پښتو ادب · شاعران
عبدالهادي حیران
د عبدالهادي حیران پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
4 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عبدالهادي حیران
لکه زړۀ چې د چا خپل وي داسې خپل دى
زما يو کــــــــــــــور پېښور دى يو کابل دى
ستا د دوو لمــــــــحو د وِصل دا خواږۀ دي
ژوند په تا پســـــې رفتار کوي په زغل دى
د دې قوم د زوال سبــــــــب نــــور څۀ دى؟
څوک چې څومره لوي غدار دى لوي اتل دى
د خپل سيوري نه هم خلک پـــــکې ډار کړي
په دې ښار رالوتى باد د کـــــــــــوم مقتل دى
ځه چې مينه وکړو، زړونه ښـــــــــۀ ماړۀ کړو
د دوو ورځو زندګي ده بيا اجــــــــــــــــــل دى
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عبدالهادي حیران
ستا د نوم نه مې اغاز د
ژوندانه دى
زما څۀ ښکلى اغاز د ژوندانه
دى
ستا نظر که چا له هيڅ ندى نو
نۀ دى
ولې ما له خو اعزاز د ژوندانه
دى
بندګي د خپل جانان د وجود
کړمه
دا مې ژوند دى، دا مې راز د
ژوندانه دى
د انسان غمونه هر ځاى چې دي
خوري مې
زما دغه سوز و ساز د ژوندانه
دى
ستا "کتاب" کې چې د مينې ټکى
نيشته
ملا تا له څۀ جواز د ژوندانه
دى؟؟؟
چا ويل څۀ ته شاعري کوې
حېرانه!
ما ويل دا هم يؤ اواز د
ژوندانه دى
٢٠٠٣ مېلادي کال
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عبدالهادي حیران
دا چې زړونو کښې تورتم دی
دا د ټولو نه لوی غم دی!!
کۀ جذبه د لېونتوب وي
نو منزل ته يؤ قدم دی
حال د ژوند بس دومره ډېر دی
چې حالاتو سره سم دی
علامت د بربادۍ دی
مونږ تراشلی چې صنم دی
قطعهبشپړ شعر ولولئ
قطعه
عبدالهادي حیران
يؤ سړی چې هيڅ يې نۀ زده
استاد هم دی، لارښود هم دی
دا لا کوم وحشت راخور دی
د هر چا سترګو کښې نم دی؟
قطعه
د ښار ډېرې دروازې دي
اؤ په هره يوه کښې غم دی!
دا تاريخ ورانول ګران دي
دا په زړونو کښې رقم دی
د ژوند ډېرې تقاضې دي
د انسان عُمر ډېر کم دی