د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالباري جهاني

د عبدالباري جهاني پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

د کندهار ښار د کابل دروازې د شمالي  کلا فصيل او باميزو کوڅي  په  تقاطع کي يو کور  دی چي  د احمد شاهي عصر دمشهو شخصيت اشرف الوزار  شاوليخان باميزايي د استوګنې مېنه وه .
په دې کور کي يو خوش سليقه، بې ازاره  او پرهېزګاره  سوداګر او سېدئ. ښاغلی عبدالباري جهاني ، چي نن په فرهنګي  حلقو کي  د پښتو ژبي د نازکخيال شاعر په توګه يو پېژندل  سوې څيره ده ، او شعر يې د پښتو  ادبي زيرمي پر حجم باندي ، د کيفيت او محتوی په لحاظ، ډيره رنګينه  اضافه ده، د نوموړي سوداګر (اروا ښاد حاجي عبدا ﻻحمد) مشر زوی دی چي زما په حساب پنځوس کاله وړاندي په همدې کورکي زېږېدلی دی.
پر يو استاد (مرحوم ملا محمد نور اخند)  مو ديني زده ګړي ګړي، او د کندهار د ميرويس په لېسه کي مو تر دوولسم ټولګي پوري يو ځای درس لوستی دي .
او په  يو کال  پوهنتون  ته  تللي  يو.  زه چي اوس دا کرښي کتږم، ذهن ته مي د نيمي پېړۍ ښو خاطراتو  هغه  ډك  ژوند تداعي ګېږي چي په  ريشتيا س ره  په  وياړلو  ارزي .  زه په هيواد  کي پاته سوم او دی  يې تر يو لړ سرګردانيو وروسته امريکاته   و رساوه وروسته  ماته  هم  مېنه  سره  تبۍ سوه او سر نوشت دا دی د څو کلونو راهيسي د کاناډا اوبه راباندي چښلي دي .عبدالباري جهاني د تعليم په دوران کي شوخ، له درسونه سره يې علاقي خو مستعد شاګرد و.
په هماغه وخت کي له شعر سره مينه وه، شاعرانه و لولې يې  درلودلي ...  د محلي سندرغاړو محفلونه ته ورتلئ او د کندهار  د مشهورو شاعرانو سلام بابا، ملا منان اخند، ميريحي، او مولوي بريالي (شهيد)  ډير شعرونه  يې  په  ياد  زده  وه. حافظه يې دومره پياوړي وه  چي محلي سندرغاړو به ده په مخ کي هغه غزلي نه ويلې چي نورو  ته  به   يې  زده کېدل  نه غوښتل. ځکه  چي عبد الباري جهاني به په يو وار اورېدلو سره حافظې ته  سپارله او سبا ته به هماغه منحصر بفرد غزل د عبدالبري جهاني په کتابچه کي درج وه، جهاني په کلاسيکه موسيقي کي ښه وارد و ، او د موسيقي مقامونه  په مسابقه کي به چي په هغه وخت کي د ځوانانو مشغله وه، پاته  نه  راتلئ له شوخي طبعي سره د ډېرو نازکو عواطفو څښتن و، او په برنده ځوانۍ کي مي څو ګښته ليدلي دي چي له سترګو څخه به يې لپي لپي اوښکي ګرېوانه ته تويولې

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

45 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالباري جهاني

د شــــمعې په څـــــېر سوځو له خپل ځانه سره ځو
که وصـــــل که هـــــجــــران وي د جانانه ســــره ځو
د تورو په حـــساب دي ورکــــــــې ﻻرې د ترږميو
منزل چاته مــــــــعلوم دی د اســــــــمانه سره ځو
تش نوم د ساحل اورو يــــو تصوير د بيړۍ وينو
په څاڅــــــــکو په ګامونو له تـــــــــــــوپانه سره ځو
سېراب يې نکړې شــــــونډې سل کلونو سرابونو
له چـــــــــــغو سره راغلو لـــــــــه ارمـــــــانه سره ځو
شبنم غونــــــدې مو ﻻرې له ګلونو شولې ورکې
د اوښــــــــــکو په زولۍ کې له ګــــرېوانه سره ځو
د غله ديدن شېبې يې لکه خوب هسې پناه شوې
په نيـــــمه شپه کــــــــې راغـــــــلو د اذانه سره ځو
توښه مو په تندي کې د صــــنم سجدې اخيستې
احــــــــــرام تړو پر ﻻرې له مـــــــــغــانه ســـــره ځو
زاهـــــــــــده په تيارو کـــــې د تسپو غږونه اورم
کوثر ته دې روان کړو له شــــــيطانه سره ځــــــــو
قــــــــــاصده زما سلام دی په ټـــــــولي د رقيبانو
مونږ داســـــــــــــې مېلمانه يو د مېزبانه سره ځو
اغاز دی که انجام دی راز په سل پردو کې نغښتی
هــــــــــــوښيار که لېوني يو د زندانه ســــــــــره ځو
د ژوند په راز پوه نه شو ( جهاني ) سبا به نه يو
يو څو بې نومه سيوري له کاروانه ســـــــــــره ځو

