د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

بشير احمدبشارت

د بشير احمدبشارت پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

4 خپاره شوي شعرونه

څپاند هبشپړ شعر ولولئ

څپاند ه

بشير احمدبشارت

 اوښكه چې څرګنده شي، ځلانده شي

جوړه د وير سيند شي را څپانده شي

څه شېبه بڼو كې غلې – غلې شي
راشي اننګو ته راغړانده شي

تم شي يو ځل سپينه مرغلره شي
درومي و هر لوري ته بهانده شي

هار شي بيا پر سپينه سينه وزانګي
لاړه شي ګرېوان كې لالهانده شي.
هارونهبشپړ شعر ولولئ

هارونه

بشير احمدبشارت

پردېسې اوښكې مې روانې، د ګرېوان پر لوري
رنځور زړګى مې په نڅا شو، د جانان پر لوري

عقل مې پرېښودله لاره په جنون كې ګډ شوم
اوس وړم په پښو كې زولنې، ځم د زندان پر لوري

شولې راپورې سرې لمبې د بېلتانه په ښار كې
لوګى – لوګى رانه خوځېږي، د اسمان پر لوري

چې مې را وناڅي په زړه كې اندېښنې د هجر
وړمه د اوښكو جوړ هارونه، د ارمان پر لوري

راته يو ديد يې قيامتي شو بشارته د يار
سر به ور لېږمه ډالۍ كې ددې ګران پر لوري

1379لمريز،كندهار
كرښهبشپړ شعر ولولئ

كرښه

بشير احمدبشارت

څوك دعقل په بېړۍ كې د جنون پر لارو درومي
چاته كلى زنداني شي، زنځيرونه را پارېږي

دبدۍ كاروان روان دى، د زمان پر كږلېچونو
نفاق خپل منزل ته رسي، پسادونه را پارېږي

اسمان ټوله زلزله دى، د قسمت بدلول غواړي
د تقدير پر كرښه ګام ږدي، تدبيرونه را پارېږي

زموږ دهيلو سمندر كې، لا نيمګړې بېړۍ لامبي
كله بيا راشي څپو كې، نهنګونه را پارېږي

د سمون پر سمه لاره، بشارته سم قدم ږده
هسې نه بېلتون راغلى، هجگرانونه را پارېږي

كندهار، دويمه ناحيه
سپرليهبشپړ شعر ولولئ

سپرليه

بشير احمدبشارت

دمودو پردېس سپرليه! راشه زموږشاړو مېرو ته
په پسته رنګينه غېږكې ګلان راوړه دې دښتو ته

دژوندون په نامه ژوند دى، د زندان په څېر قفس كې
ټولې هيلې زندۍ شوې دي، د ظلم په محبس كې

د تيارو كړۍ ور لوېږي، د مظلومو لاس و پښو ته
هر محفل سور رنګ اخيستى، د حنا رنګ بېګانه دى

د مطرب لاس كې رباب دى، ايښى سر پر زنګانه دى
نه نڅا شته، نه موسكا شته،نه خوښي شته د چا زړو ته

دخزان ترخې سېلۍ مې رژوي راته ګلڅانګې
د ياغي توپان څپو كې مې ډوبېږي د عشق مراندې

د اميد د بېړۍ تله دي، د هدف و رسېدو ته
په ګردونو ډك اسمان كې د كرګسو شور ما شور دى

د بېوسو په انګړ كې د لوخړو اتڼ خپور دى
د وحشت په تاريكو كې لاره پرانيزه وړانګو ته.