د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

بشيراحمد دريځ

د بشيراحمد دريځ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

11 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بشيراحمد دريځ

بې زړه خلک دي زړه ته دې نور ژوند نه ورکوي 
دا ځینې خلک ولې چاته خوند نه ورکوي 

ټوټې ټوټې یې وڅپړه څوک نشته د پوښتنې 
دې ښار کې د چا زړه ته څوک پیوند نه ورکوي 

هر څوک دلته پوره پوره نیمګړي دلته نشته 
باور وکړه وړیا چاته څوک اند نه ورکوي

د کلي د ملا تاویز پوره ارزښت پیدا کړ 
کتار خلک ولاړ دي چاته بند نه ورکوي 
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بشيراحمد دريځ

کله په وخت کله بې ځايه بې مودې خبرې
څومره وې ډکې له ماناو د هغې خبرې

ابا ويل تل دې پام نيسه د مشران منځ کې 
باور په ځان ولره کله چې کوې خبرې

دا ستا له ژبې را وتل يې نا ممکن ټکی دی
له تا خبرې اورېدل د اينې خبرې
 
کله نا کله د چا ښې خبرې بد لګي 
کله نا کله يې ترخې وي هم خوږې خبرې 

په تا ميينه يم خو دومره هم نه، يه ملګريه
ولې لکۍ لري دا ځينې ځينې ښې خبرې
 
1394-7-15
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بشيراحمد دريځ

د ژوند په سختو سختو څانګو کې مات شوی يمه 
راته دمه شي نوم د مور، غېږ کې یې ساه واخلمه

چې تر پرونه به يې ځان بللم ځان نه به يې هيڅ نه ويل
اوس وايي ځمه چې د ګور، غېږ کې یې ساه واخلمه 

له ډېرو ښو، بدو وګړو سره وګرزېدم
نه شو پيدا داسې چې نور، غېږ کې يې ساه واخلمه

هغه اوس تللی چې به هر چا ورته نوم ايښی وو 
داسې څوک نشته چې په پور، غېږ کې يې ساه واخلمه

ښه چې غمونو نه شي ستړی هغه تللی دريځ
زړه يې لوېدلی وي له شور، غېږ کې ساه واخلمه

 1394/6/2
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بشيراحمد دريځ

 مات مې کړه ښیښې غوندې مې واچوه

شا ته د وعدې غوندې مې واچوه

یا سیلۍ ! راولوزه په سر د یار
بس د لوپټې غوندې مې واچوه

مړ مې کړه خو خپلو قدمو لره 
خاورې او ایرې غوندې مې واچوه

شرنګ راکړې چمبه راباندې ښکلې کړې 
سوز مې کړه ټپې غوندې مې واچوه

ما دریځ پخپل ښایست روښانه کړه 
پړک د اینې غوندې مې واچوه
 
څلوريزهبشپړ شعر ولولئ

څلوريزه

بشيراحمد دريځ

افغان وژنې افغان وژنې بدبخته مرګ دې وخوره
چې ما بې وخته وژنې نو بې وخته مرګ دې وخوره

غوښين قبر مې پريږدي په خاورين مې کړې دننه
ما مه وژنه کافره په زړه سخته مرګ دې وخوره
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بشيراحمد دريځ

د ستړیاګانو ستړې ستړې مورکۍ
د چم ګاونډ یې پوره وړې مورکۍ

زما د ژوند د کامیابۍ سالارې
زما غربیې او ادکړې مورکۍ

زه دې په هیڅ میدان کې پرېنښودم
زما نومیالۍ او نوموړې مورکۍ

ستا د میړانې کیسې هر وخت کیږي
سر دې کړو ښکته زما اړې مورکۍ

د ژوند له سختو سره وګرزېدې
خو تا بیا هم زنده ګي کړې مورکۍ
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بشيراحمد دريځ

 

سوله د ژوند يوه هنداره كه څوك وپوهيږي
سوله د غبرګو سترګو لاره كه څوك وپوهيږي 

نه به دا جنګ وي نه به تل دغه نفرت وي دلته 
كه چا ژوند تېر كړو په كراره كه څوك وپوهيږي 