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالباري جهاني

د انتظار سترګې مې سرې وې ما دې ﻻر څــــــــــــارله
د هيلو ورځې مې تيارې وې مــــــــــا دې ﻻر څـــــارله


درته خيرات مې وزرونه نذرانـــــــــــــــه ايــــــــــښي وو
ستا به په کوم پانوي کې شپې وې مـــا دې ﻻر څارله


ژبې ګونګۍ وې ايشارو د تورو نکــــــــــــــل کــــــــاوه
پاتې نسکورې پيمانې وې ما دې ﻻر څــــــــــارلــــــــه


کلونه تېر وو ﻻرو نه وايه تصير د پــــــــــلونــــــــــــــو
هېرې د شپو څخه کيسې وې ما دې ﻻر څــــــــارلـــه


لکه يعقوب د کاروانو لارې مې ستړې کـــــــــړلــې
نصيب د مصر زولنې وې ما دې ﻻر څـــــــــــــارلـــه


زما د شهيدو ارمـــــــــــــانــــــــونو جنډې ونړېدې
ستا په مزار شناختې ويدې وې ما دې ﻻر څــارله


د ( جهاني ) قسمت رنظور انظـــــــــار ورســـيدی
د سترګو تور مې هديرې وې ما دې ﻻر څـــــــارله

د آ فتونو موربشپړ شعر ولولئ

د آ فتونو مور

عبدالباري جهاني

څو چر سيان سره راټول وه هريوسروپه کيسو
په دا منځ کي يو ږغ کړه کور دي وران سي د شلومبو
که زه هره ورځ پاچا سوم زه به منع کړم شلومبې
لوی دښمن به تر دې نه وي په دنيا کي د نشې
هغه بل باندي راږغ کړل چي شلومبې له کومه کېږي
زموږ د سر د ښمن مستې دي چي شلومبې ځيني جوړيږي
له مستوکه مو خالي کړل په دنيا کي وطنونه
نوبه سر پر سر نشې وي پوچوو به چلمونه
ها دريم چرسي راږغ کړه ويل ټول نشه ښکارېږئ
له مستو مو له غړکي مو شلومبو څخه بېرېږئ
که شیدې پر دنیا نه وي نه مستي نه به شلو مبي وي
نه غړ که به څوک شاربې نه دښمن به دنشي وی
علت ما درته پید ا کړفکروکړئ هوښیارانو
د شیدو چاره په کارده که نشه یاست یارانو
د مجلس په یوه کونج کي بل چرسي وغزیدل
دي کيسې ته یې ترپایه غوږ نیول چرت وهلي
ویل اوس راته معلوم سواست چې نشه یاست بی عقلانو
دا څه ګدي وډي وایاست بې خبرو سوده یانو
نه شیدي دي نه مستي دي رت رواني له آسمانه
نه ویاله له شلو مبو ډکه چا لیدلې ده روانه
له غړ کې به خلاص نه سئ پر دنیا چي ژوندۍ غوا ده
دا د هري بدۍ سر دي دغه زموږ په ځان بلا ده
د خلکو خولې نه تړلي کيږيبشپړ شعر ولولئ

