د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

غلام فاروق احمد ي

د غلام فاروق احمد ي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

ولاړ دی په کوڅه کي معصوم طفل د افغان

غمګين مخ کي يي نقش دي ټول غمونه د جهان

يخني يي لړزوي،دده پښي لوڅي،سر بربنډ

د سترګو نه رواني تودي اوښکي پر ګريوان

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

7 خپاره شوي شعرونه

د زړه قصهبشپړ شعر ولولئ

د زړه قصه

غلام فاروق احمد ي

نن غواړم درته واوروم د زړه يو حکايت 

بيان درته قصه کړمه د زړه د محبت

چي نه مي وي ليدلي دغه ستا خماري سترګي

و ماته ؤ پردی د زړه صفا او صميميت

چي نه مي ؤ لمس کړی دغه ستا لطيف بدن

ما نه احساسوی د ګل د پاڼي لطافت

يو ځوان  وم  بي خبره  د رقيب  د نيرنګو

ستا ميني راته زده کړله اصول د رقابت

په ميني او مين پوري به ما هميش خندل

تر څو چي مي نصيب شو د مين زړه اسارت

زه غرق وم د غرور او تکبر يوي نړۍ کي

دا ستا مينه يو درس شو د تقوي او فضليت

چي و مي څکی لومړی ځل ستا د وصل ډک يو جام

بيهوښه کړم دا ستا د ګل بدن مقاربت

په زړه مي محبت او عبادت دواړه يوشان سوه

ستا عشق راته ښکاره کړله اسرار د عبادت

پټ ستا په شرابي سترګو کي راز د نوي ژوند

د ميني ډک نظر دي ؤ سوغات د سعادت

که مځکه که اسمان دی ماته ډک د ميني ښکاري

زما نوی نړۍليد دی ستا د ميني برکت

مين  زړه  نه  مړيږي  ستا د حسن  ننداره کړي

چي خداي درته درکړی د سپوږمۍ په شان سيرت

و زړه  ته  به  نږدي نه  شي که  وي د جنت حوره

چي کړمه راپياد ستا د خوږو شونډو لذت

ژوندی  به  راولاړ شم د لحد د سپين کفن نه

که ووينمه ستا د ښکلو سترګو اشارت

نصيب  سره  جدا کړو،جدايي مو ازلي  وه

زه بيا هم يم ممنون ستا د وفا او شفقت

شکوه مه بوله  هيڅکله  د زړه  دا څو خبري

که څه هم تل سوځيږمه په اور د فراقت

ارمان مي نه دي خپل د ژوندانه دا تير کلونه

ما څکلي سري پيالي دي د رښتيني رفاقت

 هامبورګ  2006 کال

افغان ته خطاببشپړ شعر ولولئ

افغان ته خطاب

غلام فاروق احمد ي

چي د قوم په ننګ راپاڅيد خوشحال خان شو

ننګيالی د زماني شو ستر افغان شو

په  يوه  لاس  کي  قلم په  بل  کي  توره

د جګړي او سولي دواړو قهرمان شو

اکبر خان،مسجدي خان که ايوب خان ؤ

شهامت  يي  د  ملت نوم او نښان شو

دښمنان د خپل وطن يي په ګونډو کړه

شجاعت يي ستر وياړ د هر دوران شو

چي  يي  عزم  د  و طن د  ازادۍ  کړ

نو د شرق د اسمان ستوری شاه امان شو

که چا درک نه کړ په خپله  زمانه کي

امانيه  دوران  مو  وياړ  د  هر  دوران شو

په  عدم  تشدد يي  دښمن  مات  کړ

د  افغان  ملت  بابا  فخر  افغان  شو

تل پياد ژوندي خدايي خدمتګاران دي

