د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

مشروف عابدغازي

د مشروف عابدغازي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

4 خپاره شوي شعرونه

ننګرهارهبشپړ شعر ولولئ

ننګرهاره

مشروف عابدغازي

هميشه بهار بهارې ننګرهاره
لكه ناوې سم سينګارې ننګرهاره
هرطرف ښكلا ښكلا خلوص خلوص يې
محبت نه ډك اظهاريې ننګرهاره
ستاد نوم او د خايست نه داسي ښكاري
دهيواد د غاړې هاريې ننګرهاره
تا روزلي غيرتي بچيان په غيږ كې
ته مو مور يې هم مو پلار يې ننګرهاره
نارنج ګل دې شمله دار پټكي كې ايښي
مبارك دې شه تاجدار يې ننګرهاره
شين څادر دې هميشه په مخ راخور دې
په والله چې مزيدار يې ننګرهاره
ستا په غيږ كې پيدا عابد غازي دې
در نه ځار په څو څو واره ننګرهاره
۱۴ فروري ۲۰۰۰ جلال آباد نارنج ګل ميله
ديار مينهبشپړ شعر ولولئ

ديار مينه

مشروف عابدغازي

مينه ديار څومره حسينه ده شاعر يې كړمه
دعشق دنيا ښكلې رنګينه ده شاعر يې كړمه
 
دجانان كلې او كوڅه،جانان خو څه كوې لا
ماته خايسته او ګل ورينه ده شاعر يې كړمه
 
دازه ديار نه قربانيږم يار زما نه لوګې
دازمونږيوبل سره مينه ده شاعر يې كړمه
 
عابد غازي هميش بهار دپسرلو وطن دې
د ننګرهار خاوره شيرينه ده شاعر يې كړمه
غازي آبادكلې ۲۴ جون ۲۰۰۳
اشنا ته ګيلهبشپړ شعر ولولئ

اشنا ته ګيله

مشروف عابدغازي

بس دې دا زړه مې درنه تور دې اشنا
لمبه لمبه شو سوې سكوردې اشنا
كډه به واخلم زه به ځم درځنې
تاته چې كلي كې پيغور دې اشنا
زه لكه موم درته ټول ويلې شومه
خمارو سترګو كې دې اور دې اشنا
ستا پدې مستو شونډو مسته خندا
په ما دغم څادر راخور دې اشنا
زه د بيلتون دزوره كله يمه
داخو دا ستا زړګي كې زور دې اشنا
په يو مالت كې مې پوښتنه نكړې
كنډر كنډر مې د زړه كور دې اشنا
توبه توبه د ښكلو كله كيږي
بيا خلك واي قسم خور دې اشنا
عابد غازي د خوشحالۍ سوال كوي
خداې ته سجده باندې نسكور دې اشنا
۲۰۰۳ اګست ۱۱، جلال آباد
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

مشروف عابدغازي

جانانه دا كږه وږه ځواني دې مرګې وخوره
داناز دغه ادا او دا مستي دمرګې وخوره
 
مونږكله درسمونو رواجونو نه منكر يو
مغروره دا د څوورځو ياري دې مرګې وخوره
 
تقديرراته راپيښه كړه ګيله ورځنې نه كړم
لاسونو كې داشنه اوسره بنګړي دې مرګې وخوره
 
داستا دبې روخۍ دلاسه څيرې ګريوان ګرځم
اشنا دغه رنګين مازيګري دې مرګې وخوره
 
څه ستا سترګې پردۍ شوې څه رقيب كارونه وكړل
خو ګوره د ښايست دا پسرلې د مرګې وخوره
 
منمه چه عادت دښكلووي داسې زړګيه
دا ځكه درته واي شاعري دې مرګې وخوره
 
عابد غازي د خپلو ارادو مزي مظبوط كړه
دا مه وايه ملګري پيښوري دې مرګې وخوره
 
دسمبر ۸، ۲۰۰۶ خوشحال خان مينه كابل