د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

مفتون مسيد

د مفتون مسيد پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

9 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

مفتون مسيد

ستــــــــــا د راتلو اميد او بيا ستا د ليدو طمعه
دا شوه د ژبې د پرهــــــــــار د جوړېدو طمعه

ستـــــــا کاڼي زړه ته لار زما مئين ناکامه هڅه
ستــــــا په لاسونو کې غلبېل زما د اوبو طعمه

زه مــــــــلامت ېم له اغزي ګيلا پدې نه کووم
چې مى له هر ګل نه کــــووله د خوشبو طمعه

د پارلمـــــــــــان د طوافګرو نه د خېر طمعه
لکه د سيک نه په جمــــــات کې د سجدو طمعه

چې د پښتون د بربادۍ هـيلې په زړه کې ساتي
شي دې د خاورو سره خاورې د هغـــــو طعمه

درده! په خوړينو پرهـــارونو کې ويده مفتون ته
هيڅ اهميت نه لـــــــــري ستا د کمېدو طمعه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

مفتون مسيد

دا اښکې اښکې ژوند دا د دړدونـــــو کاروبار 
د لسو روپو زه، د مــــــــــــــيلينونو کاروبار

د سرو وينــــــــــــو سودا د اندامونو کاروبار
په کــــــــــوم کتاب روا دې د سرونو کاروبار

ما تېرې کړى پر غوڅ ستونــي د اوسپنې نينې
ستــــــا ښه په درز روان دې د بمونو کاروبار

بايد چې داسى وشي د لــــــــــفظونو انتخاب 
چې ويښ کـــــــړي ولسونه د سازونو کاروبار

غونچې غونچې مخونه، نورورين د خداى مخلوق
د ښکلو سره جوړ  لـــــــري د زړونو کاروبار

مفتونه! دا د سپينو خلکـــــو کلى وو يو وخت 
اوس تورو دلته عــــــام کړو د تورونو کاروبار 
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

مفتون مسيد

پر زهنـــــــــــونو د وهمونو فنکاري 
پر هنـــــــــــدارو د ګردونو فنکاري
    
ودان کلى نست نابود لکــــــه صحراء  
زمــــــــوږ پر سيمه د بمونو فنکاري
  
پر دسمـــــال  انځوروې د چا زړګى؟
لوى کمــــــال ستا د لاسونو فنکاري

ستـــــــــا خبرو کې ارامه موسيقي  
ستـــــــا د شونډو د سرونو فنکاري
  
زه  شډل بډل مسيـــــــد او شاعري 
د پرديس د مـــــــاښامونو  فنکاري
 
د ځنګاړې مفتــون خرپ درپسى مات
دروند عذاب ســــتا د يادونو فنکاري
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

مفتون مسيد

دنګ قامت ته مې حيرانې بلاګانې
څه ولاړې څه روانې بلاګانې

بې حسابه سرې کافرې بلاګانې
په زرهاوو مسلمانې بلاګانې

ديو خړشډل بډل سړي پرغوښو
سـره نښتې بلاګانې بلاګانې

دامنم چې زما شته عقل به وخوري 
ستا د سترګو ماشومانې بلاګانې

يو خوا سره د اوره ډک جهنمونه 
بل خوا سرې سپينې شيطانې بلاګانې

خواهشـــــــونه دنياوي اذيتونه 
مفتون جانه! ارزوګانې بلاګانې
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

مفتون مسيد

تۀ به مې سترګو کې وی تۀ به مې ليــدې هم نه
بل عذاب دا چې يوه لــحظه مې هېرېدې هم نه

داســـى په خوند دوبۍ ته تللې ځورېدې هم نه 
په شا دې نه راکتـــــــل ياره! اودرېدې هم نه

څومره بدلون پکې راغلی دې استغفراللـــــــه
ريباره!  نه منـــــــــم دا هغه سړی دې هم نه