سپيڅلتوب ته يي جمله جهان حيران شو

چي افغان ولس يو موټی متحد ؤ

تل پيروز ؤ نوم يي لوړ پر ټول جهان شو

د  هر   غره  دره  يي  پټه  خزانه  وه

د غره هر وجب يي لعل د بدخشان شو

که هر څو وايم چي څوک وم ګټه نه کا

تير وخت نشته نن حاکم نوی دوران شو

که پخوا مي ګران وطن جنت نښان ؤ

نن  زما  د  افسانو  وطن  ويران  شو

هر يو ښار مو د ښارونو  ناوکي  وه

شينکی باغ مو نن په څير د بيابان شو

چي يي يو دبل پر سر ټومبل ميخونه

بيرحمي يي ننګ او شرم د زمان شو

چي  و  ځانته  مجاهد  او  رهبر  وايي

شو غلام  او د پرديو په  فرمان شو

که تاجيک،ازبک،پښتون که هزاره ؤ

د نړۍ په هر يو ګوټ کي سرګردان شو

چي يي خپل کور ته ميلمه تل رابلله

اوس مجبوره د پردي کورو مهمان شو

پر افغان داس حال هيڅ نه ؤ راغلی

چي  اسير  د  ناپوهانو  د  زندان  شو

د  پرديو  په  خدمت  ملي  اتل  شو

اتل نه شو خو ملګری د شيطان شو

د اسلام په نوم يي نوم د اسلام بد کړ

جنګ سالار شو لوي دښمن د هر انسان شو

که رهبر مو د هر حزب د هر ګروپ ؤ

و ملت ته د خيانت په لار روان شو

د افغان ملت په وينو کي لاهو شو

په رښتيا خدمت ګذاره د خپل ځان شو

د قوميت په نوم يي ټوله قوم برباد کړ

کور ويجاړ،مکتب خراب،سړک يي وران شو

د افغان زويه راپاڅه نور بيدار شه

ته شوي پاته درنه ليري ټول کاروان شو

په هيڅ شي کي د هيچا نه څه کم نه يي

نو دي ولي لاس د خپل ورور په ګريوان شو

سوي چيغي د يتيم او کونډي واوره

نور نو صبر او تحمل و دوي ته ګران شو

چي لا هم  ته  د نفاق  په  لاره  درومي

مخ دي تور شو تو لعنت دي پر خپل ځان شو

ډاکتر غلام فاروق ميراحمدي

هامبورګ  2006 کال

زه او تهبشپړ شعر ولولئ

زه او ته

غلام فاروق احمد ي

تا د سکون او خاموشۍ سپيره فضا غوره کړه

ما د دي ژوند د توفانو مسته دنيا غوره کړه

که په خوله ښه وايي،پر زړه دي شوم نيتونه پراته

ما د ظاهر او د باطن دنيا صفا غوره کړه

ته د منبر نه کړي تل وعظ د خرافاتو په باب

ما د رښتيني اسلاميت په باب وينا غوره کړه

و ماته ولي نصيحت د خير او شر کوي ته

ما په خپل خير و شر کي محض د خداي رضا غوره کړه

تا که د بم په شان پيغام د توري شپي راوړی

ما د لمرڅرک وړانګه ځلانده د سبا غوره کړه

تا که آزار د زخمي زړونو خپل وياړ ګڼلۍ

ما ددي سوو زخمي زړونو تمنا غوره کړه

که ستا دوستي د هر ظالم او ستمګر سره ده

ما اشنايي د هر مظلوم او بينوا غوره کړه

ته که دکبر د اسمان څخه مسګين ته ګوري

ما د ژوند موخه لاس نيونه د ګدا غوره کړه

ته که شيطان يي جهالت او تاريکي خپروي

زه يم ډيوه خپل شاوخوا ته مي رڼا غوره کړه

ته غاښ چيچۍ کړي د دوږخ د عذابو له ډاره

ما په دي ژوند کي د فردوس جنت خندا غوره کړه

