پښتو ادب · شاعران
جلان “ځاځي”
د جلان "ځاځي" پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
5 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جلان "ځاځي"
څومره مغرور وم ،
څومره ښه خوی د
ملنګ مې وکړ
زه چې د زړه له
بامه ولوېدمه
شرنګ مې وکړ
ياد دې چې نيمه
شپه کې ور د زړه
را وټکوه
بس خوب مې پرېښود
و ښه وژړېدم ننګ
مې وکړ
جانانه اوس مې له
نيمژواندې ځوانۍ
لرې ګرځه
لکه د لومې تار د
درد سېلۍ ته ترنګ
مې وکړ
د يوې نوې ښکلا
ژبه يې په ګوتو
راکړه
د طبيعت لونګين
غره سره چې جنګ
مې وکړ
جلانه مړ شې اخر
دومره بې غؤري
څنګه وي
پاڼه د ګل وم اخر
اوسپنه شوم زنګ
مې وکړ
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جلان "ځاځي"
لمر به له ګرېوان
نيسم ، د پښو ړکۍ
به غر کړمه
ګورې به چې څنګه
لاس په لوړو
باندې بر کړمه
هله دې زه ومرم
چې ټيکرۍ مې د
خوږ ې پښتو
بس چې دې سرتورو
زمانو ته ور په
سر کړمه
وخته ! د هنر په
تماشو کې به مې
وستايي
يار به ګوړه ،
ګوړه کړم – او
ځان به مرور کړمه
هله به يې زور د
مينې زړه ته لاره
ومومي
زېړ زېړ اننګي چې
يې په شونډو
بختور کړمه
وا جلانه ! ډېرې
جينکۍ به ليونۍ
کړمه
زه چې شړۍ
واغوندم ، اتڼ ته
مټې ورکړمه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جلان "ځاځي"
ای راته وګوره په
سترګو کې دې
ستوري ژباړم
د لوی ښايست له
خوږې ژبې نه څو
توري ژباړم
د پسرلي خوږې
سيلۍ تر لوپټه
جګه کړه
د يار د څڼو
ماښاميز ماښاميز
سيوري ژباړم
هلته څلور جهانه
زور د ليونۍ مينې
دی
هغه دوه کوره د
غونډۍ پر سر چې
ګورې ژباړم
د کائيناتو د
ښکلا ها انځوريز
ورغوی
د طبيعت په اينو
کې پور ورې ژباړم
د درد پر پاڼو ،
پر قلم د بېو سۍ
جلانه!
د ارمانونو پر
قبرو جنډې نسکورې
ژباړم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جلان "ځاځي"
د خپل ارمان
غوندې يم وړاندې
ځمه ، شا ته راشم
د جګ غره کاڼی
شوم چې و خوزم
بيديا ته راشم
زه چې څېړنه د
ژوند هرې فلسفې
شروع کړم
په نتيجه کې يې
ضرور دا ستا ښکلا
ته راشم
د څڼورنګ چې مې
شي ساز د طبيعت
درو کې
د ذات اوبه شم د
شپې تور رګ کې
سوما ته راشم
لمر چې سر پورته
کړي د بلې ډېوې
رنګ واړوي
داسې چې زه د زړه
نه ولوېږمه تا ته
راشم
يون مې د غشيو پر
سرو تکيه پر خدای
جلانه!
مور مې هم مړه
دعا چانه واخلم
چا ته راشم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جلان "ځاځي"
شپه ده پخه ، په
سپېڅلتوب خبرې
ډېرې کوو
نه په خوب نه ،
په مينتوب خبرې
ډېرې کوو
د زلميتوب او
پېغلتوب جګړه
خوږه جګړه ده
په زلميتوب ، په
پېغلتوب خبرې
ډېرې کوو
پرېږده چې نن
اوبه ، اوبه کړو
جل وهلې جذبې
سړيتوب وژنو ،
ليونتوب خبرې
ډېرې کوو
اوس چې خبره د
ښکلا شوله جلانه
ياره!
نو راته غوږ شه
په اريوب خبرې
ډېرې کوو ؟