د خلکو خولې نه تړلي کيږي

عبدالباري جهاني

يــــو ســــړی وو خــــــپله ښځه ورسره وه

                                                دی پــــياده ښځه پر خره باندي سپره وه
  د مــــېړه او دمـــــېرمـــــني مــــرکــــــه وه
                                               څـــــه غيبت وو څه صفت کيسه توده وه 
 څـــــــه له يوڼو څه له خواښي په ګيله وه
                                               څه يې نوري  کيسې کړې لاره اوږده وه 
   پــــر سړي بـــاندي مېرمن وه ډېره ګرانه
                                                 يـــــوه ورځ يــــــې ستړئ نه سو له بيانه
 چېرتــــــه نــــاسته وه ټولۍ د بېکارانو
                                                مسافر تـــــــه يــــې سو پــــام د ظالمانو
  ويـــــل ګــــــورئ دا بې شرمه بې غيرته
                                                 دی پيـــاده ځي پر خره ناسته ده عورته
  دا وطــن بـــــه لــــــــه بې ننګو خرابيږي
                                                 نــــه لــــه خلکو نه له قوم څخه شرميږي
   نـــــــه معلوم دئ ورتــــــه قدر د مېړونو
                                                 نــــــه بــــــېريـــــــږي د عالم د پېغورونو
   د مېـــــړه مقام کتــــــاب دئ ذکــــر کړئ
                                                خدای پـــــخپله پــــــه قران کي پېژندلئ
    کــموي دمـــــــړو قـــــدر بـــې ننګان دي
                                               دا بې قومـــــــه دا بې پلاره ناکسان دي
 سړي واورېـــدې د ډلي سپکي سپوري
                                                لا تـــر غوږ يې سوې يو څو خبري نوري
ويــــل ښځي تــــه پــــياده سه زه سپرېږم
                                                 ددې خلــــکو لـــــه پــــېغور څخه بېرېږم
 چي لــــه کلي څخه ووتـــو دبـــــانـــــدي
                                                زه پيـــــــاده ځم ته سپره له ما دوړانـدي
چي پــــياده ښځه روانه سړی سپور سو
                                                پــــــه يوه ګړي کي جوړ ورته پېغور سو
 ويل وګورئ ظالم چي پر خره سپور دئ
                                               په مزلو يې ښځه مړه کړه مخ يې تور دئ
 جګه ونـــــــه سور يې مخ دئ اوږې پلني
                                                پـــــه مړانـــــه کـي کمزورئ تــــر مېرمني
 مور او پـــلار دا خـــېټور دئ نـــــازولـئ
                                               پـــه خواري يـــې د لمر مخ نه دئ ليدلـئ
دا لـــه خدايــــــه نه شرميږي ظـالمان دي
                                              په بيابان کي ګيدړان د کور زمريان دي
 چي پـــه کور کي وي لوی سـوي نازولي
                                              دوی سپـــاره ښځي پياده ور سـره ځغلي
هـــمېشه د بل پــــه لاس پـه نس ماړه دي
                                               نــه دجنګ دي نه د ننګ تـيار خواره دي
 چـــي ســـــړي خبري واورېدې حيران سو
                                              سمــدستي له خره را کښته سو روان سو
خـــــر د مــــــــخه دوی تر شا وهل مزلونه
                                             ويــــل ګوندي اوس به کم سي پېغورونه
لا يــــــې شـــــــل قدمــــــه نه وه اخيستلي
                                              لا دکــــــلي مــنځ تــــه نـــه وه رسېــــــدلي
چــــي تـــر غوږ يې سول د خلکو اوازونه
                                             د هلــــکانـــــو د لـــــويـــــانو ريشخندونه
دا ســــړی او ښــــځه دواړه لېــــونيان دي
                                              خــــر دمــــــخه دوی پياده پسې روان دي
کـــــه پـــه پښو يې دئ دا اوږد مزل وهلئ
                                              نــــــو يـــــــې خـــــر د څــــه دپاره رانيولئ
 پــــه خنـــــــدا يــــــــوه را ږغ کړله ځوانانو
                                                لــــــــــــه عـــــــالمـــــــه بـــــــې خبره هلکانو
 دغـــــه خر يــــې هم ملـــــګرئ هم رهبر دئ
                                             پــــه دښتــو کي لار ښودونکئ د سفر دئ
 دوی لـــه خـــره ســــره روان ورسره مله دي
                                            کـــه دا خــــر ور سره نه وي دوی ړانده دي
هم مـــــــېړه هم يې مېرمن پر دې سلا سول
                                            لــــــــه ناکام څخه سپاره د خره پر شا سول
بـــيا لـــه سره يې شروع خپلي کيسې کړې
                                           ور پــــه زړه يــــې تــيري تيري خاطرې کړې
ورپـــياد يـــــې کـــــړل د خلکو ريشخندونه
                                         پــــــــر هر موړ باندي ښکنځل او پېغورونه
چي نــــــاڅاپـــــــه يــــوې ډلــــــي د ځـوانانو
                                           لـــــــه عــــــــالمــــــــه بـــــــېخبره بـــــېکارانو
ويــل وګــــــورئ دا څــــونــــــــه ظـالمان دي
                                         پـــر يــــوه خــــره سـپاره دوه تــــنه لويان دي
نــــه زړه ســــوی لـــــري دا خلـک نه زوريږي
                                      نــــه لـــــه خدای نـــــه له عـذاب څخه بېريږي
 نـــــــه يې شـــــرم لــــــه مخلوقــــه د دنيا سته
                                     نـــــه پـــــه زړه کي يـــــې څه وېره د عقبا سته
کــــه هر څو يې ځان لــــه موږ څخه پردی دئ
                                     کـــــه حيوان دئ ژبـــــه نــــــــه لري ګنګی دئ     
 خــــو د خـــــدای لــــــه قهره هم بېره په کار ده
                                     يــــــوه ورځ د ټــــولــــو خلکو ګـــور ته لار ده
پــر حيــــــوان باندي چا ايښئ دومره بار دئ
                               خدای تــــه وګورئ يو څه انصاف په کار دئ
 پــــه قيـــامت بـــــه راژوندی دغه حيوان سي
                                سمدستي بـــــــه د خاونــــد پر لور روان سي
 دی به ځغلي خر به جګ ور باندي سپور وي
                                پــــه اوږو بــــه ســـــا شړي مخ به يې تور وي
 لــــه مېـــــړه لـــــه ښځي ورکــــه سولــــــه لاره
                                هم لـــــه خره هم لـــــــه سفره ســـــــوه بـــــېزاره
مېــــړه بـــــيا پــــه پښو روان ښځه سپره سوه
                                بـــــيا لـــــه ســـــره هغه نــــــوې نـــــنداره سوه
دروازې د ښــــار بــــنديــــــږي پـــــــــه قلفونو
                               څوک تــــــړلای نـــــــه سي خولـــې د عالمونو
اوس به څه ليکي شاعرهبشپړ شعر ولولئ

