د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

د اغلۍ بهادره وردګ

د د اغلۍ بهادره وردګ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

بهادره وردګ دغلام حسن شيدا لور او د محمد امير لمسۍ ده  او په ١٩٨٧ کال کښې دزابل ولايت دکلات په ښکلې ښار کې زيږيدلۍ ده او اصل کښې ميدان وردګ ولايت اودهفت اسياب دسيمې ده . او اوس دکلات په ښکلۍ ښار کښې ژوند کوي او د ډاکتري مقدسه دنده تر سره کوي د بهادرې وردګ شعرونه په  ښکلا  او  ګودر  مجلو کې چاپ شوې دي :

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

5 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

د اغلۍ بهادره وردګ

په کورمى ګرځي تور کارغه دجانـــان زيرې راوړي
ښکاري چې بيرته په وطن د امــــان زيرى راوړي

چې ورته تږې ومه زه له ډيـــــــره وخته په  ژوند
دسباوون راته د زړه د ارمـــــان زيــــــــرى راوړي

کوم چنارونو دګودر په غـــــــــــــاړه اور اخستى
دګلورين سپرلي د پاره اسمـــــــان زيرى راوړي

چې د پيــــــړيـــــــــو پرهرونه مو راوګنډي سم
دقسمت ستوري دسپيڅلي درمان زيرى راوړي

لاسونه مه ښکـــــــــلوئ خلــکو دبې دينوبيرته
بهادرې تاسوته دښکلي قـــــــــران زيرى راوړي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

د اغلۍ بهادره وردګ

زما دپاره يو جـــــــــــــهان يې ته به نه يې خبر
له ستورو ډک راته اسمان يې ته به نه يې خبر

دسترګو توره صــــــــدقه دې شم دمينې په نوم
دزړه په کور کې مې جانان يې ته به نه يې خبر

پرما ګواه د څوارلسم سپــــــوږمۍ پوښتنه وکړه
زخمي زړګى ته مې درمان يې ته به نه يې خبر

په هغه ځاى کې دســـــــــپرلي ګلونه وغوړيدل
په کومه لاره چې روان يـــــــې ته به نه يې خبر

زه بهادرې دى زړه چاودى کـــــــړمــه کله راځي
دکور څراغ يې زما ارمان يې ته به نـــــه يې خبر

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

د اغلۍ بهادره وردګ

داسمان ستورو ته لاســــــونه په دعا ونيسم
زاڼى راځي په کلي فـــــال ورته اشنا ونيسم
 
چى اولادنه دي پـــــه کور کې راته پريښودلو
ځکه رڼې ، اوښــــکې په لپو کې زما ونيسم

ته به يې وګڼي چــې سم راته دروغ وايي دا
زخمي وجود ته دواړه لاسه په رښتيا ونيسم

چې دلته ګرځي دسېلۍ  ليوان په زيړمازديګر
دکوم طرفه ورتــــــــه مخـه دبــــــــلا ونيسم

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

د اغلۍ بهادره وردګ

زما دژوند کتاب ته ګـــــــــوره در معلومه به شم
د روڼ تندي جواب تـــه ګــوره در معلومه به شم

وماته زړه کـــــــــې ليوني خيالونه مه ويده وى
دا پښتنې حـجــــاب ته ګوره در معلومه به شم

دخپل ناموس حيامې نغښتې په پروڼي کې ده
دحقيقت حســــــاب ته ګوره در معلومه به شم

زه دمظلومې په غم کې اوښکې څڅومه مدام
تڼاکې زړه خوناب تــــه ګوره در معلومه به شم

يو څوک به ووايي زما دغـــــــــم سندرې پکې
دژوند نغمې رباب ته ګوره درمعـــــلومه به شم

چې ملا تړ دهر رنځوره سره کړمــــــــه په جار
دستومانۍ عذاب ته ګوره در معلومه بـــه شم

دچا په خُله لاسونه نه شمه نيوى بـــــــهادرې
پټ دجهان حساب ته ګوره در معلومه بـــه شم

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

د اغلۍ بهادره وردګ

دژوندون پاڼه رژېده ور بــــــــانــــــــــدې وژړيدم
زندګي غم کې تيريده وربــــــــــــانــدى وژړيدم

يوه انجلۍ مى لاتراوسه زړه کې اوسي خدايه
دموره لرى وديــــــــــــده ور بنـــــــــدى وژړيدم

بې پامه ما مخ په هنـــــــداره کې سهار ليدلى
څهره مې نوره بدلــــــــــــــيده ور باندى وژړيدم

دا دوطن زلمي دښمن تــــــــه ماتې نه ورکوي
پښتنه پيغله ژړيده وربـــــــــــانــــــــدى وژړيدم
 
دګلاب رنګ راته په وينو باندى ســــــور شو ځکه
دګودر غاړه ړنګيده وربـــــــــــــانــــــــدى وژړيدم
 
ماښام په کلي کې په توره شپه جـــابره ګرځي
چورلکه ډيره ګرځيده وربـــــــــــــــانـــدى وژړيدم

زه بهادوري ورته دميـــــــــــنې فــــــکر وړى يمه
شمع له غمه ويليده ور بــــــانــــــــــدى وژړيدم