د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

محمدهاشم سنګر نیازي

د محمدهاشم سنګر نیازي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

د ۱۳۴۸ کال د ګلونو او رنګونو موسم وو، لغمان د پسرلي په شنه او رنګین شال کې لکه نوې سینګار شوې ناوې د عطرونو او خوږو په ټال کې  ټالۍ خوړله چې د سنګره په کلي کې یوه ماشوم چې وروسته د دې ملک یو غزل بول شو، سترګې وغړولې.

عبدالهاشم په خپل دغه بچي خپل نوم په لږ تغیرولو سره محمدهاشم ونوماوه، محمدهاشم وروسته بیا کله چې د شعر له ملکې سره یې د مینې اړیکې ټینګې کړې نو دا وخت محمدهاشم سنګر شو او کله چې نارې  او سورې او موزونې ساندېیې نورې هم خپرې شوې نو دا وخت محمدهاشم سنګر نیازی شو.

محمدهاشم سنګر نیازي خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د لغمان ولایت د الینګار په ولسوالۍ او د خوست په ولایت کې ترسره کړلې او وروسته یې یې د ژبو او ادبیاتو په برخه کې د کابل په پوهنتون کې د ماسترۍ ترکچې لوړې زده کړې وکړې.

سنګر نیازی، ساده، رنګینې او خوږې غزلې لیکي، د ده په شعرونو کې یو خوږ لطافت او صمیمیت پروت دی، دی د تکلف مخالف دی او لکه څنګه چې وایي د ګلو له مالته ښاپیرو راوړی یم، همداسې زیارباسي څو د ښاپیریو له مالته رنګین تصویرونه راوړي، او په خوږو الفاظو سره  یې داسې وپیي لکه یو انځورګر چې د بېلابېلو رنګونو په کارولو سره یوه زړه وړونکې منظره جوړوي.

سنګر نیازی چې د هېواد تکړه ویاند دی په ۱۳۸۲ لمریز کال د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا دغوره ویاند لقب ورکړل شو.

سنګر نیازي په ملي راډیو ټلویزیون کې پر ویندویۍ سربیره، دملي ټلویزیون د خپرونو د ریاست د مرستیال، د جمهوري ریاست د ویندوی د دفتر د خبري برخې د مسوول، د خوست ګمرګ د رییس، له پیښو سره د مبارزې په چاروکې د دولت د وزارت د مطبوعاتي سلاکار په توګه دندې ترسره کړي دي او اوس مهال د بهرنیو چارو وزارت د فرهنګي سلاکار په توګه په خدمت بوخت دی.

د سنګرنیازي دغه آثار چاپ شوي دي:

۱، ملنګې هیلې، شعري ټولګه

۲، ما، مه هېروه، ناول

۳، نطاق د راډیو ټلویزیون مهم عنصر دی، د نطاقۍ لارښوود کتاب.

 

ناچاپ آثار:

۱،ته مې په زړه کې لکه زړه اوسېږې، ناول.

۲، د راډیو افغانستان ادبي پروګرامونه، د ماسترۍ تیزس.

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

4 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمدهاشم سنګر نیازي

شــــــنه آسمــــان راتـــه ژړل چې درنه تلـــــمه

پــــــه مـــا غشــــي لګــــېدل چـــــې درنــه تلمه

 

لمــــدو ستـــــرګـــــو تــــه دې ومـــــرمـــه جانانه

په مــــــړو مــــــړو دې راکــــــتل چې درنه تلمه

 

نه شوم خال چې ستا دې سپینې تنکۍ زنې

رقیــــب مـــــابــــانــــــــدې خندل چې درنه تلمه

 

هــــریـــو ګــــام سره مې پورتــه به یو جام کړ

آرمــــانـــونـــه قتــــلــېدل چــــې درنــــــه تلــــمه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمدهاشم سنګر نیازي

فــــرش مې د ستـــرګو درته خور کړ، ته رانغلې آشنا

ظالم غماز مې هم نسکور کړ ، ته رانغــــــلې آشـــنا

 

خاورې د هر قدم دې مــــوښــــم د رانجـــــو په شانې

بڼ مې په سرو اوښکو سمسور کړ، ته رانغلې آشنا

 

مرګي کش کـــــړی هـــدیــــــرې ته وم، خو وګوره چې

ژوندون مې بېرته ځان ته پور کړ، ته رانغــــلې آشنا

 

زړه دې جوړ شوی دی له تېږې نه، که رحــم نه کړې

سر مې لــــه تــــن ســــره پـــه اورکړ، ته رانغلې آشنا

 

لکه د ګل اغــــزی چــــې لاړ شـــــــي، د بلبل په سینه

داسې مې زړه له غمه تور کـــــړ، ته رانغلې آشـــــنا

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمدهاشم سنګر نیازي

سترګو مې ګل مخې ستا په لار کېـــــږدۍ وهــلې ده

تاو رانه لمبې دي، انتــــــظار کیـــــــږدۍ وهــــــــلې ده

 

ګل غوندې په زلفو کې مې ونغاړه چې ښکلې شې

وګوره لمر مخې چـــــــې خــــمار کېـــــــږدۍ وهلې ده

 

ځمه چې په تــــــــور د تـــــورو زلفــــو بـــانــــدې وزانګم

هاغه دی منصور زړه مې په دار کـــــېږدۍ وهلې ده

 

وخت د پسرلي شو په ګلانو کې به یـــې خوښ کړمه

ستا وربل ته ګــــــل، مـــــــــا په ګلزار کېږدۍ وهلې ده

 

خدایه! د جانان د وړانګـــــو تـــــــاو ستـــــي ستي کړمه

عشق مې له غېرته، په انـــــــــګار کـــــــېږدۍ وهلې ده

 

لاړ سپـــــــــــیره خـــــــزان کــــارغـــــان هـــــم والـــــوتـــــل

رابــــه شــــي بلـــبل، مـــــا پـــــــه بهار کېږدۍ وهلې ده

 

غم مې د ځـــــان نــــــه او نـــه د مینې را سره دی، ډیر

اوښکو مې نــــــیازیــــــــه، په مزار کـــــې دۍ وهلې ده

نيكمرغه ورځبشپړ شعر ولولئ

نيكمرغه ورځ

محمدهاشم سنګر نیازي

 څنګه نيكمرغه ورځ وه

 څه بختورمهال و

 ګودر خالي و

 له غمازو نجونو

 يواځې ته وې، دګودر په غاړه

 په سپينو لپو دې، منګى ډكوه

 چې مې دخيال شاهين

 تر سترګو كړلې

 اول به موسكه

 بيابه سوچ كې لاړې

 لكه چې ستا هم

 زه ياد شوى ومه

 بيا دې، په ما نظرشو

 له ځايه پورته

 وارخطاغوندې شوې

 خو ځان دې ونه بايله

 ما سر تر پايه

 درته وكتل په غټو غټو

 بيا هم دمينې په دود

 لكه حاجي چې دكعبې طواف كړي

 داسې، دا ،ستا، له قامت وګرځيدم

 بيا دې، تر څنګ كيناستم

 ته شوې لږ لرې

 مخامخ شوې راته

 له خندا شنه شوې

 راته ودې ويل :

 څنګه ښكاريږم

 ګلابي جاموكې ؟

 ماويل : والله

 لكه پري لكه جنت كې حوره

 آه، څومره ښكلې

 او سپيڅلې وه

 داورځ دمينې

 سهار ښايسته ،غرمه ښايسته، مازيګر هم ښايسته و.