اوس به څه ليکي شاعره

عبدالباري جهاني

هغه ستا د ابا مينه تالا سوې
چه تندي کي دي سجدي ورته ساتلې

دګلونو پر غونډۍ اورونه اوري
وږمه ځي تر ارغوانه پښه نيولي
پر کورورنو د بلا ساه ده ختلي
له باڼو تر ګريوانه د اوښکو کوردی
له زلمو شونډو موسکا ده کوچيدلي
پر اوږو د اوښکو ووته له ښاره
د خند ا جنازه ولاړه غم لړلې

اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره

اوس په ساندو کيسي وزي له کابله
چه کوڅې يې وې ښايستې په پېغلو حورو
سور سالو يې د لمبو رنګ دي اخيستی
چه په ښکلي وه باغونه د انګورو
پر انګړ يې د پاتا کمبلي ؟اړي
پر تېر سوی دی ناورين د زورورو
ماشومان يې بلا ګاني په خوب ويني
افسانې د بريتورور، ږيره ورور
د هر پار کيسه د زوی په وينو سره ده
هره مورده پر هارونه د ناصورو

اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره

کډي کوم وطن ته وړي دا کور خرابي
اوس به څوک اوي آواز د پر ديسانو
کوم ولات کي يې درمل ورته ليکلي
څوک به اوري فريادونه د زخميانو
څوک به غوږ نيسي ناروته دبې پلارو
څوک به وزاړي سلګۍ د يتيمانو
څوک به بيرته لو پټه د خور پر سرکي
څوک به نيسي ګرېوانونه د غازيانو
د نښتر وني جنډۍ سوې د فبرونو
لا رواني دي جوپې د شهيدانو

اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره

اوس به څوک له فلندره سره زاړي
اوس به څوک ليږي ميراته غزلونه
څوک به اوښکي تويوي پر مينانو
څوک به ژاړي په کيږديوکي نکلونه
کوم حميد به خط وخال کاغذ ته يوسي
يادوي به ديارانو سفرونه
څوک به اوي کرامت د ددرووشانو
څوک به ګوري پر رحمان باندي فالونه
څوک به نيسي د ديدن د ګودر لاري
له سالو سره به څوک ستاسيي اورونه

اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره

اوس به څوک د هندوکُش سندري بولي
اوس به څوک ځي په اتڼ تر خيبرونو
اوس به څوک د ارغسان پر څپو ګرځي
څوک به ليکي قصيدې د کونړونو
څوک به بولي له آمو تر ابا سينه
غر او سمه د سرکښو اولسونو
څوک به بولي له اټکه تر مالانه
قلا ګاني د با با له ميراثونو
اوس به څوک د جلا لا ګودرته يوسي
د هلمند څخه شر نګی د امېلونو

اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره

اوس به څوک را يادوي تيري خبري
اوس به څوک را ويښوي زاړه نکلونه
اوس به څنګه نکچي غاړه تازه کي
اوس به څه وايې زامنو ته پلرونه
اوس به څوک د پاني پت په توره وياړي
اوس به څوک تسليموي اصفهانونه
کوم شير شاه توره ايستلې ځي سسرام ته
کوم اکبر به ورانوي د فرنګ خونه
کوم اورنګ به خپل زخمونه ويني ژاړي
کوم خوشال به لړزوي په کټ کي زړونه

اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره

کومه پېغله به غرمه د ميوند سره کي
د خپل يار له وينو څوک ايږدي خالونه
اوس به کومه تر پېکۍ ير بولدک ورسي
کومه چيغه به کي سره ساړه رګونه
کوم لاسونه به مرۍ د فاتل نيسي
څوک به راسي د ايوب سره ملګري
څوک به واچوي سندروته نومونه
څوک به تاوکړي د با با بکړۍ له سره
څوک به وران کي د ازل کښلي خطونه

اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره

نن هغه ماشه د ورور پر لور کشيږي
چي يې غړي تښتول د رستمانو
نن هغه غشي د خور ټيکري پېيلي
چه يې زړونه سوري کول د سر کښانو
نن هغه اور د اباپر مينه بل دي
چه کرلي يې لمبې پر ګُرګينانو
نن هغه توره د ورور په وينو سره ده
چه څيرلې يې سينې د غليمانو
نن هغه سالار د بل په پښو کي پروت دی
ککرۍ چه يې وهلې د بتانو

اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره

اوس له ګوتو د مطرب ويني را اوري
ژبي سل ځايه زخمي د شهبازونو
د سندرو سره غبر ګي واېي ساندي
د رنځورو زګيروي ځي له ربابونو
اوس به چېري د زلميو څوڼي غورځي
ګنهکاره سوه سورناږغ د ډولونو
شپې ته راغله انګولاد بلاګانو
شمع کوچ سوه د محفل له ماښامونو
د تيارو اجاره دار محتسب راغی
خپروي زړې تيارې پر خوانوزړونو

اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره

پر ګودر در مېلمنې د بلا سترګي
نه شر نګۍ سته د پاوليو نه پايلو
پر نغمو پر زمزمو جپاو راغلی
زاغ نيولي ځالګۍ دي د بلبلو
نه محفل کي ګناهونه ياغي کېږي
نه خيام سته د توبو د ماولو
سپين لاسونه د ساقي به چيري ويشي
پريارانو شنې پيالې ډکي له مُلو
اوس به څوک رنګونه تش کي په قلم کي
څوک به ليکي دېوانونه د غزلو

اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره

اوس نسم راوړي خبر د تورو وځو
اوس له شپو سره راځي اغزن خوبونه
آفتونو پکښي کړي ځاګۍ دي
جنازو پکښي او ډلي دي کورونه
وايې نسته کجاوې شا ليا ورو ورو
پيغلي نه نيسي د اوښو پېزوانونه
اوس يې نه راوړي رويبار د ديدن زېي
له قاصده سره نسته سلامونه
په کوذو کي يې زموږ پلونه بېګانه دي
له ا غيار سره يې کړي پيوندونه
اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره

دغه زما غيــــــــور ولس دیبشپړ شعر ولولئ

دغه زما غيــــــــور ولس دی

عبدالباري جهاني

ﻻړ پرﻻړ پېـــــــــــــــــــــــيلي غرونه
دغه زما توپاني قـــــــــام دی
 
دغــــــــــــــــه توري سپيني ږيري
دا بـــــــــــــــــبر ببــــــــــــــــر ﻻسونه
دا سرې سرې دا غــــــټي سترګي
له هيــــــــــــــــــــــبته  ډک  مخونه
داله  زوره  ډکي موټــــــــــــــــــــي
د فــــــــــــــــــــــــــوﻻدو  مړوندونه
غيرتي  ډبـــــــــــــــــــــــرين  زړونه
دا  زيږې  زيږې  خبـــــــــــــــــــري
دزمــــــــــــــــــــــــــــــــــــريو آوازونه
په  سرونو کي يې شــــــــــــور دی
په سينو کي توپـــــــــــــــــــــــانونه
+       +       +
دا کږې  وږې  بګــــــــــــــــــړۍ به
يــــــــــــــــــوه ورځ  سره غونډيږي
تريو څو جــــــــــــــرګو راوروسته
د تو پان په دود خروښـــــــــــــيږي
د کلو تږي درې  بــــــــــــــــــــــــــــه
بيا په وينو اوبـــــــــــــــــــــــه کيږي
د غليم  په  بنـــــــــــــــــــــــګلوکي
هلته بل ميــــــــــــــــــــوند جوړيږي
+       +       +
جـــــــــــــــــلا ﻻ به  را  ژوندی کي
داکــــــــــــــــــــــــــبر په  ميخانوکي
درز به  واچوی سينـــــــــــــــــو کي
ډاربه وچـــــــــــــــــــــوي په زړو کي
د جنجر عکــــــــــــــــــس به  يوسي
جهانګير ته  په  جــــــــــــــــامو کي
د اورنګ  شــــــــــــراب  به  ورکي
دسرونو په  جــــــــــــــــــــــــــامو کي
+       +       +
دا تر پښــــــــــــــــــو ﻻندي قبرونه
داهير ســــــــــــــــــــــــــوي  لحدونه
هر لحــــــــــــــــــــــــدئې افتخار دی
پکې پټ دي داستـــــــــــــــــــانونه
دا تاريخ د ميړنيــــــــــــــــــــــــــــــو
دنيکونــــــــــــــــــــــــــــو يادګارونه
هره پاڼه يې غيــــــــــــــــــــــرت دی
په هر باب کي توپـــــــــــــــــــانونه
دا په وينو روزل ســــــــــــــــــــوي
دا لاله دا ســــــــــــــــــــــــــره ګلونه
دادغرونو لــــــــــــــــــــوړي څوکي
په لمنو کـــــــــــــــــــــــــــــې لعلونه
يو دبل په  غــــــــــــــــــېږ اغوستي
 


