په مسکو کې د اسلامي امارت سفیر: پاکستان د افغانستان او سیمې امنیت ته ګواښ دی

په روسیه کې د اسلامي امارت سفیر مولوي ګلحسن حسن وايي، پاکستان د اسلامي امارت وسلهوالو مخالفینو ته پناه ورکړې او په خپله خاوره کې یې د داعش فعالیتونو او د نشهیي توکو قاچاق ته زمینه برابره کړې ده. نوموړي دغه هېواد د افغانستان او سیمې امنیت او ثبات ته اصلي ګواښ بللی دی.
حسن دا څرګندونې د جمعې په ورځ په مسکو کې د منځنۍ اسیا او افغانستان د امنیت په اړه په ګډه جوړه شوې غونډه کې کړې دي. په دې ناسته کې د ډلهییز امنیت تړون سازمان، د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو ټولنې او د شانګهای همکاریو سازمان استازو ګډون کړی و.
د اسلامي امارت سفیر ادعا کړې چې په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان کورنی امنیت ښه شوی دی. هغه ویلي، د اسلامي امارت امنیتي ادارو په هېواد کې د داعش ډلې مرکزونه او مشران په نښه کړي او له منځه وړي دي.
د نوموړي په وینا، امنیتي ادارو او د اسلامي امارت دفاع وزارت د وسلهوالو ډلو د کنټرول او د پولو د امنیت د پیاوړتیا په برخو کې له د سیمې له هېوادونو سره همکاري کړې ده. هغه زیاته کړې چې په همدې موده کې د تاجکستان، ترکمنستان، ایران او ازبکستان له چارواکو سره د پولو د امنیت په اړه بېلې غونډې هم شوې دي.
حسن په خپلو خبرو کې یو ځل بیا پاکستان تورن کړی چې د اسلامي امارت وسلهوالو مخالفینو ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی دی. هغه ادعا کړې چې د پاکستان له خاورې څخه د داعش ډلې فعالیتونو او د نشهیي توکو قاچاق ته هم د پراختیا زمینه برابره شوې ده.
په روسیه کې د اسلامي امارت سفیر ویلي چې کابل غواړي له منځنۍ اسیا، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي. هغه همدارنګه ادعا کړې چې اسلامي امارت د نشهیي توکو د کښت، تولید او قاچاق پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د پام وړ لاستهراوړنې لري.