د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

روما محمدي

د روما محمدي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

5 خپاره شوي شعرونه

غزل// روما محمديبشپړ شعر ولولئ

غزل// روما محمدي

روما محمدي

              غزل

ســتا په زخمي شونــډو د خندا تصوير
دا د بـــــــــــــــــې وســۍ د انتها تصويــر

هر کله چـــــــــــــــــــــې درد له حده ووځي
زړه پورې مې کلک ونسم ستا تصوير

خــوب کې مې ليدلی د بيلتون قيامت
خــوب کـــــــــې مې ليدلی د بلا تصوير

ستا دې وي قسم په وحدانيت د خدای
بــــــــل چا ته ښکاره نه کړې زما تصوير

نــــــــــــــــــوره د هندارې مخ ته نه ورځم
هېڅکــــــــــله هم نه ساتي د چا تصوير

روما محمدي

فاصله / روما محمديبشپړ شعر ولولئ

فاصله / روما محمدي

روما محمدي

فاصله

فاصله ښه ده زړګيه
دا نظام همداسې ښه دی
دا نظام د طبيعت دی
تل تر تله دې ولاړ وي
ګل جهان دې تل ودان وي
انسانيت دې وي ښاغلی
مينه جرم دی زړګيه
او سزا يې فاصله ده
زه او ته دواړه مئېن يو
او موږ دواړه مجرمان يو
دواړه يو له بله لرې
لکه ځمکه او اسمان يو
ته په بل وطن کې ښه يې
زه په دې وطن کې نه مرم
زموږ زړونه دې پرهر وي
خو چې نور خلک خوشحال وي
د اولس د دې وګړو
هېڅ اوصول دې نه ماتېږي
دا پښتو دې تل ژوندۍ وي
پښتانه دې وي سرلوړي
محبت دې تل ګنا وي
زه او ته دې مجرمان يو
او سزا دې (( فاصله )) وي

روما محمدي
لښکرګاه - هلمند

غزل / روما محمديبشپړ شعر ولولئ

غزل / روما محمدي

روما محمدي

غزل

مه پوشته چې څه رنګه شوه تېره برايي شپه
زړه مې رپېده ګرانه تر ډېره برايي شپه

زه وم د ګلابو په وژمو کې را ايساره
ته مې وې له روح نه راچاپېره برايي شپه

پاس مو پر اسمان د جنګ چورلکې ګرځېدلې
کلي کې خوره وه د مرګ وېره برايي شپه

واه د خوشحالۍ د اوشکو شپه څومره خوږه وه
هېڅکله به نه شي رانه هېره برايي شپه

زړه مې ستا د زړه درزا قربانه ! اورېدله
ساه مې وه دا ستا په ساه کې ګېره برايي شپه

روما محمدي
هلمند - لښکرګاه

غزل / روما محمديبشپړ شعر ولولئ

غزل / روما محمدي

روما محمدي

غزل

چې يادونه د جانان ورسره نه شته
بې ايمانه دي ، ايمان ورسره نه شته

ته راياد شوې خو ژړا راته رانغله
ورېځې راغلې خو باران ورسره نه شته

کوم انسان چې ژوند کوي ، بې محبته
تش وجود لري خو ځان ورسره نه شته

د دنيا شکلي که ټول سره راټول کړې
شکلی زړه زما په شان ورسره نه شته

د روما د زړه ارمان ستا خوشحالي ده
نور په ژوند کې بل ارمان ورسره نه شته

روما محمدي
هلمند - لښکرګاه

غزل / روما محمديبشپړ شعر ولولئ

غزل / روما محمدي

روما محمدي

غزل

د پسرلي د سره ګلاب خوږه وږمه تېره شوه
زما پر زړه ستا د يادونو قافله شوه

زما د يو يو درد به خدای درنه پوښتنه کوي
ته داسې مه ګڼه چې بس يوه کيسه تېره شوه

ستا د خندا له زوره دنګ دنګ غرونه ونړېدل
پر دې وطن څه زوروره زلزله تېره شوه

زما د قام به تر دې ستره بدبختي نو څه وي؟
د ورا په ورځ مو چې پر کلي جنازه تېره شوه

خوب کې مې ستا سترګې ليدلې لکه ژېړې پاڼې
بېګا پر ما لکه قيامت د عذاب شپه تېره شوه

روما محمدي
لښکرګاه