+       +       +
دا وطن دعقـــــــــــــــــــــــــــــــابانو
دا ځالـــــــــــــــــــــــــۍ ده د بازانو
دا خيبر دی دا شمــــــــــــشاد دی
قتل ګاه د پرنګيـــــــــــــــــــــــــانو
دا سرکښـــــــــــــــــــــه دا مغروره
عزرائيل د دښمنــــــــــــــــــــــــانو
+       +       +
هر سيلاب يې بت شــــکن  دی
هره دښته يې ميــــــــــــــــــوند دی
د توپـــــــــــــــــــانه  ډکي وريځي
هريو څاڅکی يې هلــــــــمند دی
هر وړوکی يې در يـــــــــــــــــــا دی
اپريدی دی که مومنــــــــــــــد دی
پکښي غورځــــــــــــي دپلار وينه
د ميرويس نيکه  پيـــــــــــوند دی
+       +       +
دا ميوند ـ ميوند دښـــــــــــــــتونه
دا هلمندـ  هلمند رودونــــــــــــــــه
له  غيرته  ډکه مېنــــــــــــــــــــــــــه
دا اټک اټک سينــــــــــــــــــــــدونه
په څپو کي يې رزمـــــــــــــــــــــــونه
په هر موج کي سيــــــــــــــــــــلابونه
+       +       +
دا وطن دی  د زمريــــــــــــــــــــــــــو
دا هيواد به  آزاديــــــــــــــــــــــــــږی
دا دمست  پښتـــــــــــون ولس دی
دا په وينو کي غــــــــــــــــــــوريږی
په جګړه کي يې پـــــــــلار مړ دی
چې ميــــــــــــــدان ويني مستيږی
هيبت پروت دی دې ﻻســـــــو کي
زولــــــــــــــــــــــــــــــنی ځني بيريږي
وايي زيری دطغــــــــــــــــــــيان دی
ﻻ سبــــــــــــــــــــــــا  تو پاني کيږي
+       +       +
بيا به  ګــــــــــــــــــــــــرم کي بزمونه
بيا به خپل کي دا دښــــــــــــــتونه
بيا به سور دسمال تر مــــــلا کي
بيا به تاو کي چنــــــــګ بريتونه
له آمو تر اباسينـــــــــــــــــــــــــــــــه
سره يو به کي موجـــــــــــــــــــــــونه
کي به ناڅي  ښکلي پېغـــــــــــــلي
سپيني لېچي سره ﻻســـــــــــــــونه
کي به ځي کاروان داوښــــــــــــــــو
ور آزاد به وي مزلـــــــــــــــــــــــونه
کوچـــــــــــــۍ ښکلې به ور واخلی
تر ســـــــــــــــــــــــالو ﻻندي ګامونه
+       +       +
يوه ورځ پر دغه ځمــــــــــــــــــــــکه
په همــــــــــــــــــدې تنګو درو کي
دآمو مستو څپـــــــــــــــــــــــــو کي
داټک د سيندموجو کـــــــــــــــــي
تر همدغه آسمـــــــــــــــــان  ﻻندي
د همدی خاورې دښـــــــــــــتو کي
دبازانو له  ځاليـــــــــــــــــــــــــــــــه
د عقاب په  آشيـــــــــــــــــــــانو کي
د پړانګانو په کـــــــــــــــــــــوروکي
د همدې غرونو لمـــــــــــــــــــــن کي
دغو ورانو خرابـــــــــــــــــــــــــو کي
+       +       +
دسکندر لېـــــــــــــــچي وې ماتي
د چنګيز پر کور ناوريــــــــــــــن ؤ
د اورنګ خنــــــــــــــجر يې پڅ کۍ
دبابر زړه په غمـــــــــــــــــــــــګين ؤ
د فرنګ  توپ  يې خاموش کۍ
دبابا  زړه  يې ﻻ شـــــــــــــــــــين ؤ
هره  تيږه  يې پاميــــــــــــــــــــــــر ؤ
هر لښتی يې اباســـــــــــــــــــــين ؤ
+       +       +
دغه  شين آســــــــمان  شاهد دی
دغه  ستورو هم  ليــــــــــــــــــــدلو
دغه  لمر دغه  سپــــــــــــوږمۍ وه
دغه وريځو هم کـــــــــــــــــــــــــــتلو
د سبا د جنـــــــــــــــــــــګ په طمع
موږ دا نن  ﻻ خروښيـــــــــــــــــدلو
د سرونو بازار تـــــــــــــــــــــــــــود ؤ
مستـــــــــــــــــــــــــانه باندي ورتللو
+       +       +
بيابه  ګــــــــــــــــــورئ  بيا به وينئ
پر دې مځــــــــــــــــــــــــکه قيامونه
زندانونه  به  ماتيـــــــــــــــــــــــــږی
ترې را وځي به  مــــــــــــــــــــــــړونه
شخي شخي به شمــــــــــــــــــلې وي
تور ببر ببر بريتــــــــــــــــــــــــــــــــونه
دملالي د ننګ چيــــــــــــــــــــــــغي
پر دښمن باندي تاخـــــــــــــــــــتونه
بريالــــــــــــــــــــــــــي به را روان وي
دنــــــــــــــــــــــــــــيزو پر سر، سرونه
بيا اختـــــــــــــــــــــر به وي  د فتحي
په سرو وينــــــــــــــــــو سره ﻻسونه
نړوي به ســـــــــــــــــــــــــــــــوځوي به
دزاړه دښمــــــــــــــــــــــــن قصرونه
هيبتي نـــــــــــــــــــــارې به واورئ
لړزوي به آســـــــــــــــــــــــــــمانونه
+       +       +
بيا به دا آســـــــــمان  شاهد وي
زموږ د فتـــــــــــــــحي د جشنونو
خم به ســـــــــــــــــــــــرپرسرتشيږی
د مستــــــــــــــــــــــــانو په جامونو
غليمــــــــــــــــــــــــــان به فراريږی
دايمل بابا له غــــــــــــــــــــــــــرونو
+       +       +
څوچــــــــي غرونه وي پر ځمکه
څوسيــــــــــــــــــــــندونه ﻻ بهيږی
څو مجــــــــــمر دآسمان تود وي
د جهان پر مـــــــــــــــــــــــخ ځليږی
څوچي وريځ پر آســـمان ګرځي
څو چي څاڅکي تـــــرې توئيږي
څو په نوم انســـــــــــــــــانيت وي
د بشر په نـــــــــــــــــــــــــوم ياديږي
د پښتون قام به ژونــــــــــدی وي
او همدلتـــــــــــــــــــــــه به اوسيږي
دغه زما غيـــــور ولس دی
دغه زما توپاني قـــام دی

