د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

احسان الله درمل

د احسان الله درمل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

29 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

احسان الله درمل

زړه کې مې شور کري هغه لکه تصویر غلی دی
د پرهر ژلي خوب په کړیکو کې تعبیر غلی دی

ستا د بنګړو هنګامه ولې په ګودر کښې نشته ؟
مه پوښته ما چې شور مې ولې د زنځیر غلی دی ؟

له کاږه زړه نه به د یار آخر انکار راوؤځي
د دې کمان تر شا زما مرګ ته یو تیر غلی دی

زما په سپینو سپینو اوښکو باندې ذکر کوي
په خانقاه کې مې د زړه د مینې پیر غلی دی

بدرنګ دیوان یې له دربار نه ښاپېرۍ تښتوي
د پاچا ژبه یې تړلې ده وزیر غلی دی

د بارودي رنجو غبار به یې پر ستوني ناست وي
درمله دلته چې آواز د بم او زیر غلی دی
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

احسان الله درمل

د کوم چا په تورو څڼو کې اسير دي
لا تړلي مې خيالونه په زنځير دي

چې له زخم نه يې باسمه مړ کيږم
ای! دا څه کوډې دې کړې پخپل تير دي

د باچا د دربار سپي راپسې غاپي
چې اخيستې مې ښېرې د کوم فقير دي

د رنګين کمان ګنبدې هم شوې خلاصې
لا نيمګړي دې رنګونه د تصوير دي

زما ژوند د يوسف خوب دی راته ګوره
ستا خو سترګې کتابونه دتعبير دي

پسرلی دې له خپل ځان سره خندا کا
دلته خلق پخپل غم دي پخپل وير دي

کوم ګمنام ملنګ دعا ده درته کړې
سرودونه دې درمله عالمګير دي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

احسان الله درمل

دومره هم مه راخوږیږه چې لاس واخلم له سندرو
شپیلۍ تشه له نغمو شي ،چې شي ډکه له شکرو

تا چې کله خوله پرانیستې په وړو وړو خبرو
هیڅ ارزښت په ښار کې نشته د آبدارو ملغلرو

کله کله خو ستا سترګې ستا د زړه خبرې راوړي
دا بازان هم کله کله کا خویونه د کوترو

ټوله شپه مې وي د شمعو د جلوؤ قلم په لاس کې
افسانې لیکم د سویو پتنګانو پر وزرو

په پردي وطن کې ستا د تورو څڼو په شغ پایو
ګني نه هغه اسمان شته اونه غرونه د نښترو
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

احسان الله درمل

د زلفو شپو کښې د مخ نور مه تړه
موسی ته لار د کوه طور مه تړه

وخته سوري د زندان ټول وتړه
خو لاس او پښې مې د شعور مه تړه

رام کړه ملا اوس بغاوت د جذبو
ما درته نه وېل چې منصور مه تړه ؟

زړه به پخپله مړ کړې ، ګوره ډېر یې
په زرین تار کښې د سرور مه تړه

د کوثر سیند به ټول در پرېږدو شیخه
خو بند اوبو ته د انګور مه تړه

پرېږده چې ستا د تصور انار خوري
دومره هم خیال د خپل رنځور مه تړه

ښکلي آزاد پرېږده چې زړه وړي درنه
درمله مخه د دې چور مه تړه

۱۳۸۴ / ۶ / ۲۴
پیښور
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

احسان الله درمل

د دوؤ نغمو په څېر د ژوند په یوه تار کښې اوسو
یا لکه دوه ستوري د مینې په مدار کښې اوسو

چې دنګ قامت دې ګورم لمنځې او نښترې مې یاد
له دنګو غرونو نه راغلي یو په ښار کښې اوسو

ستا د جمال ستا د جلال په تصور کوؤ ژوند
بس خو یوه شېبه په نور بله په نار کښې اوسو

د یو جبین د آینې د ښکلولو په نیت
وشوې مودې د ارمانونو په غبار کښې اوسو

سیلۍ ! داهم ګوره چې پاتې یو د چا د پښو نه
دې ته مو مه ګوره چې پلونه یو په لار کښې اوسو

