونډې يې وچيچلې سره شوه راته
شوه په غوصه لکه بمبره لاړه
بيا به مې حال له ليونو شې بدل
که مې له څنګه زوروره لاړه
دلته مې زړه په رپيدو شو ورنه
هلته چې غلی جادوګره لاړه
(احساسه)نور د سر خطرو پکې
ښه شوه له چم چې فسادګره لاړه
حميد احساس
عربی امارات العين
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
حميد احساس
هغه بې وسه دی، اختیار نه لري
پاچا زمونږه اقتدار نه لري
هغه اشخاص رامخته شوی دی نن
چې هیڅ شعور او هیڅ افکار نه لري
نن که د واک واګې په لاس کې لري
په حقیقت کې اغتبار نه لري
نن په قدرت د دغو مه نازیږه
ګوره ! وفا دغه کفار نه لري
نن یې ولی حق تر پښو لاندې شوې؟
ولی پښتون په څه کې شمار نه لري؟
یواځې یو انسان یې زړه کې اوسې
((احساس)) له بل چا سره کار نه لري
هالنډ
غز لبشپړ شعر ولولئ
غز ل
حميد احساس
پــورتـــــه شــي او دنګــه شـي
مــــا بـانــدې راړنـګــــه شـــي
تــــــه بـــــه وايـــې مــا تـــــه شو
داســـــي ړنـګــــه بنګـــــه شـــي
مــــــــا چـــــې کلــــــه ووينـــــې
خـــداي خبر چـې څنګـه شي
زه چـــــې ورتـــــــــه وګـــــورم
ښکلـــــي غنمـــرنګـــه شــــــــي
زلــفــې يـــې پــــه مخ زانګــــې
پــورتـــــه لـــــه پالنګــــه شــــــــي
۰۳/۰۹/۲۰۱۰
هالنډ فنلو ښار