د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

میرویس نجیبي

د میرویس نجیبي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

4 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

میرویس نجیبي

کلیمې غوندې محکم راباندې ګران دی
یار یی نه مني خو سم راباندې ګران دی
ضمضمه که دکلمه ده سرود نشته
اوس ښاغلی ترنم راباندې ګران دی
چې دزړونو په ګټلو پسې ګرځې
خیر دی وي دې کنه ډم راباندي ګران دی
ګوره مینه هم وړتیا غواړې ښاغلې
هسې مه وایه چې زغم راباندې ګران دی
شل به نشي ماشومتوب ته مې ورګرځم
یو د چتو ښکار بل مم راباندې ګران دی
ستا جادو به په میرویس اثر ونه کړي
ته خو ښه وایی اغم راباندې ګران دی

یارانهبشپړ شعر ولولئ

یارانه

میرویس نجیبي

خدایږو نشته دی سکون په یارانه کې
بس دی را دې شي بدلون په یارانه کې
د چوکۍ مینه خو ژوند له مونږه اخلي
مونږ ورکړی دی ازمون په یارانه کې
پیتاوي واعظ صحرا ته کړ مجبوره
لیونی نه وو مجنون په یارانه کې
نوي نسل ته د مینې کښت پکار دی
ګډ نصاب ته کړۍ مضمون په یارانه کې
لوې ملت د خلاصې ملیانو غرق کړ
رب دې راولي سمون په یارانه کې
دوي د حسن صفت عار ګڼي میرویسه
څه غیرت لري پښتون په یارانه کې

مارشالبشپړ شعر ولولئ

مارشال

میرویس نجیبي

ته مارشال هغه مارشال دوستم مارشال شو
اوس دې شخه لکۍ ګرځي ډم مارشال شو
خدای پوهیږی د بې وسو ښاریه ده
دې وطن کې غم مدغم شو غم مارشال شو
شیخ فریده ته خبر شوې او که نه شوې
هغه ړوند هغه ګونګی لړم مارشال شو
اهلیت یی صدقه کړ له سیاسته
ټوکې نه دی مجبوریت وو سم مارشال شو
پښتانه دې پیڅې بره ساتي جنګ ته
قلم مات کړه کتاب سوځه بم مارشال شو
میمه حق یی دی چې ارتې تڼئ ګرځي
د بې واکو واکداري شوه هم مارشال شو

اختر تهبشپړ شعر ولولئ

اختر ته

میرویس نجیبي

ته اختر یی مونږ پوهیږو بختوره
ته لمانځلی محمد یی منوره
د لمانځلو شوق کې نه یو خو جنابه
اوس چې راغلې ستړی مه شې زوروره
هر کور کې د شهید ستاینه کیږي
زوې یتیم دی مور یی کونډه لور اوتره
غم ځپلې دلته ټولې کورنۍ دي
نیغ تیریږه له دې کلي له دې دره
ستا مقام د طالب کور دی بختوره
بیا د ارګ ماڼۍ ته ورشه معتبره
ټول د وینو په بوي مست زمونږ غټان دي
په هر حال کې خرمستي غواړي اکثره
هر کلی درته هغو وایی اختره
چې لري سینه کې زړه لکه ډبره
لویه خدایه نور په مونږه رحم وکړې
میم دعا کړي ته امین وایه دلبره