جـلـوهبشپړ شعر ولولئ

جـلـوه

عبدالباري جهاني

زه رباب ته مي شـهـبـاز يي
زه نـغـمـه يـم تـه مي ساز يي
زه مـقـام يـم تـه مي سور يي
زه اّهـنـگ يـم ته اّواز يي
تـه لـمـبـه يي زه دي شـمـع
زه پـتـنـگ ته مي پرواز يي
زه مـجـنـون تــه مـي جـنـون يي
زه مـحـل تـه مـي مـمـتـاز يي
تـه مي سـر د لـيونـتـوب يي
ته زما د جـنـون راز يي

هم نـاظـم يي هم مي نـظـم
تــه هـم سـوز يـي هـم گـداز يي
زه لـه كــومـي فـنـا تـشتـم
چي انـجـام تـه مـي اّغـاز يي
دا د كـومـي پـيـالـي بـنـگ دى
چـي نــشـي پــكـي مـسـتـيـإي
دا د كـومـي نـغـمـي شـرنـگ دى
چــي شــهــبـاز پـكـي نــڅیږي
دا د كــومـــي ســلـگـې اور دى
چـي لـمـبـي پـكـي ويـلـيـإي
دومـره پـوه يــمـه چي تـه يـي
هـم وجـود ييهـم جـلـوه يي
تـصـويـــر سـتـا د جـمـال زور دى
مـحـفـل سـتـا د لـمـبـې شـور دى