ته که شراب نه خوري،د وينو څکل نشه درکوي

ما د جهاد لاره پر ضد ددي بلا غوره کړه

هره  شيبه  که  ته  ښيرا  د  يتيمانو  اوري

ما د بيوزله هر يتيم د زړه دوعا غوره کړه

تا چي  مکي معظمي ته  درناوي  ونه کړه

ما هم خپل لار ستا د مسجد څخه جدا غوره کړه

يو ځل د غرب بل ځل د شرق و خواته سر ښوروي

ما د دا خپل ثابت نظر سره وفا غوره کړه

ته د وحشت په زور د ژبي د چپ تيا هڅه کړي

زه شوم شاعر نوي شيوه مي د غوغا غوره کړه

مه اوسه هيڅکله زما د مايوسۍ په هيله

ما د شکست نه پس دا لاره يو ځل بيا غوره کړه

 هامبورګ  2006 کال

بياجوړونهبشپړ شعر ولولئ

بياجوړونه

غلام فاروق احمد ي

بيا جوړونه د وطن نوي فکرونه غواړي

نوي ځوانان،نوي مشران نوي خيالونه غواړي

بيا جوړونه د ښارو که ډير اسانه بريښي

بيا رغونه د مغزو نوي چالونه غواړي

نفاق مو بس دی،اتفاق ملي وحدت په کار دی

داسي وحدت نوی پيمان،نوي قولونه غواړي

د  زړو  ډلو او حزبونو  ړنګول  په  کار دي

د نوي عصر مفکوري نوي ګوندونه غواړي

که چا د ښي او چا د کيڼ په لور شعار ورکاوه

نوي تګ لاره مو اوس نوي شعارونه غواړي

که  غواړو  بيا  د تمدن  په  قافله  کي  وسو

د سفر عزم مو نن نوي کاروانونه غواړي

که د لور ليد څخه مو هر څه تور يا سپين ښکاريده

زموږ نړی ليد اوس تنوع،نوي رنګونه غواړي

د ځان ځانۍ په عوض مينه او دوستي په کار ده

ملي احساس نوی فرهنګ،نوي دودونه غواړي

پوهه چي نه وي نو رښتيني آزادي هم نه وي

دا آزادي نوی کتاب،نوي درسونه غواړي

د  خرافاتو  د  حصاره  راوتل  په  کار  دي

نوی تصميم مو هم جرئت هم نوښتونه غواړي

چي مو په باغ کي بلبل بيا په مستۍ پيل وکړي

د باغ بلبل نوی ماليار،نوي ګلونه غواړي

د لوي څښتن د پاک دربار نه د مدد په هيله

نوي دوعا مو شپه او روځ عبادتونه غواړي

هامبورګ  2006 کال

د پوهني رابللبشپړ شعر ولولئ

د پوهني رابلل

غلام فاروق احمد ي

د  مړو  ژبو  نه  به  بيرته راژوندي شي

که پښتون په پښتو ژبه لوست ليکل کړي

ناپوهۍ که پښتانه سحر و جادو کړه

پښتو ژبه د دي سحر ماتول کړي

د خوشحال روح به هيڅکله خوشحال نه شي

که ناپوه د ده په توره نازيدل کړي

چي د پلار نصيحت نه اوري بيده وي

نو بيا ولي د پلرونو ياديدل کړي

چي ناپوه په خپل ملت او ولس وياړي

په خپل جهل د هغوي شرميدل کړي

خوار افغان  ولس  به  هله  سره  يو شي

چي وګړي يي پوهني سره مل کړي

نيکمرغي به د پښتون پر کور ميلمه شي

 خپل کوڅي ته که د پوهي راوستل کړي

کامراني د خپل ولس چي يي ارمان وي

زاړه  ژوند  ته  نوښتونه  رابلل  کړي

چي يي  مينه  د افغان  وي  په  سينه  کي

په  خپل ژبه  د پوهني خپرول کړي

فاروق شعر ليکي هر څو که شاعر نه دی

