د طالبانو کورنیو چارو وزارت: جواز لرونکې وسلې دې یوازې د کور ساتنې لپاره وکارول شي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د جواز لرونکو وسلو مالکانو ته خبرداری ورکړی چې له یادو وسلو څخه د کور ساتنې پرته د ځانخوندیتوب او نورو موخو لپاره استفاده منع ده.
وزارت ویلي، د شخصي ساتنې، دوکانونو، سوداګریزو ځایونو او نورو موخو لپاره د جواز لرونکو وسلو کارول د اصولو خلاف دي.
د خبرتیا له مخې، که د وسلې د کارونې په برخه کې سرغړونه ثابته شي، وسله به له سرغړوونکي څخه ضبط او د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې به ورسره قانوني چلند وشي.
د کورنیو چارو وزارت له جواز لرونکو کسانو غوښتي چې د وسلو د کارونې اصول مراعات کړي او له سرغړونې ډډه وکړي.