د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

محمدکریم نور

د محمدکریم نور پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

8 خپاره شوي شعرونه

د "فلانه ده او ډينګه ده"، په ځواب کېبشپړ شعر ولولئ

د "فلانه ده او ډينګه ده"، په ځواب کې

محمدکریم نور

بيا د کلي طالب جان شه، دا د فلانه او د ډينګه منطق پرېږده
راشه تک سپين مسلمان شه، دا د فلانه او د ډينګه منطق پرېږده

اوس د خلاصې هم فتواوې، هم جهاد دې نور فتنه شو
د مسجد زموږ امام شه، دا د فلانه او د ډينګه منطق پرېږده

ته به مست وې په قطر کې د صليب په ډک آخورونو
راشه سم په دسترخوان شه، دا د فلانه او د ډينګه منطق پرېږده

تا ته چا وې چې دې ټول غرب په سياست کې دی مات کړئ
لږ دې سر په خپل ګرېوان شه، دا د فلانه او د ډينګه منطق پرېږده

ستا په خوله سړک کافر دی، ښوونځی هم ملحد شوی
سر دې مات په دې بيان شه، دا د فلانه او د ډينګه منطق پرېږده

د لويانو لوبې مه کړه، ته تر اوسه لا ماشوم يې
له ماشوم سره روان شه، دا د فلانه او د ډينګه منطق پرېږده

رباطونه نامالوم دی، ته له هرې قافلې نه بې خبره
راشه پاتې په ميدان شه، دا د فلانه او د ډينګه منطق پرېږده

"نور" به وليکي شعرونه ته يې هر ځای زمزمه کړه
راشه مست په “يه قربان” شه، دا د فلانه او د ډينګه منطق پرېږده

تور ملا ډارېږي . . .بشپړ شعر ولولئ

تور ملا ډارېږي . . .

محمدکریم نور

لکه نمرود چې له پيغامه د موسی ډارېږي
د دغه ښار له ښايستونو تور ملا ډارېږي

دا د کعبې قسم وهلي له قبلې نه منکر
د دې وطن د پرهرو له مسيحا ډارېږي

هغوی په مينه کې ګرېوان چې د پی مخو څيري
بند کړی يوسف چې يې له مينې زليخا ډارېږي

ځان به سينګار، خو د زړه تور ټکي به سپين نه شي کړای
هغه ړانده په سپينه ورځ له خپل امسا ډارېږي

"نور" چې د پېغلو په محفل کې سرې سکروټې وېشي
ويښتان يې سپين کړي، له تهمت د هزارها ډارېږي

چا په ريښتيا وژړل!بشپړ شعر ولولئ

چا په ريښتيا وژړل!

محمدکریم نور

نور له پرديو، موږ له خپلو په ژړا وژړل
تقديره ستا له ناکردو مو په بيا بيا وژړل

د چا له خونې د مستۍ چيغې سورې راوځي
موږ هره خونه کې له درده په غوغا وژړل

څه به منصور وي، څه يې دار چې جهاني يې ستايي
زموږ د هر ګودر د ونو شاخ ته چا وژړل؟ 

دلته د سترګو او بڼو تر منځ مرګونه پټ دي
چا ترې پرون او چا ترې نن په واويلا وژړل

خلک له کفره په ژړا چې يې بمونه راوړل
دلته انسان او محرابونو له کافر او طلبا وژړل

ته په محفل کې بې پروا لکه رباب غږېدې
ما د خلوت تپه تياره کې بې له تا وژړل

زړګيه مه کوه ګيلې چې يې احساس مړ شوی
(نور)  يې له غمه کرۍ شپه تک و تنها وژړل

څه زلفې يې کړې لنډې...بشپړ شعر ولولئ

څه زلفې يې کړې لنډې...

محمدکریم نور

څه ما ده پښه نيولې، څه دوستان په منډه منډه
څه زړونه لرې شوي، څه زمان په منډه منډه

څه ښکلي بې وفا دي، څه زه په چل و ول کې
څه تش دي محفلونه، څه ياران په منډه منډه

څه سپين مخونه تور شول، څه ډېر شول نقابونه
څه تتې شوې هېندارې، څه وجدان په منډه منډه

څه موخې نامالومې، څه وار پار يې خطا شو
څه غېشي يې بدل کړل، څه ميدان په منډه منډه

څه سرې غوټۍ پايمال شوې، څه تويې ګلابونه
څه مينه بې ارزښته، څه مينان په منډه منډه

څه سترګې څيرې شوې، څه نازونه بېګانه شول
څه حيا شوه وروسته پاتې، څه جانان په منډه منډه

څه زلفې يې کړې لنډې، څه مسکه شوه رقيب ته
څه «نور» په ږيره سپين شو، څه خوبان په منډه منډه

دا د صليبي اډو کوني مونجوران څه غواړي؟بشپړ شعر ولولئ

دا د صليبي اډو کوني مونجوران څه غواړي؟

محمدکریم نور

ووايه مطربه دا وحشي طالبان څه غواړي
هره ورځ مو وژني، دا کرايي قاتلان څه غواړي

بيا يې زموږ کور، مکتب، محراب په وينو ولړه
دا د صليبي اډو، کوني مونجوران څه غواړي

بيا يې د مؤمن په ضد ساده کليوال کته کړل
دا د ابرهه لښکر، له سپين مسلمان څه غواړي

سر او ناموس دواړه يې تورمخي پنجابي لوټي
دا د زمانې ذليل، زما له افغان څه غواړي

خوب يې تښتېدلی دی د خېټې او مستۍ په پار
دا په زړه ناولي، له حديث او قرآن څه غواړي