سوله د ژوند يو سمبول سوله د مينې لاره 
سوله  ناخوالو کې ایساره  كه څوك وپوهيږي

دا جنګ جګړې د انسان ژوند اخلي ژوند لالیه  
د سولې ژوند، سوله ده یاره كه څوك وپوهيږي

ګرانه هېواده ! که وګړو دې خپل ځان وپېژاند 
په وینو رنګ به نه شې  ښاره!  كه څوك وپوهيږي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بشيراحمد دريځ

د ډیرو هیلې دې کړې څنګه ! ځوانیمرګه ! مرګه 

ځوانان دې یوړل رانه جنګه ! ځوانیمرګه ! مرګه

 

هغوی چې چاته نازولې سترګې نه ښودلې 

بس تا خطا کړل له ګړنګه ! ځوانیمرګه ! مرګه

 

دا څه د وینو انقلاب دې چې خلاصون نلري؟ 

شرنګیږه ژر د سولې زنګه ! ځوانیمرګه ! مرګه

 

خدایه! ګلان د فضل وکره زمونږ په ځمکه 

خوله په دوعا مې شوله ګونګه ! ځوانیمرګه ! مرګه

 

بشیر دریځه ! څوک په حقه څوک نا حقه جنګ کړي 

بس نو په چا به وکړو ننګه ! ځوانیمرګه ! مرګه ؟

اوښکه، وینه سره ورکهبشپړ شعر ولولئ

اوښکه، وینه سره ورکه

بشيراحمد دريځ

 پرون ډېره توره ورېځ وه 

پرون ټول اسـمان خړ پړ وو
پرون بیا بمبار ؤ شوی 
پرون بیا یو ورور مې مړ وو
پرون ورېځ نه اوښکې تللې
پرون بل رنګې دنیا وه
پرون هر سړي ژړا کړه 
پرون مور مې په دوعا وه
    *   *    *
تېره ورځ له دې خبر شوم 
چا په غوږ کې راته وویل
ته پوهېږې چې څه شوي ؟
چا ډولۍ ته وو مین ايښی 
خلک ټول پکې سره شوي
ناوې ، زوم غیږه په غیږه 
دواړه یو ځای دي مړه شوي 
    *   *    *
آه ، شهیده خور یې څه شوه 
آه ، شهیده مور یې څه شوه 
مور یې دا هیله لرله 
چې دزوی ناوې به راوړي 
مور له دې خبره نه وه 
چې د زوی څېره ترې ولي 
    *   *    *
دا یوه پیښه خو نه ده 
هره ورځ مو همدا حال دی 
هر ماښام په وینو رنګ دی 
ځان وژل زموږ کمال دی 
زمونږ وطن کې مرګ بادشاه دی 
زمونږ وطن کې وینې درومي 
    *   *    *
اوښکه ، وینه سره ورکه
توره ، سپینه سره ورکه 
مرګ دی ، مرګ دی بل څه نشته 
ژوند او مړینه سره ورکه 
دلته هر څوک وسلوال دي 
دلته مینه سره ورکه 
    *   *    *
دلته هر سړی ځان ګټي 
دلته شل رنګه ځواکونه 
دلته بل رنګه ځواکونه 
خپل مېنځو کې یو بل وژني 
خپل مېنځو کې شهیدان دي 
ولسونه وژل کیږي 
ولسونه سرګردان دي
    *   *    *
ګوره ! نه به ژاړې مورې
ما ستا برخه ژړا کړې 
مورې ! زده کړیال  زوی دې شهید شو
د کتاب پاڼې ېې باد وهي ژړا راځینه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بشيراحمد دريځ


دا خبره ورکه وه دادې بيا ژوندۍ کړله
زړه کې خو مې ځکه وه دادې بيا ژوندۍ کړله

دلته ته اجازه نشته دلته خلک نه راځي
دلته ملايکه وه دادې بيا ژوندۍ کړله

ډېر يې رانه غواړي خو تل ورته همدا وايم
هيله مې ده مه که وه دادې بيا ژوندۍ کړله

ستا د سا ويستو تږی اوس هم درپسې ګرځي
لاس کې يې بڼکه وه دادې بيا ژوندۍ کړله

ټول غزل همدمره وه دې غزل ولس ته مې
دا د غزل ځمکه وه دادې بيا ژوندۍ کړله