د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ورښمينه سعادت

د د اغلۍ ورښمينه سعادت پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

ورښمينه سعادت د خوازک احمدزى لور په ۱۳۶۷ لمريزكال دپكتياولايت كې په يوه درنه او روڼ انده كورنۍ كې زېږېدلې لومړنۍ زده كړې يې په سيمه كې كړي او وروسته بيا دكابل ښار دعبدالقاسم فردوسي له عالي لېسې څخه فارغه شوې ده.
اغلې سعادت اوس مهال دكاردان په نامه په يوه خصوصي پوهنتون كې زده كړې كوي او ورسره په خواكې دشمشادټلوېزيون سره همكاره ده. سعادت له كوچنوالي څخه دشعر له دكليمه كولوسره مينه لرله او څه موده كېږي چې له شعرليكلو او ليكوالۍ سره يې هم مينه پيداشوې ده.

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

5 خپاره شوي شعرونه

د پلار نښهبشپړ شعر ولولئ

د پلار نښه

د اغلۍ ورښمينه سعادت

کله چې مې ياديږي زړه مې ورپسې دردکوي
کله چې مې تصوير ته هغه شيبې راځي
پام يوې اوبلې خواته اړوم نه مې هيريږئ
باربار مې هغه تصويرهغه شيبې ځوروي
زړه مې غواړي په چغو چغو وژاړم
خو چاته وژاړم
چاته مې د زړه داغونه وښيم
دلته هيڅوک زما ژړانه اوري
څوک مې ګيلو ته غوږ نږدي
خدايه څه وکړم
رانه د پلار نښه مه اخلي
خدايه څه وکړم
چاته ووايم چې زړه مې وپسې دردکوي
زړه مې تنګ دى
خدايه څه وکړم زړه مې تنګ دى
دا دنيا راته تنګه ښکاري
زړه مې  غواړي دخاورپه تل کې ارام وکړم
دا فاني دنيا بقانه لري
زړه مې غواړي سترګې پنا کړم
چې په ژوند مې نګري پوښتنه
پس له مرکه مې په ډيران واچوئ
خدايه څه وکړم زړه مې تنک دى

دغمونوسلسلېبشپړ شعر ولولئ

دغمونوسلسلې

د اغلۍ ورښمينه سعادت

دغــمــونـــوتــــورمــاښام و
ددردونــــــوتــــورزنـــــدان و

زړه مې تل پســې رنځور و
پټ په زړه کې مې جانان و

بس زمـــــاورتـــــه ډيرپام و
ډيرپـــــه ماباندي خوګران و

نو وریښمینې چې ژړل دې
ستا په اوښکو کې پنهان و

۱۰/ ۱۱/ ۱۳۸۷
کابل – حضوري چمن

ځه لاړ شه زړګيهبشپړ شعر ولولئ

ځه لاړ شه زړګيه

د اغلۍ ورښمينه سعادت

نه غــــواړم چـــــې وژاړم ، نه غواړم چې وخاندم
دا مې د لاس نه راځي پښو كې دې اوبه شم زه

تير مې نه هيــــــرږي چـــــې  بيا زه آشنا تيروزم
ځه ورځه زړګېه ، نور ستــــــــــــا لپاره ځاې نشته

هيڅ نور احساس مې ترانو كــــــــې تا لپاره نشته
نه لرم پرواه ستا نورې اوښكې راتــــــــــه مه بهوه

د مجبت كيسې راتــــــه نـــورۍ اشنا مــــــــه كوه
ستا د مجبت لپاره زړه كــــــــــې آشنا ځاې نشته

ورښمينه افسوس كوي چې عمر هسې تير شولو
لاړ شه زما خوا نه ژوندون كې تـــــا ته ځاې نشته
  25/8/009

ورستۍ سلګۍبشپړ شعر ولولئ

ورستۍ سلګۍ

د اغلۍ ورښمينه سعادت

ساه مي تنګه تنګه كيږي ساه ايستل راته ګران شوي
دژوندون ورستۍ  سلګۍ ده ژوندكول راته ګران شوي

هيڅ پوه نه شوم دامي خوب و، كـــــــــه مي خيال و
چي مي سترګي كړي راپورته دريدل راته ګران شوي

چي زه وګورم ګلزارته هره خـــــــــــــواګلان ګلان دي
خوزړګي مي راته وايي ګــــــرځيـدل راته ګران شوي

ربه رحــــــم پــــــرمــــاوكړي اوداخيال زماميلمه كړي
وريښمينه ډيره ستړي ژوندون تيرول ورته ګران شوي

آزادشعربشپړ شعر ولولئ

آزادشعر

د اغلۍ ورښمينه سعادت

تــه چــــــــې زړه صبــــــــــــرولــــى شې
زه ېــــــــــــــې ولــــــــــــــې نـــــــــشم ؟

تـــــــــــــه چـــــــــې مـــې هيرولى شي
زه ېــــــــــې ولـــــــــــــــې نــــــــــــشم؟

ته چــــــــــې مــــــې له زړه باسلى شې
زه ېـــــــــــې ولـــــــــې نـــــــــــــــشم ؟

ته چــــــــــې رانـــــــــه مـــخ اړولى شې
زه ېـــــــــې ولــــــــــــې نـــــــــــــشم ؟
 
ته چې مې له ځــــــــــانــــه شړلى شې
زه ولــــــــــې درنــــــــه تـــــــللى نشم ؟

ته چې له بل چاســـــــره اوسيدلى شې
زه ېــــــــې ولـــــــې منــــــــــلى نشم ؟

ته چې زماپه مينه ملنډې وهلـــــى شې
زه ولې ځان پـــــــوهـــــــولـــــى نشم ؟
 
ته چې زمـــــــــانــه لرې اوسيدلى شي
زه ېې ولـــــــې هيــــــــرولى نـــــشم ؟

زه په مينه كې په زړه رنځـــوره شوې وم
وريښمينه بياله خپله خدايه رڼايي غواړي

2009/9/14