هسکې غاړې نيسي، خو قيضې پکې د شنو پرتې
دا د ډک آخور شوقي، د ننګ دلالان څه غواړي

څه ذليله ژوند بې پته مرګ يې په نصيب رسي
دا د لر او بر په ګنج پراته حماران څه غواړي

څومره په سلګيو کونډو بورو سوله وغوښته
دغه د وحشت روږدي، روحي ناروغان څه غواړي 

(نور)  به نذرانه ورته د سولې ترانې زده کړي
ټول له دې سپڅلي دين منکر جاهلان څه غواړي

هر افغان په وينو رنګ دیبشپړ شعر ولولئ

هر افغان په وينو رنګ دی

محمدکریم نور

سر تر پايه هر افغان په وينو رينګ دی
که ماشومه، که تور سرې، هر يو ځوان په وينو رنګ دی

په هر کلي کې بهېږي رود دوينو
هر يو باغ، دنګ چنارونه، هر باغوان په وينو رنګ دی

نور د مست مازديګر شور او شرپ خاموش دی
هر ګودر، هره يوه پېغله هر پېزوان په وينو رنګ دی

اوس د کلي حجرې بندې فاتحو کړې
هر رباب، هره ټپه او هر داستان په وينو رنګ دی

نه مو جمع، نه سبق او نه جومات په امن ښکاري
هر آذان، هره سپاره او هر قرآن په وينو رنګ دی

څه د ژبې، د مذهب او د جامو جګړې يې وکړې!؟
هر ټکری، هره لونګۍ او هر ګرېوان په وينو رنګ دی

(نور) به ولې د غليم په خوږو فريب خوري
دا نړۍ، دغه زمان هر مسلمان په وينو رنګ دی

تور ابليس مورچل نيولی...بشپړ شعر ولولئ

تور ابليس مورچل نيولی...

محمدکریم نور

پيغلې تښته له دې ښاره، خپل خالق ته پناه يوسه
د لېوانو ګلې ګرځي، څيروي د خلکو زړونه

تور ابليس مورچل نيولی، سپين کالي يې دي پر غاړه
د مؤمن په وينو مست دی، لا هم وايي تکبيرونه

دلته هر څه يې تکفير کړل، لا يې زړونه ساړه نه دي
يو ځای لولي آياتونه، بل ځای سېځي قرآنونه

دلته ستا لپاره قتل، هلته ستا په ضد جنګېږي
لا به نور هم منافق شي، لا به نور زده کړي چلونه

لاس يې سره دي تر څنګلو، لا خمار د نورو وينو
لا جنت په قتل غواړي، لا به ړنګ کړي محرابونه

لا فتواوې دي د قتل، لا کيسې د ښکلو حورو
لا غلمان شا و خوا ګرځې، لا په شاخ کې کبابونه

لا جهاد جهاد نارې دي، د مؤمن په پت تېری دی
له الحاده سره سوله، لا يې ساتي هم ټانګونه

لا شملې دي چې ټيټږي، لا لمنې پورته کېږي
لا بې سپکې عقيدې شي، لا درنېږي يې جېبونه

لا د خرو په آخور څري، لا د کفر ځيره خوار دي
لا به ځان په کرايه ورکړي، لا به پلوري ايمانونه

لا به دا ملت تباه کړي، لا به تويې څه ځوانۍ کړي
لا به جوړې منډيي کړي، لا به لوټي عزتونه

لا به ډېر قلمان مات کړي، لا به څيرې کتابونه
لا به بيا تيارې خورې کړي، لا به مړه ډېر څراغونه

لا به ډېر ځوانان ځانمرګي، لا به پېغلې کړي غلامې
لا کانې به د فرعون کړي، د موسی به لقبونه

لا به ورک په خپل کفران کې، لا به ډوب په تکبر کې
لا به پلار د جهالت شي، لا به بايلوي سرونه

لا به بيا بيا دروغجن شي، لا بربنډې بې څېرې شي
لا به “نور” ورته بلا شي، لا بې مات کړي طلسمونه

پږېږدئ وینې وژاړيبشپړ شعر ولولئ

پږېږدئ وینې وژاړي

محمدکریم نور

پرېږدئ شاړې دښتې او دا غرونه وینې وژاړي
دنګې دنګې ونې قامتونه وینې وژاړي

سوله یرغمل د اهریمن په لاس بې پته شوه
پرېږدئ چې مین او ربابونه وینې وژاړي

بیا یې د "هیبت" په پار په ځان بمونه وتړل
پرېږدئ کونډې بورې ړنګ ښارونه وینې وژاړي

بیا طالب د کفر او الحاد په حلوا وپړسېد
پرېږدئ چې د وږو پرهارونه وینې وژاړي

دلته هر یعقوب یې په خپل زوی پسې ړوند شوی دی
پرېږدئ چې یوسف او ګرېوانونه وینې وژاړي

وېره که تقدیر دی چې د چښلو توان نه لري
پرېږدئ "کریم نور" او ډک جامونه وینې وژاړي