په دي ډول درد د زړه اظهارول کړي

ډاکتر غلام فاروق ميراحمدي

هامبورګ  2006 کال

خوار ماشومبشپړ شعر ولولئ

خوار ماشوم

غلام فاروق احمد ي

ولاړ دی په کوڅه کي معصوم طفل د افغان

غمګين مخ کي يي نقش دي ټول غمونه د جهان

يخني يي لړزوي،دده پښي لوڅي،سر بربنډ

د سترګو نه رواني تودي اوښکي پر ګريوان

و مخ ته يي پتنوس د بولاني پروت پر سړک دی

د کور د خرڅ ګټل ګڼي د خپل زړګي ارمان

ولاړه پر لنده مځکه کيږدي د خوار ماشوم ده

قصرونه جوړوي بل خوا شيرپور کي زورګويان

د خوار ماشوم د پلار په وينو رنګ شوه ټوله مځکه

لعنت پر داسي قصر چي پر وينو وي ودان

ظالمو حاکمانو د غريب خونه کړه ورانه

پاک رب دي نو پخپله کړي د ظلم کور ويران

ګيله زموږ د خلکو ده د سترو هيوادوڅخه

چي بيا يي پر قدرت کړه شرميدلي رهبران

لا اوس يي هم منګولي دي زموږ په زړو کي ښخي

له درده مو لذت اخلي زاړه قوماندانان

چي روح يي وي ناجوړی،په زړه تور او په تن زوړ شي

نو ځکه د کافر په نوم شهيد کړي مسلمان

پخوا مو رابللي که جرګي تل د مشرانو

افسوس چي اوس سبب دي د نفاق زموږ مشران

چي کله هم افغان د پرمختګ په لور قدم ږدي

ددي لاري شي خنډ يو شمير بي دينه ملايان

ستا ځاي کنج د مسجد او ستا توبه بايد بار بار واي

يي غرق په ګناهونو بيا هم هيڅ نه يي پښيمان

که ګور ته دي هم وړلاي نو همدا ثروت دي بس ؤ

د چور د اشتها دي ثاني نشته پر جهان

ټپوس د تاريکۍ مو توره شپه نوره تياره کړه

وژونکي د ملت مو شوه ملي قهرمانان

تياري پسي تياره شوه دا به جبر د تقدير وي

حاکم کړ د ډبري عصر بيا پر موږ زمان

 هامبورګ  2006 کال

تنهاييبشپړ شعر ولولئ

تنهايي

غلام فاروق احمد ي

محفل کي د دوستانو يم خو بيا هم زه تنها يم

پر څنګ مي ښکلي ناسته زه د يار په تمنا يم

په سترګو اشاري کړي او په خوله څه راته وايي

زه ډوب خپلو فکرو کي د بل مخ په تماشا يم

شراب په پيمانو خورم ولي بيا هم زه خمار يم

نشه ده رانه ورکه په کوم درد چي مبتلا يم

و کوم خواته روان يم ،چيرته ځمه نه پوهيږم

زه ګرځم په چمن کي يا روان زه پر بيديا يم

کلونه د ځوانۍ درومي په وړاندي بيله ځنډه

زه اوس هم د تير ژوند د خاطرو سره لګيا يم

فقير يم که امير يم ماته هر څه اوس يو شان دي

د شان او د شهرت سره زه بيا هم تل ګدا يم

نن  رسم  د زمان که  بدلول  دي  د يارانو

زه خپل د ثابت يار څخه غوښتونکی د وفا يم

په باغ کي د ښايست که غوړيدلي ډير ګلان دي

زه يو ګل بويومه،يوي ميني ته پيدا يم

نه ډار د سور دوږخ او نه بيا هيله  د جنت شته

زه خپل دوږخي ژوند کي د جنت سره اشنا يم

دوستان چي مي خلوت ژوند ته د شور راوستل غواړي

و داسي ښو دوستانو ته به تل زه په دوعا يم

هامبورګ  2006 کال