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالباري جهاني

پيالي نســــــکوروم دي تشو مه خــــــــــــو دې نـــه

نصــــــيبه بــــــــــد لوم دي قبلومه خــــــــودي نـــــــه

تقد ير ه زولنې  دي دجانان ترکـــــوڅـــــې وړمــــه

زندانه نـــــــــړوم دي تــــــــېرومه خـــــــــودي نـــــه

ازل مي لېو نتوب دی له نـامه ســـــــره کــــرلـــــي

ګرېوانه څيروم دي ټولو مـــــه خـــــــودي نـــــــــــه

دسرسودامنمه خوچي سرټيــــــټول غــــــــواړي

قاصده ستنوم دي ورلېږمه خـــــــــــــــو دي نـــــه

خالق مي ککرۍ سجدې ته نه دي پيــــــدا کړي

تند يه ماتوم دي لـــــــګــــــــــــومه خــــــو دي نـه

يا غي يم د فرياد  د پاره نه يمـــــــــه راغـــــلــي

أسمانه کڼوم دي ژړوم خــــــــــــــــودي نــــــــــــه

د غره پر ژبه غواړم د شيريـــــــنــــې د نوم ذکـر

جنونه پاروم دي ويـــــــــــــدومــــــــه خو دي نه 

زخمونه د حبيب دي د طبيب  کوڅې ته نه ځم

پر هاره شوړوم دي رغومـــه خــــــــــو دي نـــــه

چې هر محراب ته ځمه ستا جلوه پکي بليږي

د يار د تصوير خاله هيرومه خـــــــو دي نــــه

چي شمېر د جهاني د ګناهونو باندي کيږي

زاهده ړندوم دي خـــــــپلــــــــــومه خو دي نه

د هسۍ مستيبشپړ شعر ولولئ

د هسۍ مستي

عبدالباري جهاني

 پرېږدئ زما لا سونه زه اورونه پـــــــــه لـــــــــــړمــــــــــــه

زه په سوي مذهب پوه يم زه دوزخ ځانته کــــــــــرمــــــه

 

 زه د خضر چينه سوځم نړوم د کوثـــــــــــــــــر غــــــــــاړي

زه له مړه ژوندونه موړ يم ما ژوندی لحد ورغـــــواړي

 

زه د مست ګداب په غيږ کي لاموجونـــــــــــــه ويښومه

 زه په ستوني د ښامار کی مرګ لــــــــــه خو به پا څومه

 

 زه په زړه د جهنم کي ا نګارونه لـــــــــــټــــــــــومـــــــــه

ا هر يمن راپارومه لايې ځا نته قــــــــهــــــــرومـــــــــــه

 

پريږدئ پريږدئ زما لاسونه زه اورونه په لـــــــړمـــــــه

زه په سوې مذهب پوه يم زه دوزح ځانـــــتـــــه کــــرمه

 

 پريږدئ روڼي دا تياري کو پريږدئ پئ کودامزلـــونه

 ټول په ګډه سره لمبه سو او روښان کــــــــوربـــــاتونه

 

راځئ لنډي ګړو دا لاري ور هوار کو کږليــچــــــــونـه

 د ژوندون د پاره ومروڅوژوندي ګړو لـــــــحـــــدونه

 

 په دې هيرو خرابو کي د هستۍ مـــــــستې أغازګړو

 دا دمرګ شېلې رڼا کوپکي کوک د ژوندون سازکو

 

 زه شاعر يم د دي مېني زه سکوت ورمـــــاتــــــــومه

زه هاتف دژوندۍ چيغي زه دا مړي ويـــــــــښــومه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالباري جهاني

چــــې بـــــې اخــتــیاره یو راغلې بی اختیاره به ځو

یــــــارانــــــو نــــــن وې کـــه ســـبا په دغه لاره به ځو

دیــــــدن وړیــــــا دی خـــــزانــــــې دزمـــانی پراوږو

لــــکــــه راغــــلــــې ووتــــش لاسې له بازاره به ځو

پـــــه دې هـــنـــــداره کې چا مخ دځان لیدلی نه دی

هــــم بـــــی خــــبـــره له خپل ځان هم له اغیاره به ځو

کـــیــــسه نـــیـــمـــــګړې لا جانان ته رسیدلی نه ده

لـــکــــه تـــصـــویـر په ګنګه ژبه له دی ښاره به ځو

ګوره چې ځاندی ، که صنم ، که بی اختیره چیغې

لــــکـــه مـــنــصور په پردی مینه کې تر داره به ځو

دی نـــغـــمــــه زارکــې سور او تال دپیژندلو نه ده

دتـــــار پـــــر ولـــــــې شرنګیدلې یو تر تاره به ځو

څه به له اوښکو سره سری سترګې تر مرګه وینو

دخــــپــــل اذل جـــنــــازه نـــیــسـو تر مزاره به ځو

نــــه مـــــو پــــه ژبــــه نــه زګیرویو سره وپیژندل

شــــونـــــډې ګـنـډ لې په اغزیو بی ریباره به ځو

دلــته دغـــم پــــه شپه خوښې له مرګه وزیږیده

ددی مـــــاتــم کـیـسه اوږده ده تر سهاره به ځو

دلـــتــــه مـــزلــــونـــه جهانې لکه تڼاکی چوې

ژونـــــــد ددردونو افسانه ده تر پر هاره به ځو