پښتو ادب · شاعران
حمیدالله حمید
د حمیدالله حمید پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
مولوي حميدالله حميد د مولوي دين محمد زوى پر ١٣٥٢ل كال دكندهار ښار په پنجوايي ولسوالۍ كې زېږېدلى دى. د پلار په مرسته او څارنه يې تر لسم ټولګي پورې په كور كې زده كړه كړې، تر هغه وروسته يې منځنۍ زده كړې په كوټې ښار او نورې ديني زده كړې په پېښور كې له مولوي عنايت الله غبرګي او شېخ عبدالمنان مفتي فريد څخه كړې دي. له ١٣٦٦ل كال را په دېخوا شعر ليكي، چې اوسني شعرونه يې يوه ټولګه كېږي. سربېره پر دې يوه ژباړه يې هم چاپ ته تياره ده.
ښاغلى حميد وايي چې دمجبوريت له مخې يې يو ځل خپل ټول شعرونه وسوځول او بيا يې هم په ناشعوري ډول يوه ټولګه تياره كړه او ورڅخه له منځه لاړه، اوسنۍ ټولګه يې هم په خطر كې ده. ډېر ځوانان عادت شوي چې خپلې لومړنۍ تجربې ډېرې ټيټې او كمزورې ګڼي، پر همدې بنسټ خپله لومړنۍ شاعري له منځه وړي، خو كه ديوې شېبې احساساتي كېدو پرځاى له څه زغم څخه كار واخلي، ګټه به يې نوره هم ډېره وي، يو خو به دا نوي ځوانان خپل لومړني شعرونه او ليكنې له اوسنيو هغو سره پرتله كړي او خپل پرمختګ به ورته څرګند شي، بل د نوموړيو توكو خوندي كول يوه اړتيا ده چې بايد ورته پاملرنه وشي. د حميد شاعري په يوه غلي چاپېريال كې د شپېلۍ هغې نغمې ته ورته ده، چې د يوه ماهر شپانه په لاس وغږول شي.
نوموړى اوس د يوه مدرس په توګه په يوه جومات كې بوخت دى او د هېواد بچيو زړونه او ذهنونه د پوهې په رڼا روښانوي.
شعرونه
3 خپاره شوي شعرونه
د كوڅې خاورېبشپړ شعر ولولئ
د كوڅې خاورې
حمیدالله حمید
ستا د كوڅې خاورې مې ښكل كړې د وفا په هيله
لارې د كـــــــــلي مــــــــې پل پل كړې د وفا په هيله
ستا په درګاه كې يم ســــرټيټى، خړې سترګې ولاړ
سترګې د سوال مې درتــــــــه ول كړې د وفا په هيله
اوښكې غوټۍ پر اننــــــــــګو لاړې ګرېوان ته لاړې
د ګرېوان كور كې مې ځـــــــل بل كړې د وفا په هيله
يوه رښتيني هــــــــدف راوستـــــــــــــــمه ستا و در ته
ما وېل له زړه نه كه ما ښكل كــــــــړې د وفا په هيله
ستا ښكلي مخ ته ګورم ياره خـــــــــــو حميد ته ګوره
شمعې حميد ما درته بل كــــــــــــــړې د وفا په هيله.
١٣٧٩ ل كال- كندهار
بارانونهبشپړ شعر ولولئ
بارانونه
حمیدالله حمید
تر سترګو مې دردونه، سېلابونـــــــــه را اورېږي
پرمخ مې شولې لارې ارمـــــــانــــــونه را اورېږي
و مخ ته مې بــــنــــــــــدونــــــه د لېمو ورته تړلي
پرې مات شولو مــــــاتېږي توپانونه را اورېږي
د هجر باد د ميــــــــــــنې انګارونه سره لمبه كړل
د زړه كور مې ســــوزان شو هجرانونه را اورېږي
ورځم د شاه خوبانـــــــو و هغې ښكلې هوجرې ته
روضه كې چې يــــــې كښېنم رحمتونه را اورېږي
معشوقه استسقـــــــا رانه د سترګو پردې يووړې
كه يـــــــــــو وار نــــــــظر وكړې بارانونه را اورېږي
د هيلو بــــــــاغ مې ګـــــوره د اميد غوټۍ نيولي
پر هغه لار مې تــــــــش كړه چې نازونه را اورېږي
غوښتنه كې منـــــــظور شوه بيا هلته حميد ګوره
ارمان څه چې له خولې به يې سازونه را اورېږي
١٣٧٨/٥/٢٨ل كال
د مينې پوربشپړ شعر ولولئ
د مينې پور
حمیدالله حمید
چېرته چې د لمر ياغې وړانګې رسي
چېــــــــرې چې كاروان د مينې واړوي
ووايـــــــــي بلـــــــــــبل په ترانو دعشق
وسوځي، ايرې شـــي په لمبو د عشق
زور وركړه شپونــــــكيه و شپېليو ته
وايه د سارا ولېـــــــونيــــــــــو تــــــــــه
راشئ چې د مينې له مجنون ســــــــره
وخــــــانــــــــدو پـه زوره له جنون سره
دادى پور د مينـــې ستاسو غاړه كې
دا دى اور د مينې ستاسو غاړو كې