پښتو ادب · شاعران
دلاور پردېس
د دلاور پردېس پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
د عقل عریضهبشپړ شعر ولولئ
د عقل عریضه
دلاور پردېس
سلامونه مي حضور ته د وجدان دي
شکایت لرم دا څنګه انسانان دي؟
علم بد ګڼي په دې هم نه پوهېږي
چي کورونه یې په جهل باندي وران دي
د هوسا ژوند تضمین کشف او اختراع ده
په عبث کارو مصروفه دي ستومان دي
غلطیاني خپلي نه ویني ړانده دي
او د بل پر غلطۍ باندي قاضیان دي
د لمانځه روغتیايي ګټي نه درښيي
خلاص له زغمه ځیني ځیني ملایان دي
هم تدریس د اسلامي تعلیم کوي هم
له مسجده پردي ځیني معلمان دي
هري پېښي ته له هري زاویې ګوري
د دې سیمي خلک ټول خبریالان دي
چي ډاکټر وویني ټوله مریضان دي
چي مریض وویني ټوله ډاکټران دي
ځواني وسوځوي نوم د ميني ورکړي
له اصولو لیري تللي عاشقان دي
زه حیران یم چي پر ښځو کوي ظلم
دا سړي دي، نارینه دي که نران دي؟
زه انسان ته د الله له خوا ډالۍ یم
دوی د جهل په لښکر پسې روان دي
دلته ژوند ځکه د غم پر ټغر ناست دی
دلته ډېر خلک د عقل دښمنان دي
په خپل جهل او پخپلو غلطیو
افتخار کوي پردېسه! هوښیاران دي!