تا پر کڼو سترګو خبــــــــرې آورېدې هم نه
ته پر ړندو غوږونـــو ګونګ وې غږېدې هم نه

اسمــــــانه!ستا پر لمن وريځې نڅېدې هم نه
بارانه! کــــــــــډې يې تړلې وورېدې هم نه

لــونده خشته به وې پر ځان به پوهېدې هم نه 
په سپينو واورو کې دې شونډې رپېدې هم نه

مفتــــونه! زه درنه د زړه په بدل زړه غواړمه
نغــــــده سودا ده، ارادې هم نه وعدې هم نه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

مفتون مسيد

قېمتي ژونــــــــد،او بې معنې توبه 
نفسه! راودې کــــــــړې  کانې توبه

درهـــــــــم ، دينار، ډالر ، انې توبه
پښتون وژونکيې زمـــــــــانې توبه

زمـــــــا په اند دا سړى بل څوک دى
زه داســـــــــــى نه ووم آينې توبه

د ځانځانۍ  په دې مکــروه وخت کې 
تــــــــــــوبه ،توبه، له يارانې توبه

مـــا درنه سوال د يوې بوسې کړې
او ستــــــــا پينځويشت بهانې توبه

مفتــــــــونه! مخ يې رمانوي غزل 
زلفې يې نورې آفســــــــانې توبه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

مفتون مسيد

کتــــــــــاب خبرې په خبرو پسى بيا خبرې
درد رازده کړې دي بلهـــا کيسې بلها خبرې

دلـــــــته له هرې خلې وريږي د أناء خبرې
د دې کڼو هجوم ته نلري معنـــــــا خبرې

څه د شيطــــــان او د رنګينو حادثو خبرې 
څه د انســــــان د بندګۍ او د مولا خبرې

د شپېلۍ غږ راته د زړه بــــرجونه ونړول
د سينه سوي شپــون په ژبه دصحرا خبرې

زه له ريبـــــــاره تندريزه موسيقي اورمه 
څه د رقيب دخلې ډډوزې وي څه ستا خبرې

زما د نظــم عنوان ستا د سترګو  يخ  جهنم
ويل يې ارشــاد مفتونه! دا خبرې، دا خبرې
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

مفتون مسيد

اى، وطــن مې ډېر ډېر يادېده قربان 
اى، زړه مې لــه  درده چاٶدېده قربان

اى،  هآاااااااا  د سړې چينې اوبه قربان 
اى،شپون، اوشپېلۍ،غـر،او رمه قربان

اىىى، دا په ګاږه نظـر ويشتل درځار،
اى، دا په صفونــــو کښې باڼه قربان

اى،ۥمـــلِزم ،محروم، مقتدي زه قربان
اى، سپين او سېڅلـــى امام ته قربان

اى، زلفې دې ولې ورانې ورانې کړې
اى، لکـه د دنګ  پير غر شواٶنه قربان

اى،  د جنګ زپلـــــي هېواد خلکو ته
اى،  ورکړئ قلـــــم بسته تخته قربان

اى،د نړۍ ګړد خلک به ښکلـــي وي
اى، پرمفتـون ګران دي پښتانه قربان

(شواٶنه) د زيتون ونه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

مفتون مسيد

هـــــــــيله د لمبو  په سر  ولاړه  وه
اښکـــــه د  بڼو  په  سر ولاړه   وه

مينه له اووم آسمــــــــان راغلې وه 
ستــــــــــا د اننګو په سر ولاړه وه

حسنه! زماد خيال بېړۍ دې غرقه کړه
سمـه د اوبـــــــو په  سر ولاړه  وه

ستا هنـدکۍ  وعده  په  بتکده کې وه
طمه د  حجــــــرو په  سر  ولاړه وه 

دا سپوږمۍ  غمازه  وه درتلى نشوم 
پاس  د  چنــــارو  په  سر  ولاړه وه

ذکر  وو  مسيده  د شهيــــد  ارمان 
سانــــده  د نغمو  په  سر ولاړه  وه