د بنګړو شور دې د هوا پیڅکه کښې غوټه کړه لږ
ګني مړه کیږو ، د دنیا په های ناتار کښې اوسو

چې په بدرنګو ورځو شپو کښې یو ژوندي درمله
څه خو به وي ګني په کومې د ښامار کښې اوسو
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

احسان الله درمل

نن خو لکه خوب په شنه سهار کې راته یاد شوې
غره غوندې ښایسته یې او په ښار کې راته یاد شوې

پورته مې بل ګام د میکدې په لوري نه کړو
مسته یاره ته په نیمه لار کې راته یاد شوې

توره شپه ده ستوري مې په سترګو کې غړیږي
اخ روښانه لمره ! په غبار کې راته یاد شوې

څوک ؤ ، رانه هېر دی اوس ، خو دومره راته یاد شي
ناست وم د یو چا په انتظار کې راته یاد شوې

بیا دې د جبین خال ته ورکړی نوی رنګ دی
بیا چې دخپل زړه په لاله زار کې راته یاد شوې
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

احسان الله درمل

جار یې تر مړو سترګو باڼه چې په ادا پورته کړي
د زړه پر څلي مې لاسونه د دعا پورته کړي

پېغلې په چم کې کمې نه دي خو څوک داسې نشته
چې مې لوېدلی  توغ له لاسه د غزا پورته کړي

قاتل نظر یې خدای خبر دی که شي موړ په وینو
که جنازه هم پر اوږو د مسیحا پورته کړي

هغه د خپلو مستو سترګو لېونی مه ګڼه
هغه چې ستا په مخ کښې شونډو ته صهبا پورته کړي

خدای دې بیا هغه مستانه بهار ته سوبه ورکړي
چې سرې جنډې په غرو رغو کښې د سوما پورته کړي

نګهت د څڼو یې وړي داسې رانه زړه درمله
لکه د چا د سر نه سور سالو هوا پورته کړي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

احسان الله درمل

چې هره ساه کې مې د تاندو نغمو شور ښکاري
لکه سپرلی د زړه په دښته مې څوک خور ښکاري

که قتلوي مو ستا قاتل نظر په هره شیبه
مونږ ته بیا هم ګرانه طبیب ښکاري ټکور ښکاري

چې مې شرنګیږي تورې تورې زولنې په پښو کې
د چا د تورو زلفو تورو سترګو تور ښکاري

ستا په مسکیو اننګو کې نن د مهر خوله
ښکلیه دا څنګه د ګلونو منځ کې اور ښکاري

ماته چې هم پکې اختیار د یو قدم نشته دی
په زخمي زړه کې مې د کوم کبرجن کور ښکاري

هغه  درمل چې بې له خدایه چاته نه ټیټیدو
اوس یې دنګ سر په هره لاره کې نسکور ښکاري
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

احسان الله درمل

منمه وي به یو څو زړونه چې په مینه پایي
خو دلته ډیر دي داسې خلک چې په وینه پایي

د خسروي وختونو غرونه دی لار ونه تړي
فرهاده ته چې نه وې څنګه به شیرینه پایي

هغه چې ستا د عشق په دین نه وي تا نه پیژني
جانانه پایي به منمه خو بې دینه پایي

لکه شهید کابل بې ګوره بې کفنه پروت یم
د زړه پر غوښو مې کارغان تر اباسینه پایي

هغه له ستورو له سپوږمیو سره زړه تړلی
درمل به څرنګه بې خاله بې جبینه پایي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

احسان الله درمل

کاڼي مات شه پر لاسونو د هندارو
مؤمنان خو دې غالب وي پر کفارو

له یو ښکلي سره تار د زړه پیوند کړه
څو به درومې پر ګمنامو غوندې لارو

خدایه زه چې پرې مین یم چاته خاندي
للمې وسوې باران اوري پر شودیارو

مهاجر د زړه د ړنګ کابل نه راغلم
لمن نیسم ستا د سترګو د انصارو

ما خو پټ ساته اشنا ستا د بڼو راز
پسې چیغې کړې د زړه د وینو دارو