پښتو ادب · شاعران
عبدالرحیم روغاني
د عبدالرحیم روغاني پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عبدالرحیم روغاني
دیندارۍ رانـــــــه د ژونــــــــد بـــــــــــــهار اخیستی
ما د خپلې ځــــوانـــــۍ ډېــــــــــــــر ازار اخیستی
د دیـــــــدار د خــوند خو دغـــــــه انـــــــدازه ده
چې د منصور پسې په خوښه دار اخیستی
غیر غماز مــــې لمبې بلې پـــــــــــه وطن کړې
پکې اور ســــــــــــــروې، نښتر، چــــــنار اخیستی
د دې وخت دردونــــــــه اړوي پـــــــــــــه ساز کې
روغـــــانـــــي یـــــــــو چــــترالـــــی سیتار اخیستی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عبدالرحیم روغاني
سترګی غزل شیش یــــی غـــزل سترګو کي خندا غزل
شونډی غزل رنـــګ یــی غزل شونډو کي مسکا غزل
زلفې غــــــزل، جــــال یــــې غزل، زلفو کې هر ول غزل
تورې نـــــــــرۍ وروځې غــــــزل، خــــــال پکې لا بل غزل
غـــونــــــډه سپینه زنـــــــــه ده والله چـــــــې مکمل غزل
لوړه نـــــرۍ پـــــــوزه کې نتکۍ غوټــــۍ غـــــزل غـــــزل
دنګه نـــــرۍ غـــــاړه یو په سل غــــــزل او تل غــــــــــزل
هــــره سپینه لېچه غــــزل، هـــره ســـره منـــــګول غزل
قد غــــزل، قامت غـــزل، سینه غـــــــزل او هـــــــار غزل
ترنګ غـــــزل، غــــرور غــــزل، اقرار غـــزل، انـــــکار غزل
وخت د پېغلتوب ځواني غزل، شوخ یې سینګار غزل
زړه غــــــــزل، درزا غـــزل، تــــادي غـــــزل، تلوار غــــــزل
څړیکې غــــــزل، اوف غــــزل، مستي غزل، خمار غزل
شب غــــزل، شبنم غـــــــزل، چمن غــــزل، بهار غــــــزل
څه دروغ رښتیا وي، د راتــلو وعـــــدې غـــــزل غـــــــزل
څه لنـــــــډې اوږدې وي د وصال نیټې غـــــــزل غـــــزل
کلـــــــه شرابــــي سترګې اودې اودې غـــــزل غــــــــــزل
کـــــــله په خندا کــــــې اننـــګي مڼــــــې غـــــزل غـــــــزل
اصل کې دا درې غــــزلې دي چـــــې شـي رښتیا غزل
یو دې پیدایښت، بــــــله ځــــــوانـــي، بـــــله فـــنا غـــزل